د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

مسیر: ګواکې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه یوه طرحه نه‌ورځي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ملي مصالحې عالي شورا له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي، د جمهوریت استازي به د استانبول غونډې ته له یوې طرحې سره ورځي.

وړاندې راغلي چې په دې طرحه کې به اوربند او د جګړې بشپړ او دایمي پای، د بشري حقونو ارزښتونه او د وګړو اساسي حقونه، د سیاسي نظام جوړښت او عادلانه ګډون له شاملو مسایلو وي.

د لیکوال په وینا چې لاهم دغه طرحه نه‌ده بشپړه شوې او په دې اړه جوړ شوی کمېسیون اړ دی څو د جمهوریت له حوزې ٣٠ بېلابېلې طرحې چې د سیاسي ګوندونو او څېرو له لوري ورسپارل شوي وڅېړي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې د سولې دغه طرحه کوم پټ سند نه‌دی او باید تر استانبول ناستې وړاندې یې جزئیات له خلکو سره شریک شي.

د ورځپاڼې په وینا، که د طرحې جزئیات له وړاندې له خلکو سره شریک شي، نو دا به د جمهوریت حوزې سره مرسته وکړي څو د خلکو له نظریاتو او غوښتنو سره په استانبول ناسته کې ګډون وکړي.

  • مسیر

خو مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ګواکې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه یوه طرحه نه‌ورځي، بلکې څو طرحې به وي، حکومت به له وخت وړاندې د ټاکنو طرحه وړاندې کړي او عبدالله به د سولې انتقالي حکومت طرحې ته نږدې یوه طرحه وړاندې کوي او ځیني نور سیاستوال به هم طرحې ولري.

د لیکوال په وینا، اوس‌مهال ډېرې طرحې جوړې شوي او له دې ډلې یې ۳۰ هغه د مصالحې له عالي شورا سره شریکې شوې هم دي.

خو ورځپاڼې لیکلي، که له کابل څخه د ترکیې غونډې ته څو طرحې ورځي او غږ واحد نه‌وي، نو نه‌یوازې دا چې د دې اړخ پر دریځ به منفي اغېز وکړي، بلکې د سولې پروسه به هم له ستونزو سره مخ کړي.

خو ورځپاڼې د دغو اندېښنو په ځواب کې، د مصالحې عالی شوار څرګندونې اخیستي چې متفاوتې طرحې ارزوي او له ټولو څخه به یوه داسې ګډه طرحه راوباسي چې هم معقوله وي او هم‌یې ټول اړخونه ومني.

د لیکوال په وینا، داسې نه‌ښکاري چې ټول اړخونه به واحد غږ پیدا کړي او یا دې ارګ د مصالحې د عالي شورا په غوښتنه له خپلې طرحې او دریځ څخه تېر شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د ترکيې غونډې ته د چمتووالي خبره کړې او لیکلي چې د ترکيې غونډې ته تياری روان دی، خو لا تر اوسه د دغې غونډې د اجنډا، نېټې او ګډونوالو په اړه وروستی توافق نه‌دی شوی.

خو وړاندې په سرليکنه ټینګار شوی که هره طرحه جوړېږي او وړاندې کېږي بايد د دغه بهير ټول کورني او بهرني اړخونه په‌کې راونغاړل شي او له دې پرته به هېڅ ډول طرحه په عمل کې پلې کېدای نه‌شي.

د لیکوال په وینا افغانان بايد په دا شان حساسو شرايطو کې ډېر هوښيار وي او د سولې په اړه چې هر ګام پورته کوي او هره پرېکړه کوي، بايد لویې ګټې په پام کې ونيسي.

XS
SM
MD
LG