نړۍ
د اسراییل پوځ نن د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې بریدونه کړي
د اسراییل پوځ نن د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې په غزې تړانګې د توپونو ډزې او هوايي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې ځمکنی جنګ اوس درېدلی.
د همدې اوونۍ تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه سل کسان د فلسطین خوا ته چې په کې ماشومان هم شامل دي وژل شوي او اسراییل بیا د ځان لور ته د د اوه کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده.
د اسراییل پوځ په خپل ټوېټر لیکلي چې ننني هوايي بریدونه او د توپونو ډزې یې د حماس ضد عملیاتو لړۍ ده.
وروسته یې بیا وضاحت ورکړ چې اسراییلي ځواکونه غزې تړانګې ته نه دي ننوتلي او له دې سیمې سره په پوله متمرکز پاتې شوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فلسطین او اسرییل وروستیو کړکیچونو ته د رسېدو لپاره د مې شپاړسمه یوه غونډه پلان کړې او د مصر منځګړي هم د اوربند د ټینګښت په هدف اسراییلو ته تللي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هغه ۲۱کلن ځوان وژل شوی چې غوښتل يې په مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای ته داخل شي
په امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکي وايي، هغه سړی يې په ډزو وژلی چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مارالاګو استوګنځای ته په غیرقانوني توګه ننوزي.
رویترز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي،"دغه کس استین تاکر مارتین نومیږي او ۲۱کلن دی".
د رویترز په ټکو، تاکر چې د شمالي کارولینا څخه دی، د یکشنبې په غرمه يې غوښتل د فلوراید ایالت په پالم بیج کې د ولسمشر ټرمپ استګنځای ته داخل شي.
هغه مهال ټرمپ په واشنګټن کې و.
تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده او د پېښه په اړه څیړنې روانې دي.
له دې وړاندې په ۲۰۲۴کال کې دوه ځلې پر ولسمشر ټرمپ د ورته بریدونو هڅه شوې وه.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري
د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې نن دوشنبې زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري.
دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام ۶ بجې پیلږي.
په دغه نړیوال شل اووریز جام کې پرون یکشنبې انګلستان د ۵۱منډو په توپیر سریلانکا او سویلي افریقا۷۶منډو په توپیر هند ته ماتې ورکړه.
هند او سریلانکا د سږکال د شل اووریز نړیوال جام کوربه هېوادونه دي.
پر کیف د روسیې تازه برید، یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي
پر اوکراین د روسیې په تازه هوایي برید کې یو تن وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ټپان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن یکشنبه ( د کب ۳مه) ویلي، پر کیف د دغه برید اصلي هدف د انرژۍ تاسیسات وو.
هغه ویلي چې تیره شپه روسیې پر اوکراین ۳ سوه ډرون وسلې او ۵۰ توغندي توغولي دي.
زلنسي ویلي، مسکو دا مهال د ډيپلوماسۍ پر ځای پر جګړې ډېره پانګونه کوي.
د امریکا په نوښت په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو تراوسه یې عملي پایله نه ده ورکړې.
سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي
سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي.
د سربیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ ویلي: "د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله، د سربیا جمهوریت اتباعو ته توصیه کېږي چې ایران ته سفر ونه کړي. ټولو هغو کسانو ته چې په ایران کې دي هم سپارښتنه کیږي چې ژر تر ژره له هغه هیواده ووځي."
سربیا مخکې هم له خپلو اتباعو څخه د جنوري په نیمایي کې له ایرانه د وتلو غوښتنه کړې وه.
په جلا توګه، د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمو سټرنګارډ په ایکس پاڼه لیکلي چې "موږ په ایران کې د سویډني اتباعو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې له هغه هیواده را ووځي."
یوه ورځ وړاندې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم یو ځل بیا له ټولو جرمني اتباعو څخه وغوښتل چې د امریکا د احتمالي برید د خطر له امله له ایران څخه را ووځي. په ایران کې د راجستر شویو جرمني اتباعو شمیر په سلګونو کې دی.
ایران د جمعې په ورځ وویل هیله لري په چټکۍ سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره یو تړون ته ورسیږي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که خبرې ناکامې شي، نو د یوه محدود پوځي برید په اړه غور کوي.
د کرکټ نړیوال جام؛ د پاکستان او نیوزیلند لوبه باران وځنډوله
د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د پاکستان او نیوزیلنډ لوبه د باران په سبب ونه شوه.
دغو دواړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.
یکشنبه به د نړیوال جام په لوبو کې لومړی سریلانکا له نیوزیلنډ او بیا به ماښام مهال هند له جنوبي افریقا سره مخ شي.
د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د هند، جنوبي افریقا، ویست اندیز او زمبابوې ټیمونه په اول ګروپ کې دي.
د نیوزیلنډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا ټیمونه په دویم ګروپ کې دي.
دا وار په ګروپي دور کې د افغانستان او اسټرالیا په څېر ځینې لوبډلې چې مخکې ښې ځلېدلې وې حذف شوې.
ولسمشر ټرمپ د تعرفو په برخه کې د سترې محکمې پریکړه شرموونکې وبلله
ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه چې د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې د هغه د مخکنیو تعرفو یوه برخه غیرقانوني اعلان کړه؛ نوي اجرایي فرمانونه صادر کړل.
د دې فرمانونو له مخې د امریکا د تجارتي شریکانو پر ټولو وارداتو د یو سل او پنځوس ورځو لپاره لس فیصده تعرفه وضعه شوه.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په شپږو موافقو او دریو مخالفو راییو سره د ولسمشر ټرمپ هغه تعرفې رد کړې چې د بیړنیو حالاتو د قانون پر بنسټ لګول شوې دي. سترې محکمې وویل چې ولسمشر دا واک نه لرې چې د امریکا پر تجارتي شریکانو تعرفې ولګوي.
د سترې محکمې د رییس جان رابرټس په بیان کې د همدې تعرفو په اړه راغلې دي چې د امریکا په اساسي قانون کې دا واک کانګرس ته ورکړل شوی دی.
ښاغلي ټرمپ وويل، له نورو لارو او قوانينو به د تعرفو د عملي کولو لپاره کار واخلي او زياته یې کړه چې د هغه سياست پلي کولو ته به دوام ورکړی چې د امریکا د اقتصاد لپاره ګټور دی.
ولسمشر ټرمپ بیا د سترې محکمې دا پریکړه وغندله، هغه یې له شرمه ډکه وبلله او ویې ویل چې هغه تعرفې به په خپل ځای پاتې شي چې د ملي بیړنیو قوانینو تر چتر لاندې نه دي.
امریکا ښایي پر ایران محدود پوځي عملیات وکړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي.
له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟
ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې ویلی شم چې دا موضوع تر غور لاندې ده.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو لس-پنځلس ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پریکړه کوي.
د کرکټ د نړیوال جام لومړی پړاو لوبې پای ته ورسیدې
د کرکټ د شل اورونو د نړیوالې اتلولۍ دوهم پړاو لوبې سر له جمعې پيلیږي.
د دې نړیوال جام له دوهم ګروپه، لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ او پاکستان تر منځ ده.
دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د سریلانکا او هند په ګډ کوربتوب پيل شو او د نړۍ شل لوبډلو برخه پکې واخیسته چې د دوهم پړاو لوبې د اتو مخکښو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي.
افغان لوبډله ونه توانیده چې له لومړي پړاو څخه دوهم ته لاره وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دې نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د مارچ په اتمه د هند په حیدراباد کې ترسره شي.
ټرمپ له ایران سره موافقې ته مهلت وټاکه
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې متحد ایالتونه باید له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پرېکړه کوي.
هممهاله، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د واشنګټن د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که پوځي برید وشي، په سیمه کې د امریکا اډې او شتمنۍ به د تهران لپاره «مشروع هدفونه» وي.
ټرمپ د «غزې د سولې پلاوي» په لومړنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید دې هوکړې ته ورسېږي، که نه نو «بدې پېښې به رامنځته شي».
هغه خبرداری ورکړ چې که هوکړه و نه شي، واشنګټن «ښايي اړ شي یو ګام نور هم مخکې ولاړ شي» او زیاته یې کړه چې ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې پایله روښانه شي.
په ترکیه کې د دویجه ویله خبریال نیول شوی
یو ترک خبریال چې له دویچهوله سره همکاري کوي، د «ناسمو خبرونو خپرولو» او «د ولسمشر د سپکاوي» په تور نیول شوی دی.
د ترکیې څارنوالۍ ویلي چې علیجان اولوداغ د پنجشنبې په ورځ په انقره کې په خواله رسنیو کې د خپلو لیکنو له امله ونیول شو.
د هغه وکیل ویلي چې دا نیونه د هغه له هغو راپورونو سره تړاو لري چې په داعش پورې د تړلو وګړو د بېرته ستنولو په اړه یې چمتو کړي وو. د دویچهوله د راپور له مخې، دا تورونه په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې له یوې پخوانۍ لیکنې سره تړاو لري چې پکې د ترکیې پر حکومت نیوکه شوې وه.
پولیس هغه په خپل کور کې نیولی او شخصي وسایل یې هم ضبط کړي دي. ټاکل شوې ده چې هغه نن محکمې ته حاضر شي.
د «بې سرحده خبریالانو» ټولنې او د دویچهوله مشر دا نیونه غندلې او د نوموړي خبریال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.