د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د درملو اداره: د 'جانسن اېنډ جانسن' ګټې د هغه د ګواښ پرتله ډېرې دي


د جانسن اېنډ جانسن واکسین
د جانسن اېنډ جانسن واکسین

د اروپا د درملو د تنظم اداره وایي، د جانسن اېنډ جانسن واکسین او د وینې د کلکېدو ترمنځ ډېره ( وړه احتمالي) اړیکه شته.

دغه اداره ټینګار کوي چې د کرونا ضد دغه واکسین ګټې د هغه د احتمالي ګواښ پرتله ډېرې دي.

د اروپا د درملو ادارې دا اعلان پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وکړ، خو متحده ایالاتو کې لا تر اوسه په دې تړاو ارزونه نه ده بشپړه شوې.

اروپایي ټولنې د مارچ میاشتې په درېیمه جانسن اېنډ جانسن واکسین ته اجازه ورکړه، خو تر اوسه اروپایي هېوادونو په عملي ډول دغه واکسین نه دی پیل کړی.

اروپایي ټولنې په تېره مارچ میاشت کې د اسټرازینیکا واکسین په تړاو هم ویلي و چې د احتمالي زیان پرتله یې ګټې ډېرې دي.

XS
SM
MD
LG