خبرونه
د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم ترسره شول
د هالیووډ سینما د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم بېګا ترسره شول.
انتوني هاپکنز د غوره فلمي لوبغاړي اوارډ وګاټه. دغه ۸۳ کلن فلمي لوبغاړي په پلار (The Father) فلم کې د لوبېدو په خاطر دا جایزه واخیسته. د فلم داستان په دې څرخي چې څنګه یو سړی د عمر په تېرېدو د خپلې لور له هر ډول مرستې ډډه کوي.
په ښځینه لوبغاړو کې بیا فرانسس مکدورماند د غوره لوبغاړې اوارډ وګاټه. هغې په نومادلند فلم کې اصلي رول لوبولی دی.
د دې فلم کیسه د هغې ښځې په ژوند څرخي چې د خاوند تر مړینې وروسته بېکوره او سرګردانه کېږي. د همدغه فلم ډایرکترې کلوی ژاو هم چې په خټه چینايۍ ده د غوره ډایرکترۍ اوارډ وګاټه.
د اوسکار معتبره فلمي اوارډونو مراسم بېګا په لاس انجلس کې وشول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلاماباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي
داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلاماباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.
ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.
همداراز لسګونه پولیس له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.
پرون پهداسې حال کې چې د اسلاماباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.
د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلاماباد کلابند کړی او مظاهرهچیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
طالبانو په يوشمېر ولايتونو کې محلي ښوونځي تړلي
راپورونه وايي چې، طالبانو د هېواد په ځینو ولایتونو کې هغه سیمهيیز ښوونځي بند کړي دي، چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته یې فعالیت کاوه.
سرچینې وايي، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې دا سیمهيیز ښوونځي د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د امر پر اساس تړل شوي دي.
یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو شورا، نړیوال بانک او یوشمېر نورو نړیوالو مؤسسو د دې ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه سیمهيیز ښوونځي تمویلول.
د طالبانو چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو مخکې لهدې هم په کندهار کې یوشمېر سیمهيیز ښوونځي چې نړیوالو مؤسسو تمویلول، بند کړي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومنرایټسواچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.
په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېبپاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.
په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونهلري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.
له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو ارتقاع ځنډول شوې
جنرال کریستوفر دوناهو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروستی امریکايي پوځي وو چې، الوتکې ته وخوت او پهدې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې شل کلن حضور رسماً پای ته ورسېد.
رویټرز ته پرون د امریکا دفاع وزارت ویاندې سبرینا سنګ ویلي، د جنرال دوناهو د ارتقاع د ځنډېدو په مسئله باندې خبر دي.
د راپورونو لهمخې د امریکا جمهوريپاله سناتور مارکوین لیون د جنرال کریستوفر ارتقاع ځنډولې.
جنرال کریستوفر تورن جنرال دی او د امریکا ولسمشر جوبایدن وړاندیز کړی چې ستر جنرالۍ یا څلور ستوریز جنرال ته ارتقاع وکړي او اروپا او ختیځه افریقا کې د امریکا د پوځ قومانده په لاس کې واخلي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او متحدینو یې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو په پروسې کلکې نیوکې کړي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملین به تعقیب کړي او منفک کړي.
پاکستاني پوليسو پر مظاهرهچيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د راپورونو لهمخې سهشنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهرهچیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.
لږ تر لږه د یوه مظاهرهچي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهرهچیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د مظاهرهچیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.
د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهرهچیانو سره په اخ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.
د سهشنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهرهچیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.
د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلاماباد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
د طالبانو د پوهنې وزير: تر شپږم ټولګي مو د نوي تعليمي نصاب کار بشپړ کړی
د طالبانو د پوهنې وزیر پرون په خوست ولایت کې وویل چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.
مولوي حبیبالله اغا چې د زدهکوونکو د کلنیو ازموینو د بهیر د کتلو لپاره خوست ته تللی و، د نوي او پخواني تعلیمي نصاب د توپیر په اړه وویل، په نوي کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.
تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشاهیرو لکه غازي امانالله خان په اړه معلومات حذف کړي او په نصاب کې یې دیني برخه دومره زیاته کړې چې د مدرسې او ښوونځي توپیر په ګرانه شي.
خو د طالبانو د پوهنې وزیر پهدې اړه ډېر جزیات څرګند نهکړل.
يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي
د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.
د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.
خو لهدې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.
د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.
تر اوسه دا نهده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي کهنه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.
ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.
یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.
کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه کېږي
د افغانستان، او پاکستان د کرکټ د نولسکلنو لوبډلې نن (سهشنبې) د درې هېوادیزو سیالیو په پایلوبه کې مخامخ کېږي.
افغانستان پهدې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله.
له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آیپيایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضلحق فاروقي او عظمتالله عمرزی واخیستل شول.
عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه او فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې واخیست.
تر دې یوه ورځ وړاندې رحمنالله ګوربز د کلکتهنایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.
راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې د آیپيايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.
ټاکل شوې نن د اتلانو جام افغانستان ته يووړل شي
ټاکل شوې ده چې د اتلانو جام (چمپینزټراپي) نن (سهشنبې) افغانستان ته یووړل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ پرون پهدې اړه وویل چې، دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو مخکښو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به د افغانستان نورو تاریخي سیمو ته د نندارې لپاره ولېږدول شي.
کرکټ بورډ نهدي ويلي چې دا ټراپي به د افغانستان په کومو تاریخي سیمو او ولایتونو کې نندارې ته کېښودل شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې ده او په پلان کې ده چې دغه جام د نوي ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې پیل شي.
که څه هم د هندوستان او پاکستان د خپلمنځي جنجالونه له امله لا هم د چمپینز ټراپۍ بشپړ مهالوېش نهدی اعلان شوی، خو افغانستان به په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره سیالۍ وکړي.
د ویلو ده چې یاده ټراپي په لومړي ځل په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوه او تر افغانستان وروسته به بنګلهدېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره سفرونه وکړي.
حکمت خليل کرزي او د يوشمېر هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په دوحه کې یې د څو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې له افغانستان سره د دوامداره تعامل د امکاناتو په اړه خبرې کړي دي.
حکمت خلیل کرزي پرون (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د بریتانیا د سفیر په کوربهتوب پهدې کتنه کې د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ استازو ګډون کړی و.
حکمت خلیل کرزي تر دې وړاندې په استانبول کې له یوشمېر نورو افغان سیاستوالو سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلامشورې کړې وې.