د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۸

د جاپان صدراعظم: هېڅکله د المپیک لوبې راته لومړیتوب نه‌لري

د جاپان صدراعظم یوشیدي سوګا
د جاپان صدراعظم یوشیدي سوګا

د جاپان صدر اعظم وایي، د توکیو د المپیک لوبو د ترسره کولو په خاطر باید خلک له خطر سره مخامخ نه‌کړي.

یوشیدي سوګا نن (د مې په ۱۰مه) وویل، هېڅکله د المپیک لوبې ورته لومړیتوب نه‌لري، بلکې په خبره‌یې له کرونا د خپلو اتباعو د ساتنې په فکر کې دی.

ټاکل شوې د توکیو د المپیک سیالۍ چې له مخکې نه یو کال ځنډېدلې دي، سږکال د جولاۍ له ۲۳مې د اګسټ تر ۸مې پورې ترسره شي.

په همدې حال کې په جاپان کې شوې یوه نظرپوښتنه ښيي چې د دغه هېواد شااوخوا ۶۰ فیصده خلک د المپیک لوبو د لغوه کولو غوښتنه کوي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، جاپان کې څه باندې درې لکه لاسلیکونه راټول شوي چې د المپیک لوبو مخنیوی وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG