د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

اروپايي ټولنه: روان کال به د کرونا واکسین۱۰ میلیارده ډوزه تولید شي


د اروپايي ټولنې د کمېسیون مرستیال ماروس سفچوویچ
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مرستیال ماروس سفچوویچ

د اروپايي ټولنې کمېسیون وايي، روان میلادي کال به د دغې ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین شا او خوا ۱۰ میلیارده ډوزه تولید شي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مرستیال ماروس سفچوویچ پرون سې شنبه (د غويي ۲۱مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "د کووېډ-۱۹ واکسین د تولید د ظرفیت په اړه غواړم ټینګار وکړم چې دا مهال په اروپايي ټولنه کې تر ۵۰ ډېرې ساحې لرو او اټکل کوو چې روان کال به د واکسین ۱۰ میلیارده ډوزه تولید شي. د لا وضاحت لپاره به ووایم چې تر وبا مخکې د ټولې نړۍ په سطحه د ټولو واکسینونو شا اوخوا ۵ میلیارده ډوزه تولید شوي وو، خو دلته موږ غواړو وښیو چې اروپا څنګه کولی شي په سختو شرایطو کې هم مقاومت وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې په ځینو غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس ضد واکسین پروسه پڅه روانه ده.

په عین حال کې ځینو هېوادونو د کرونا ضد واکسین ترلاسه کولو لپاره روسیې او چین ته لېوالتیا ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG