افغانستان
روغتیا وزارت: د پولیو واکسین په اړه طالبانو سره خبرې روانې دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته له طالبانو سره خبرې روانې دي چې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین لګولو کمپاین ته اجازه ورکړي.
دغه وزارت کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ ازادي راډیو ته وویل:"له وسله والو طالبانو سره زموږ د خبرو لړۍ جاري ده. څو هغوی په دې قانع کړو چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې کور پر کور د واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي. البته دغه لړۍ د ملګرو ملتونو ادارو او په سیمو کې زموږ د ټولنې د مخورو، مشرانو او دیني عالمانو له خوا روانه ده."
ښاغلی راسخ وايي، د ګوزڼ ضد واکسین په هر کمپاین کې شااوخوا ۳ میلیونه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې پاتې کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوی په هلمند، کندهار او ارزګان کې د کور پر کور واکسین کمپاین مخه ځکه نیولې وه چې د ده په خبره له دغه کمپاینه د استخباراتي فعالیتونو په هدف کار اخېستل کېده.
مجاهد وايي، دوی اوس هڅه کوي چې له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.
د ګوزڼ ضد واکسین تازه کمپاین چې په ۳۲ ولایتونو کې عملي شو، تېره جمعه پای ته ورسېد. په دایکنډي او بامیان کې دغه کمپاین د هوا د خرابوالي له کبله عملي نه شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سیلابونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د جمعې او شنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دهوا پیژندنې ریاست د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزني، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونوکې به ، د سالنګونو په شمول باران وشي.
د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.
دهوا پیژندنې اداره زیاتوي چې د سالنګ په ګډون په ختیځ، سویلي، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د ګړندیو بادونو او دوړو احتمال هم شته، چې سرعت به یې په مختلفو ځایونو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې وي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
د اختر په ورځو کې لسګونه کسان په ترافیکي پیښو کې مړه شوي دي

د طالبانو د حکومت د ټرافیکو ریاست وايي چې د لوی اختر په رخصتیو کې یې په ټول افغانستان کې له ۱۱۷ څخه زیاتې ترافیکي پیښې ثبت کړې دي.
دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې اعلامیه کې وویل چې په دې پیښو کې ۴۳ کسه مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په مړو کې ۳۱ نارینه، دوه ښځې او لس ماشومان شامل دي.
د پیښو په ټپیانو کې ۱۲۳ نارینه، ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان شامل دي.
دترافیکو ریاست دا پیښې د موټر چلولو پرمهال د خلکو بې احتیاطي ته منسوب کړې.
د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي عوامل ګڼل کیږي.
بدخشان کې سیلابونو مالي زیان اړولی دی

بدخشان کې پرونیو سیلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي خودځاني تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل سوی.
مولوي محمد اکرم اکبري بدخشان کې دطبیعي حوادثو په وړاندې دمبارزې رئیس خبریالانو ته وویل چې د تیشکان ، خاش او تګاب ولسوالیو کې کورونو ، سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو ، او عام المنفعه ځایونو ته زیان اوښتی دی او لسګونه څاروي مړه سوي دي.
مولوی اکبري زیاتوي چې ابتدایي رپوټونه یې ترلاسه کړي کیدای شي زیانونه تردې هم پراخ وي او د زیانونو د دقیقې اندازې دمعلومولو لپاره د سروې دوه ټیمونه سیمې استول شوي دي.
طالبانو له ازبکستان سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړې ده

د طالبانو حکومت د تاشکند د څلورم نړیوال کنفراس په څنډه کې له ازبکستان سره سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس وايي، دا هوکړه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لعزیز قدرتوف ترمنځ لاسلیک شوې ده.
دغې اژانس د هوکړه موخه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې، د تعرفو راکمیدل او په دواړو هېوادونو کې بازارنونو ته اسانه لاسرسی یاد کړی دی.
د پانګونې نړیوال کنفراس چې هرکال په تاشکند کې جوړیږي، د شاوخواو سلو هېوادونو ولسمشران، وزیران او نورو لوړپورې چارواکي په کې ګډون کوي.
که څه هم ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري خو د دوی حکومت يې په رسیمت پیژندلی نه دی.
د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف: د داعش عملیاتي وړتیاوې او مالي سرچینې باید وځپل شي

