د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

هشت صبح: دوستم ویلي ترک تباران یوازې نه دي ګڼ هېوادونه یې ملاتړ کوي


ارشیف، فاریاب کې د دوستم پلویان
ارشیف، فاریاب کې د دوستم پلویان
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د فاریاب د نوي والي ګمارل کېدو پرسر د حکومت او ملي جنبش ګوند ترمنځ تقابل ته په اشارې لیکنه کړې ده.

د لېکوال په باور که د خبرو له لارې دغه لانجه هواره نه شي د وسله والې نښتې امکان هم لېرې نه دی چې بیا به یې کنټرول ستونزمن وي او ناوړې پایلې به ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرغني نږدې یوه میاشت وړاندې محمدداوود لغمانی چې پخوا د لښکرګاه ښاروال و د فاریاب د نوي والي په توګه وګماره .

ورځپاڼې لیکلي چې دغه ګمارنه د جنبش ګوند له سختو عکس العملونو او مظاهرو سره مخ شوې، خو جدي اړتیا ده چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

له بلې خوا لیکوال د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم هغه څرګندونې را اخیستې چې د جنبش ګوند پلویانو ته یې امر کړی چې ولایت مقام ته د محمد داوود لغماني د ننوتو مخنیوی وکړي او ان ورته یې د ډزو اجازه ورکړې او ویلي یې دي چې ترک تباران اوس یوازې نه دي او د ترکیې په شمول ګڼ هېوادونه یې ملاتړ کوي.

خو لېکوال ټینګار کوي چې د هېواد روانو حساسو شرایطو ته په کتو باید د جګړې مخه ونیول شي او د تفاهم له لارې ستونزه هواره شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې د تېر اختر تر اوربند وروسته د طالبانو له خوا تپل شوې جګړه بيا توده شوې، خو هڅه دا ده چې د سولې لپاره کوټلي ګامونه واخيستل شي او د دې لپاره هم په کور دننه په ملي کچه هڅې زياتې شوي دي.

د لیکوال په وینا د دغو هڅو په ترڅ کې ښايي په راتلونکي موده کې د سولې په تړاو په ترکيه کې برخليک ټاکوونکې غونډه جوړه وشي او طالبان هم تر نړيوال فشار لاندې دي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وړاندې راغلي، که څه هم طالبان د دغه ګډون لپاره شرطونه وړاندې کوي، خو هغوی اړ دي چې په هغې غونډه کې ګډون وکړي.

لیکوال ټینګار کړی چې د طالبانو لپاره غوره فرصت دی، څو سياست غوره کړي او همدارنګه په ملي کچه د هغوی د راضي کولو او له جګړې راګرځولو لپاره هم هڅې پراخې شوي دي.

ورځپاڼې تمه ښودلې چې دا ټول هغه فشارونه به هرو مرو طالبان سولې ته اړ باسي او که نه په وینا یې له دې پرته هغوی او ملاتړ هېواد په جګړه کې بريا نه شي تر لاسه کولی.

XS
SM
MD
LG