د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د بهرني سرتیرو وتل؛ هشت صبح: حکومت سره د طالبانو جګړه د دې ډلې تېروتنه ده


ارشیف، ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال

د کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبان بیا واک ته رسېدل او په مبارکه روژه کې په لوګر ولایت کې موټر بم برید په اړه مقالې خپرې کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان له افغان حکومت سره جګره پیلوي دوی بریالي کېدای نه شي.

د ورځپاڼې په حواله، د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان او د طالبانو جګړه له افغان دولت سره د طالبانو تېروتنه ده او ان تر دې چې ښايي د دغې ډلې سیاسي حضور هم په راتلونکي کې کمرنګه کړي.

د سرمقالې لیکونکي وړاندې لیکلي چې افغان پوځ اوس مهال په ډېرو پرمختللو وسایلو سمبال دی ان تر دې چې اوس دغه پوځ له پخوا هم ډېر پیاوړی شوی ده.

د لیکوال په باور، له بهرنیانو وروسته که طالبان له افغان حکومت سره جګړې ته دوام ورکوي دغه جګره بیا خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او اسلامي نړۍ به هم د طالبانو دغه کار د دوی د ضعف یو غټ ټکي په ګوته کړي.

د مقالي لیکوال په پای کې لیکي چې د لوګر پېښه چا وکړه؟ که طالبانو نه وي کړې نو ولې نه یې ردوي او که یې کړي وي نو ولې بیا خلکو ته ځواب نه وايي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې بیا د لوګر ولایت وروستی موټر بم برید ته اشاره کړې.

لیکوال لیکلي، د لوګر په مرکز پل علم کې وروستی موټر بم برید په کور دننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي.

لیکوال دا برید وحشیانه عمل بللی او لیکلي یې دي چې دغه ډول حملې له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

ورځپاڼه لیکي:

د روژه ماتي پرمهال د دغه ډول حملې تکل هم نه شي کیدای، خو لیکوال لیکي چې د افغانانو دښمنانانو دا چاره هم ترسره او ټول انساني ارزښتونه یې تر پخو لاندې کړل.

لیکوال لیکي، په دې حمله کې ۲۶ روژه په خواله ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

لیکوال په دې اړه د اسلامي همکاریو سازمان خپره شوې اعلامیې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د ترورېزم په وړاندې جګړه کې ولاړ او مرستندوی دی او په ورته وخت کې یې بیا د سازمان په هغه اصولي او ثابت دریځ ټینګار کړی چې پرته له دې چې د ترورېزم اسباب او لاملونه په پام کې ونیول شي، د ترورېزم هر ډول او شکل په کلکه مردود دی.

لیکوال د دغه جملې په لیکلو سره خپله مقاله پای رسولې چې افغانان نور مه وژنئ.

XS
SM
MD
LG