د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

مسیر: د سولې طرحې باید له سولې سره مرسته وکړي او د یو بل د چپه کولو هڅه ونه‌شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د استانبول ناستې ته د یوې طرحې وړاندې کول په دې معنی نه‌ده چې دا یوازنۍ لاره ده او بله هېڅ لاره نه‌شته.

خو لیکوال ټینګار کړی چې د سولې لپاره د دې طرحې په ګډون، ټولې طرحې باید هر اړخیزې وارزول شي او هغه طرحه چې معقوله او عملي وي، باید ومنل شي.

د لیکوال په اند طرحه باید داسې وي چې له سولې سره مرسته وکړي او د یو بل د چپه کولو هڅه ونه‌شي.

ورځپانې ټینګار کړی، که خبره رښتیا د هر ډول قربانۍ وي، د هر ډول قربانۍ یوه لاره همدا ده چې پر متفاوتو طرحو کار وشي او تر ټولو معقوله او علمي طرحه چې ګواښونه کموي او د سولې چاره یقیني کوي، باید وټاکل شي او عملي شي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې د ترکيې ناستې په تړاو لیکلي چې طالبان لاهم هڅه کوي چې د دوحې د غونډو په څېر دلته هم وخت ضايع کړي او د زور او تاوتريخوالي له لارې واک ترلاسه کړي.

وړاندې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوی رياست اندېښنې را اخیستل شوي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې په لويو ښارونو کې تاوتريخوالی ډېر کړي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې افغان دولت به په هېڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه‌کړي.

وړاندې سپارښتنه شوې چې د ترکيې غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، افغانان او نړيواله ټولنه په دې غونډه کې وروستيو لاسته راوړنو ته په پام سره مهمه پرېکړه کوي او اړتیا ده اوسنی فرصت ضایع نه‌شي.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې د کرونا ویروس درېیمې څپې ته په اشارې لیکلي چې دا ګواښ د افغانستان حکومت او خلکو ته یو خبرداری دی چې د احتیاطي اقداماتو لپاره له وړاندې غور وکړي.

وړاندې راغلي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ننګرهار او هرات کې د کرونا د درېیمې څپې راپور ورکړل شوی او په یوه ورځ کې د ۸۱ کرونا پېښو ثبت د خطر یو زنګ دی چې حکومت او خلک باید ورته جدي پام وکړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د کرونا د درېیمې څپې ګواښ جدي دی او که چېرې ورته چمتووالی ونه‌نیول شي د تېر کال په څېر به د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلک له ګڼو مالي زیانونو سره هم مخ کړي.

XS
SM
MD
LG