د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۵

نیویارک ټایمز: د امریکایي پوځیانو له وتلو سره د افغان ځواکونو مورال راټیټ شوی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • کانورسېشن

کانورسېشن خپرونه په کابل کې د استرالیا د سفارت د تړلو مسئله څېړلې ده او لیکي د دې سربېره چې د استرالیا پوځیانو تقریباً تېرې دوه لسیزې بشپړې په افغانستان کې تېرې کړې دي، خو د سې شنبې په ورځ چې د استرالیا د ائتلافي ګوندونو غونډه وه، یوازې یوه ګوند دا پوښتنه وکړه چې ولې خپل سفارت په کابل کې بند کړو.

تمه ده چې دا سفارت سر له ننه وتړل شي. د استرالیا اپوزېسیون ډلې له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی او وایي چې له دې سره به په افغانستان کې د استرالیا پرمختیایي همکارۍ ټکنۍ شي.

د استرالیا اپوزېسیون وړاندیز کړی دی چې په کابل کې دې د دوی په سفارت کې ژباړونکي او سیمه‌ییز مأمورین وي ترڅو د بېړنۍ ویزې برخه فعاله وي.

د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې دا اوونۍ به دوی خپل سفارت د احتمالي امنیتي ستونزو له امله وتړي او تمه لري چې سفارت‌یې په افغانستان کې د اوږدې مودې په مخه بند پاتې نه‌شي.

استرالیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر امنیت ته اندېښنه لري چې امنیتي وضعیت ممکن د دغو سرتېرو له وتلو وروسته پسې نور خراب شي. استرالیا په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سرتېري لري چې له نورو نړیوالو ځواکونو سره‌یې وتل پيل شوي او ټاکل شوې ده چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

  • نیویارک ټایمز

د لوېدیځ بلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا په خپلې تازه ګڼه کې لیکلي چې د مې له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې امریکایي پوځیانو له افغانستانه وتل پيل کړي، د افغان ځواکونو مورال راټیټ شوی دی او د همدې لپاره لږترلږه ۲۶ امنیتي پوستې په څلورو ولایتونو، لغمان، بغلان، میدان وردک او غزني کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د ورځپاڼې په باور طالبان د سیمې مشران امنیتي پوستو ته لېږي او د هغوی په خوله ورته وایي چې یا تسلیم شي یا مو وژنو او له همدې تاکتیک څخه‌یې په دې څلورو سره ولایتونو کې کار اخیستی دی.

ورځپاڼې په میدان وردک کې د پولیسو د یوه سیمه‌ییز مشر ۳۴ کلن امام شاه ظفري خبرې رااخیستي چې د مې په ۱۱مه‌یې خپل مرکز او وسلې طالبانو ته وسپارلې. دی وایي، د طالبانو قوماندان او په سیمه کې د قومي خلکو له لوري ماته تر ۱۰ ځله ډېر وړاندیز وشو چې تسلیم شم.

ظفري زیاتوي، طالبانو په یوه موټر کې کابل ته خپل کور ته واستولم او بیا قومي خلکو زنګ راته وواهه چې بې‌غمه اوسه حکومت دې د تسلیمي په خاطر نه‌زنداني کوي او موږ په حکومت کې ډېر واک لرو چې بېرته دې خوشې کړي.

نیویارک ټایمز بیا لیکي چې د لغمان په مرکز مهترلام باندې د طالبانو د وروستیو بریدونو پر مهال د لغمان والي رحمت‌الله یارمل اعلان وکړ چې د امنیتي ځواکونو ۱۱۰ تنه د وظیفوي غفلت په خاطر نیول شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG