د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۳

"چین او روسیه د کرونا ضد لویدیځو واکسینونو په اړه ناسم معلومات خپروي"

ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغ
ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنه وایي، چین او روسیه د کرونا ضد لویدیځو واکسینونو په اړه ناسم معلومات خپروي او دولت په ملاتړ د خپل وکسین دودولو ته هڅه کوي.

د اروپایي ټولنې یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) خپور شو راغلي، د " واکسین دا ډيپلوماسي" د دغې ټولنې موسسو او لویدیځو واکسینونو ته زیان اړوي.

د اروپایي ټولنې په راپور کې راغلي، روسي رسنۍ، چارواکي او شرکتونه د سپوټنیک وي واکسین لپاره تبلیغات کوي او ورته وخت کې له دښمنۍ ډک پيغامونه ورکوي چې لویدیځ د دوی د دغه واکسین د تخریبولو هڅه کوي.

په راپور کې راغلي، چین هم په دې پلمه خپل واکسین دودوي چې وایي، د دوی واکسین مخ پر ودې هېوادونو او د بالکان لویدیځو هېوادونو ته مناسب دی.

اروپایي ټولنه وایي، چین د لویدیځو هېوادونو د واکسینونونو په تړاو منفي تبلیغات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هنګري چې د اروپایي ټولنې غړی دی د روسیې او چین تولید شوی واکسین کاروي او جرمني او اتریش هم ویلي چې له مسکو سره په همدې تړاو خبرې کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG