د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۴

روغتیا سازمان: کرونا ښايي تر رسمي ارقامو درې برابره زیات انسانان مړه کړي وي

ارشیف، برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو هدیره
ارشیف، برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو هدیره

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د رسمي شمېرو پرتله، ښايي په نړۍ کې په کرونا ویروس درې برابره زیات کسان مړه شوي وي.

د دغه سازمان مرستیال مشرې سمیرا اسما دا خبره نن د خپلې ادارې د کلني راپور خپرېدو پر مهال خبریالانو ته وکړه.

هغې ویلي، د مړو شمېر ښايي تر رسمي ارقامو دوه یا درې برابره زیات وي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په رسمي ډول تر روانې میاشتې په نړۍ کې په مستقیم ډول د کرونا ویروس له کبله د ۳،۴ ملیونو کسانو مړینه ثبت کړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG