د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۷

نړۍ

امریکا: د ایران کاري ډله بېرته خپلې خبرې پيلوي

د امریکا او ایران ګډ بیرغونه
د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران کاري ډله بېرته خپلې خبرې پيلوي.

د دغه وزارت ویاندې جالینا پورتر د جمعې (د وري ۲۰مه) په ماښام وویل، واشنګټن تمه لري چې دا ډله راتلونکې اوونۍ خپل کار پيل کړي.

دې وویل، اوس مهال د دواړو هېوادونو پلاوي د مشورو لپاره خپلو پلازمېنو ته بېرته ګرځیدلي دي.

د امریکا او ایران د اټمي خبرو منځګړیتوب په اټمي تړون کې ښکېل اروپایي او د نړۍ نور ستر قدرتونه کوي.

د نړۍ له شپږو پياوړو هېوادونو سره د ایران اټمي موافقه ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوه، خو د امریکا پخوانی ولسمشر ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سعودي عربستان د حوثیانو له برید وروسته د تېلو نل‌لیکه بنده کړه

سعودي عربستان د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې د نفوذ د پراخېدو او د عراق له خاورې تېلو پر مهمې نل‌لیکې د بې پېلوټه الوتکو له برید وروسته خپله یوه مهمه نل‌لیکه په موقتي توګه بنده کړې ده.

د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، نل‌لیکه د احتیاطي تدابیرو لپاره تړل شوې ده. دا نل‌لیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول.

رویټرز خبري اژانس نن (شنبې) راپور ورکړ چې هم بغداد او هم ریاض منلې چې پر نللیکې د عراق له خاورز برید شوی دی.

د عراق صدراعظم د خپل هیواد په جنوب کې د میسان ولایت د پوځي عملیاتو قوماندان د دې برید په خاطر له دندې ګوښه کړ.

د عراق دا ولایت له ایران سره پوله لري.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې ایران پلوه حوثیانو په سره سمندرګي کې خپل حضور او کنټرول پراخ کړی او د راپورونو له مخې د باب‌المندب په خوله کې یې ستراتیژیک ټاپو، پریم هم نیولی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، پر نل‌لیکې برید او د پریم ټاپو نیول په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو نښې دي او د انرژۍ پر نړیوال بازار یې هم فشار زیات کړی دی.

د بلاروس ولسمشر: اوس پر امریکا پوتاشیم لرونکې مالګه پلورو

په بلاروس کې یوه کارخونه، په نړۍ کې د پوتاشیم لرونکې مالګې یو له سترو تولید او صادروونکو هېوادونو
په بلاروس کې یوه کارخونه، په نړۍ کې د پوتاشیم لرونکې مالګې یو له سترو تولید او صادروونکو هېوادونو

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، هېواد یې اوس پوتاشیم لرونکې مالګه چې د کیمیاوي سرې په جوړولو کې کارېږي، پر امریکا پلوري.

د بلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» دا خبر خپور کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د ډېرو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا له بندیزونو سره مخ دی، خو له امریکا سره‌یې اړیکې تېر کال، د څو سیاسي بندیانو له خوشې کېدو وروسته، یو څه ښې شوې دي.

امریکا د بلاروس له لوري د یوه سیاسي بندي له خوشې کېدو وروسته د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې پر بلاروس به د پوتاشیم لرونکې مالګې بندیزونه لغوه کړي.

پوتاشیم لرونکې مالګه د کیمیاوي سرې له مهمو موادو څخه ده.

انتونیو ګوتیرش: په امریکا د سپتمبر د یولسمې بریدونه «پر بشریت برید» و

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ، ارشیف
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ، ارشیف

د ملګرو ملتونو سرمنشي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دغه بریدونه «پر بشریت برید» وبلل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کره.

انتونیو ګوتیرش دهغو ژغورونکو د زړورتیا ستاینه هم وکړه چې له بریدونو وروسته هغه مهال سمدلاسه دخلکو مرستې ته ورغلل.

۲۵ کاله مخکې ، د القاعده شبکې لخوا دغو تروریستي بریدونو کې چې دامریکا تاریخ یې بدل کړ هغه مهال شاوخوا ۳ زره کسان ووژل شول.

هغه مهال د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ او واشنګتن کې دامریکا دفاع وزارت په ودانۍ بریدونه وشول. یوه بله الوتکه مخکې لدې چې هدف ته ورسیږي د پنسلوانیا په ایالت کې نسکوره شوه.

په دغو بریدونو کې د القاعده شبکې ۱۹غړو چې ۱۵ کسه یې د سعودي عربستان اتباع وو لاس درلوده.

په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسېده.

