د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۱

ستراتېژېست خپرونه: افغانستان هغه ځای چې مغرورې امپراطورۍ په‌کې سر خوري

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونه لیکي، افغانستان پنځه لسیزې مخکې د نړۍ د لویو قدرتونو له مداخلې پرته د نن ورځې په پرتله خورا ښې لارې ته لوېدلی و، خو د ډیموکراسۍ لسیزې یې ډېر عمر ونه‌کړ.

فارین پالېسي لیکي، اوس چې امریکایي او د ناټو ځواکونه له دې هېواده وتلو ته تیاری نیسي، ډېری د پاخه عمر لرونکي افغانان هغه وخت په یاد راوړي چې دوی یې یوه ځلانده دوره بولي، هغه وخت چې په افغانستان کې یوه نسبتاً عصري ډیموکراسي د متحده ایالاتو یا کوم بل ستر ځواک له مداخلې پرته په خپله جوړه شوې وه.

لیکوال د ظاهرشاه د واکمنۍ د هغې ۱۰ کلنې دورې یادونه کوي چې په ۱۹۶۳ کال کې پیل شوه او لیکي، په دې دوره کې ظاهرشاه د ډیموکراسۍ پر لور لوړ ګامونه اوچت کړل، نوی اساسي قانون‌یې تصویب کړ چې د هغه د کورنۍ واک‌یې محدود، خو خلکو ته‌یې د فکر، بیان او راټولېدو ازادي خوندي کړه.

لیکوال وړاندې لیکي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د انتخاباتو له لارې د یوه مډرن پارلمان لپاره د غړو ټاکل پیل او په سیاسي ډګر کې ستر بدلونونه رامنځته شول، خو د ډیموکراسۍ لسیزې ته په ۱۹۷۳ کال محمد داوود خان د یوې سپینې کودتا له لارې د پای ټکی کېښود او د جمهوریت په اعلانونو سره‌یې ځان د لومړني جمهور رئیس په توګه ثبت کړ.

دا چې واک ته د داوود خان تر رسېدو وروسته پنځو لسیزو کې څه پېښ شول فارین پالېسي خپرونه وړاندې ځینو مهمو پېښو ته ځغلنده کتنه کوي او د لیکنې پای داسې رانغاړي: یو شمېر کسان له ځانه دا پوښتنه کوي چې که د موسی شفیق (د ظاهر خان د وخت صدراعظم) په څېر کسان اعدام شوي نه‌وی، یا کمونېستي کودتا شوې نه‌وی، افغانستان به نن ورځ په څه ډول موقعیت کې و؟ که افغانستان د سړې جګړې قرباني شوی نه‌وی ایا د خپلې راټوکېدلې ډیموکراسۍ پر لاره به بریالی شوی وی؟

  • ستراتېژېست خپرونه

افغانستان، هغه ځای چې مغرورې امپراطورۍ په‌کې سر خوري، استرالیایۍ ستراتېژېست خپرونې تر دې سرلیک لاندې د مطلب په یوه برخه کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو د تېرو نږدې ۲۰ کلونو هڅو ته په اشاره لیکي، متحده ایالات د اروپایي ملاتړو ترڅنګ په افغانستان کې د ۱۰۰ زره سرتېرو او د کلني ۱۰۰ میلیارده ډالرو په لګولو سره ونه‌توانېد چې د ۲۰ زرو نه تر۲۵ زرو پورې طالبان مات کړي.

د لیکوال په باور د لوېدیځ د دغو ۲۰ کلونو وینې تویېدو او لګښتونو سره سره هېڅوک په ډاډه دا خبره نه‌شي کولای چې د افغانستان دولت او پوځ به د طالبانو په وړاندې جګړې لپاره یو مناسب ځواک وي.

وړاندې د ستراتېژېست په لیکنه کې لولو چې پر نیویارک د ۲۰۰۱ کال ترورېستي برید پر ګراونډ زیرو مشهور شو، خو هغه د افغانستان لپاره د صفر کال نه‌و.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په وړاندې د لوېدیځ پالېسیو دا هېواد له خپل تاریخي مسیر او جغرافیې څخه بې‌لارې کړ، خو له تاریخي پلوه د افغانستان برخلیک اکثراً د دې هېواد جغرافیایي موقعیت ټاکلی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG