د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۵

روغتیا سازمان منځني ختیځ کې د کرونا ویروس د زیاتوالي خبرداری ورکړ

مصر  اعلان کړی چې د روژې په میاشت کې به مېلمستیاوې منع وي.
مصر اعلان کړی چې د روژې په میاشت کې به مېلمستیاوې منع وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روژې په میاشت کې په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس په خپرېدو کې د زیاتوالي پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د ختیځې مدیترانې د سیمې مسوول احمد المَنزاري خبردای ورکړ چې د دې سیمې په ۱۴ هېوادونو کې حاضر دمه د کرونا پېښې او ورڅخه مړینې په زیاتېدو دي.

ده پرون په یوه خبري غونډه کې همدا راز وویل، حالات ښه شوي نه دي او په ډېرو هېوادونو کې وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی.

مصر او په متحده عربي اماراتو کې دُبۍ اعلان کړی چې د روژې په میاشت کې به د ثواب لپاره مېلمستیاوې منع وي.

په اردن کې به په جوماتونو کې تراویح هم له دې کبله کېږي چې د شپې په مخه پر ګرځېدو بندیز لګول کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG