د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

هېواد: افغانستان کې وژنې، جګړه او د پردیو موخو لپاره د ملت قرباني د زغملو نه‌ده


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جګړې له امله ملګي تلفاتو او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې د څرنګوالي په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې وژنې، جګړې او د پردیو د موخو لپاره د دغه ملت قرباني د زغملو نه‌ده.

وړاندې راغلي، لسیزې تېرې شوې، خو لا هم افغانان د پردیو د ناوړو موخو لپاره وژل کېږي، د پرمختګ مخنیوی یې کېږي او د سوله‌ییز او د پرمختللي ژوند له نعمته بې‌برخې کېږي.

لیکوال وړاندې لیکي چې دښمن یو ځل بیا د روژې په دې مبارکه میاشت کې افغانان د ویر او ماتم پر ټغر کېنول او پر عام ولس‌یې وحشت جوړ کړ.

د ليکوال په اند دښمن دا ځل په لوګر کې پر عامو افغانانو موټربم برید وکړ چې په دغه برید کې ټول بې‌ګناه او بې‌دفاع ملکي وګړي ووژل شول او شتمنۍ یې له خاورو سره خاورې شول.

د سرمقالې لیکونکی سپارښتنه کوي چې افغان ولس باید د دغه دښمن پر ضد یو لاس او یو موټی شي، ترڅو د دغه خونړي دښمن پر ضد غږ پورته کړي او هغوی پرېنږدي چې د خپلو ګټو لپاره د افغانانو راتلونکی وګواښي!

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپانې بیا په لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو په خپله نننۍ ګڼه کې روانو لاریونونو ته اشاره کړې.

په سرمقاله کې لیکوال د لوګر، پکتیا، کونړ او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو د خلکو غږ پورته کول د ملکي کسانو د خوندیتوب په برخه کې د راتلونکي لپاره یو ښه ګام یاد کړی.

لیکوال واړندې لیکي، د ولس بیداري هلته د لیدو وړ ده چې په ټولنه کې د نادودو کړنو او بې‌رویه وژنې په تړاو سړکونو ته راووځي او له خپل حقه حقوق څخه په کلکه دفاع وکړي.

په دې مطلب کې لیکوال وړاندې لیکلي چې ولس باید پخوا ورته حرکتونه پیل کړي وی، خو اوس هم ناوخته نه‌ده او د ولس یووالی او وحدت کولای شي روان کړکېچن حالت ته یو مناسبه د حل لاره پیدا شي.

لیکوال په پای کې له افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ولس سره په څنګ کې ودرېږي او روانو نابرابریو ته غاښ ماتوونکی ځواب شي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ په تېرو ۲۰ کلونو کې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو بېرته لاهو کېدو ته اندېښنه څرګنده کړې.

دغه ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د مې درېیمه چې د مطبوعاتو نړۍواله ورځ ده، ته په اشارې سره لیکلي، د بیان ازادي چې سره کرښه ده باید په زیړې کرښې بدله نه‌شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په داسې حال کې چې بهرنیان له افغانستان د وتلو په حال کې دي او جګړې هم زور اخیستی، د ملکي تلفاتو ترڅنګ باید د افغانستان تېرو لاسته راوړنو ته چې یو يې هم د بیان ازادي ده، جدي پاملرنه وشي.

په سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې چې که بهرنیان له افغانستانه ووځي او جګړه همداسې دوام وکړي د بیان ازادۍ برخلیک نامعلوم دی او دا به ډېره ګرانه وي چې دغه ستره لاسته راوړنه له لاسه ووځي.

د مقالې لیکوال د بیان ازادۍ ارزښت ته په اشارې سره لیکلي چې ترلاسه شوي ارزښتونه باید په دومره اسانۍ سره له لاسه ورنه‌کړل شي.

XS
SM
MD
LG