د بریتانیا صدراعظم وايي، دی غواړي چې د ۷ لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو په اړه یوه موافقه وشي.
بورېس جانسون پرون یکشنبه د کاناډا له «CBC» نشراتي ارګان سره په مرکه کې وویل چې هیلهمن دی په دې سرمشریزه کې د کرونا ویروس د وبا په اړه د چمتووالي یو تړون هم وشي.
بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاینیې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کار و بارونو د بېرته برانیستل کېدو لپارهیې زمینه برابره کړې ده.
په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشرانو د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې په انګلستان کې سره راغونډ شي.
د دغو هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.