بنګلهدېش په پام کې لري چې د کرونا ویروس د خپرېدو د سَوکه کولو لپاره سر له دوشنبې په ملي سطحه د ۷ ورځو لپاره ټولبند نافذ کړي.
د دغه هېواد د ټرانسپورت وزیر عبید القادر پرون په ډاکه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دا پرېکړه په بنګلهدېش کې د کرونا ویروس د پېښو تر زیاتېدو وروسته وشوه.
د بنګلهدېش حکومت ویلي چې د عاجلو خدماتو برخې به له دغه ټولبند څخه مستثنی وي، خو دوی باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
یوازې د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۶،۸۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې لوړ شمېر ګڼل کېږي.
د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې په وروستیو کې د ورځې په اوسط ډول د کرونا ویروس تر ۵،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبتېږي.
په بنګلهدېش کې تر اوسه د کرونا ویروس تر شپږ لکو او ۲۵،۰۰۰ پورې پېښې او په دې ویروس د ۹،۱۵۵ کسانو مړینه ثبت شوې ده.