پولیسو په کابل ولايت کې پنځه زره لېټره شراب او څو کيلوګرامه نور نشه يي مواد ونيول.
لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په شپاړسمه حوزه کې د نشه يي موادو جوړولو پر يوه کارخونه وکړل، په نتيجه کې يې پنځه زره لېټره شراب ونيول شول.
د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو تر اته سوه کيلوګرامه ډېر هيروئين او دوه کيلوګرامه ډېره ښيښه ونيوله.
په پام کې وه چې دا نشه يي مواد له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته قاچاق کړل شي.
د دې دوو قضيو په تړاو شپږ تنه هم نيول شوي دي.