د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف یوځل بیا د اسلامي دولت ډلې یا داعش په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
د دغه ایتلاف په غونډه کې ویل شوي چې اروپا او متحده ایالتونو ته د داعش د ګواښونو له غځېدو مخکې باید د دغې ترهګریزې ډلې عملیاتي وړتیاوې، مالي سرچینې او د جلب او جذب هڅې وځپل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یو ورځنۍ غونډه پرون سه شنبه ( د غبرګولې ۲۰) د اسپانیې په کوربه توب په مادرید کې جوړه شوې وه.
غونډه کې د بشارلاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته په سوریه کې د داعش په ګواښونو تمرکز شوی دی.
د داعش ګواښونه په افغانستان او پاکستان کې هم موجود دي، خو په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.
د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدنې بهیر نن پيل شو

له سعودي څخه د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدو بهیر پيل شو.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبه دغه خبر پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.
لومړني پراوز کې ۳۶۰ حاجیان نن سهار کابل ته رسیدلي دي.
سږ کال شاوخوا دیرش زره افغانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
په ایران کې د افغان کډوالې کبرا رضایي وژلو ته د غبرګونونو دوام ( عاملان یې باید اعدام شي)

په ایران کې د یوې افغان کډوالې کبرا رضایي وژنې ته د غبرګونونو په لړ کې د ازادۍ فانوس په نوم یوه خوځښت د دې پیښې د بیړنۍ، رڼې او بې پلوه څيړنې غوښتنه کړې ده.
دغه خوځښت نن چهارشنبه ( د غبرګولي ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قتل عاملان باید وپیژندل شي او له کوم مصونیت پرته باید اعدام شي.
په خبرپاڼه کې دغه وژنه جنایت او د بشري حقونو ښکاره نقض بلل شوی دی.
د هنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو د ملاتړ یوه بنسټ تازه راپور ورکړ چې د کبرا رضایي ټوټه شوی جسد د غبرګولي په ۱۳مه د تهران په پیشوا سیمه کې په کثافاتو کې موندل شوی دی.
د هنګاو په خبره دغه نجلۍ د جسد تر موندل کېدو یې پنځوس ورځې مخکې کار ته د تلو پر مهال اختطاف او تري تم شوې وه.
تراوسه چا یا کومې ډلې د هغې د وژنې مسولیت نه دی منلی.
ایران کې میشتو افغان کډوالو هم دا وژنه له دوی سره د سیستماتیکې بې عدالتۍ یوه بیلګه یاده کړې ده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له سوریه څخه صفر د یو پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا لوبه چې پرون د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې په سعودي عربستان کې وشوه، د سوریې ټیم واتونیده چې د افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.
دا لوبه د اسیايي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې ترسره شوه.
له دې وړاندې افغانستان له میانمار څخه یو د دوه پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بله لوبه به له پاکستان سره د میزان میاشتې په ۱۷مه نیټه ترسره شي.
د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر نجیب الله ایوبي وفات شوی دی

د افغانستان د پاورلفټنګ او پیاوړو سړیو د فدراسیون مشر نجیب ایوبي وفات شوی دی.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن سه شنبې د ایوبي د زوی ساحل ایوبي په حواله دا خبر ورکړی دی.
ساحل ایوبي ویلي، پلار يې پرون شپه د زړه حملي له کبله د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
۴۷کلن نحیب الله ایوبي له څو کالونو راهیسې د افغانستان د پاورلفټنګ فدرسیون مشر و.
د افغان کډوالو په زرګونو کورنۍ په وروستیو کې له ایران او پاکستانه ستنې شوې

ایران او پاکستان د شاوخوا پنځلس ورځو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو تر شپږ زره درې سوه ډیرې کورنۍ ستنې کړې دي.
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی، چې د جوزا له لسمې تر نولسمې نیټې پورې له ایران څخه پنځه زره پنځه سوه او له پاکستان څخه اته سوه شل کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي.
د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجرانې ویلي دي، چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال اېستل کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني په وینا خبر ورکړی دی چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال ایستل کیږي چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د ایراني مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې بیا شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ځیني یې د اوسیدو قانوني اسناد لري او یوشمیر یې په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.