سره له دې چې د کابل ښار ځیني د ګذر يا سیمې وکیلان له نشهيي موادو سره مبارزه کوي، خو بیا هم د کابل ښار په ځینو سیمو کې نشهيي مواد په ښکاره خرڅېږي او مافیايي ډلې یې د مبارزې په برخه کې خنډونه جوړوي.
- دا چې دا خنډونه څه دي؟
- د محل وکیلان له څه ډول ستونزو سره مخ دي؟
- خلک څه وکړي چې د خپلو سیمو د وکیلانو په مرسته د نشهيي موادو د خرڅلاو مخه ونيسي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال د کابل ښار د نهمې ناحیې له وکیل عبدالمجیب صافي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې د سیمې خلک د نشهيي موادو په برخه کې خپلې څه ډول ستونزې له دوی سره شریکوي؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: