د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

هشت صبح: حکومت د طالبانو د حملو د دوهمې څپې مخنیوي ته چمتووالی نه لري


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ولسوالیو د سقوط په تړاو سرلیکنه خپره کړې ده.

د لیکوال په وینا طالبانو د مې په میاشت کې د حملو دویمه څپه پیل کړې چې په اختر کې تر لنډ مهالي اوربند وروسته د لږ تر لږه درېیو ولسوالیو د مرکز کنټرول یې خپل کړی دی.

وړاندې راغلي داسې ښکاري چې حکومت د طالبانو د حملو د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره چمتووالی نه لري او اکثره ولسوالۍ وروسته له هغه سقوط کوي چې دولت د جګړې پر مهال ځواکونو ته مرستې نه رسوي او له څو ساعتونو مقاومت وروسته ولسوالۍ سقوط کوي.

د لېکوال په وینا حکومت باید له سخت وضعیت سره د مبارزې لپاره چمتو وي ځکه د طالبانو پلان ممکن هره اوونۍ بدل شي.

لېکوال ټینګار کړی، که حکومت د مذاکراتو په لټه کې دی، نو د جګړې په ډګر کې هم خطرونه باید جدي ونیسي او په دقت سره د طالبانو پلانونه تعقیب او مخه یې ونیسي که نه نو طالبان د حکومت د سقوط په لټه کې دي او پرمختګ یې هم کړی.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د سقوط په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي چې د لغمان دولت شاه ولسوالي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې وه او ورته اکمالات نه کېدل چې بلاخره یې سقوط وکړ.

د لیکوال په وینا چې په دغې ولسوالۍکې افغان ځواکونو د قومي مشرانو په منځګړیتوب په شا تګ کړی او وسله والو طالبانو یاده ولسوالۍ نیولې ده.

خو ورځپاڼې د ملي دفاع وزارت په حواله لیکلي چې په دولت شاه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو 'لنډمهاله او تاکتیکي' شاتګ کړی او اوس مهال تازه دمي سرتیري سیمي ته رسیدلي او افغان ځواکونه د مقاومت په حال کې دي چې ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعده شبکې يو قوماندان وژلی او ددوی یو روزنيز کمپ يې له منځه وړی دی.

د لېکوال په وینا چې په اصل کې القاعده، طالبان، داعش، حقاني او نورې ترهګريزې ډلې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او د پاکستان د پاليسۍ له مخې يې په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه نيولې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، پاکستان په دروغو وعدې کوي چې ګنې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کوي، خو په خبره یې د نوموړي هېواد اصلي څېره دا ده چې د ترهګر، طالب، القاعده، داعش او نورو ډلو په جامه کې یې خپل جنګيالي د افغانستان پر وړاندې مخامخ جګړه کې ښکېل کړي دي.

لېکوال اندېښنه ښودلې، که پاکستان د افغانستان پرضد دا تمام عياره جګړه بس نه کړي، نو د سولې او ثبات لپاره یې هڅې هم ننګول کېږي.

XS
SM
MD
LG