په نړیوالو بازارونو کې تیلو بیه په تیرو درې نیمو میاشتو کې ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله

تاجران په نیویارک کې د اسهامو  د بازار په ودانۍ کې د کار په مهال ، ارشیف
تاجران په نیویارک کې د اسهامو د بازار په ودانۍ کې د کار په مهال ، ارشیف

د نړۍ په کچه د نفتو د بیو د لوړېدو په دوام کې ، د پنجشنبې په ماښام، د وږي ۱۹مه، د دې ستراتېژیک توکي بیه په تېرو درې نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.

د برېنټ نفت بیه د امریکا د بازار د پای معاملاتو کې هربیرل تر ۱۰۹ ډالرو او ۹۷ سېنټو پورې لوړه شوه، خو د اسیا د بازارونو د معاملاتو پیل سره یوڅه بېرته راکمه شوه او د جمعې په سهار تقریبا ۱۰۵ ډالرو ته ورسیدله.

د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د نفتو بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

په یمن کې د کورنۍ جګړې شدت او د حوثیانو له خوا د بندرونو او ستراتېژیکو ټاپوګانو د نیولو لورته پرمختګ، چې موخه یې د باب‌المندب تنګي کنټرولول دي، او په ورته وخت کې د دې ډلې له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، په وروستیو ورځو کې د نفتو د بیې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دغو تحولاتو ترڅنګ، د امریکا او ایران ترمنځ پر یو بل د بریدونو دوام هم د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړي دي چې امکان لري د نفتو په سمندري انتقال کې اختلالات دوام ومومي.

د سپټمبر د ۱۱مې له برید ۲۵ کاله وروسته؛ له امریکا تر افغانستانه د جګړو پیل

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول

نن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله پوره کېږي.

دغو بریدونو چې په امریکا کې شاوخوا ۳ زره ملکي وګړي په‌کې ووژل شول د دغه هېواد تاریخ‌یې بدل کړ.

له نن ۲۵ کاله وړاندې د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ودانۍ په نښه شول.

یوه بله الوتکه هم له دې مخکې چې خپل هدف ته ورسېږي، په پنسلوانیا کې راوغورځول شوه.

د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په ودانیو کې زرګونه امریکايي وګړي ووژل شول.

په دغو بریدونو کې د القاعدې شبکې ۱۹ غړو لاس درلود چې ۱۵ تنه‌یې د سعودي عربستان اتباع و.

امریکا د دغو بریدونو مسؤله د ترهګرې ډلې القاعده وبلله.

په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو د هغه مهال د حکومت تر ملاتړ لاندې اوسېده.

امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه د طالبانو مخالفت د دې لامل شو چې د هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې پر طالبانو د پراخو بریدونو پلان جوړ کړي.

د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو پنځه کلن رژیم نسکور کړ، خو اسامه بن لادن چې څو کاله پټ و د کلونو لپاره بالاخره د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا ووژل شو.

د بخښنې سازمان: روسیه په زور او چل‌ول د اوکراین جګړې ته سرتېري جذبوي

ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري
ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وايي، روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی او دا بهیر په ډېرو مواردو کې د «انسان قاچاق» ګڼل کېدای شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» یې خپور کړ، وايي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بندي‌خانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.

په دغو کسانو کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل و.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له مرکه شویو کسانو څخه یوازې درې تنه هغه مهال چې قرارداد یې لاسلیک کاوه په دې خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي.

ځینو نورو ویلي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو ژمنې ورکړل شوې وې، خو دغه ژمنې په بشپړه توګه عملي نه‌شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دغو مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ډېرې دغه پېښې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول د تعریف له مخې د انسان قاچاق ګڼل کېږي.

امنسټي انټرنشنل وايي چې په روسیه کې یې د څېړنو د ترسره کولو امکانات ځکه نه‌درلودل چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې یې په دغه هېواد کې په فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځ‌پړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځ‌پړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.

ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.

ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.

بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ

د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام
د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام

د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.

پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.

بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.

اسرائیلو په غبرګون کې په بیت‌المقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویان‌یې اسرائیلو ته ممنوع‌الدخول اعلان کړي دي.

د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

ارشیف، د سوریې امنیتي سرتېري
ارشیف، د سوریې امنیتي سرتېري

د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.

د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.

په نړۍ کې د تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته لوړه شوه

په منځني ختیځ کې د شخړو او د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو له زیاتیدو سره په نړیوالو بازارونو کې د اومه تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته رسیدلې ده.

په اسیايي بازارونو کې د برېنټ تېلو د یوه بیرل بیه ۹۹ ډالره او ۶۳ سېنټو او د امریکا د وېسټ ټېکزاس د انټرمیډیټ تېلو د یوه بیرل بیه هم نږدې ۹۵ ډالرو ته رسیدلې. دا په نږدې دوو میاشتو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.

د یمن د کورنۍ جګړې پراخوالی او د یمن د حوثیانو له‌ خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه په نړۍ کې د تیلو د بیو د پام وړزیاتوالي مهم لاملونه بلل کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG