د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۴

اروپايي کمېسیون: غړو هېوادونو کې کرونا سره مبارزې پرمختګونه کړي

د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین
د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین

د اروپايي کمېسیون مشره وايي، د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ښه پرمختګونه کړي دي.

اورزلا وان دیرلین پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او اروپايي کمېسیون د مشرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته وویل: "که دا لړۍ دغسې روانه وي، ډاډه یو چې کولی شو په ارام سوچ، له خپلو پرګنو بندیزونه کم کړو. د دې پرمختګ پر ثبات باید تمرکز وشي. یو مهم مورد چې ورباندې بحث وشو، د کشرانو واکسین کول دي. د اروپايي ټولنې د درملو اداره هغو ماشومانو ته دا واکسین تصویبوي چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي چې له دې سره د دوی واکسین کول ممکنېږي."

د مېرمن وان دیرلین په خبره، د دې اوونۍ تر پای پورې به د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین ۳۰۰ میلیونه ډوزه ورکړل شي او د جولای میاشتې تر پای پورې به د دې ټولنې ۷۰ فیصده پوخ عمره کسانو ته واکسین برابر شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG