د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

هېواد: پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، له بهرنیو څخه کورنیو ځواکونو ته د واک د لېږد پر مهال د سیمه‌ییزو پولیسو جوړول د افغان حکومت مهمه ستراتېژي وه چې دا مهال‌یې ګڼې اندېښنې راپورته کړي او د دې وېره شته چې دغه سیمه‌ییز پولیس به د کورنۍ جګړې لامل شي.

وړاندې راغلي، که څه هم اړوند دولتي چارواکي د ملېشو یا اربکیو ځواکونو جوړول د سیمې د امنیت خوندیتوب او د افغان ځواکونو پیاوړتیا بولي، خو سیمه‌ییز خلک د دغو ځواکونو له شتون څخه شکایت لري.

د لیکوال په وینا چې د افغانستان په نا امنیو کې خپله د حکومت ناکامې ستراتېژۍ هم رول لري چې د خلکو د سرخوږي لامل شوی.

ورځپاڼې پر حکومت تندې نیوکې کړي چې دغه کوچنۍ جزیرې خپله حکومت رامنځته کړې چې اکثره‌یې د بشري حقونو ناقضین دي او د مخدره موادو او کانونو له غیر قانوني کېندنو څخه ګټه اخلي او د سولې خبرو اترو او د جګړې نوي فصل په درشل کې لیرې نه‌ده چې د حکومت پر ضد هم وسله پورته کړي، هغه تورونه چې تر اوسه په رسمي ډول نه‌دي تأييد شوي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په خوست کې د 'CIA' ملېشې لا هم جنایت کوي.

وړاندې راغلي چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ځواکونو عملیات کړي چې ۱۵ ملکي وکړي یې شهیدان کړي دي.

لیکول ادعا کړې چې په خوست کې د کمپاین په نوم دغه ځواکونه چې په ظاهره د افغان ځواکونو په چوکاټ کې دي، خو په وینا یې د دغو ځواکونو روزنه، تجهیز، معاش او رهبري ټول د امریکا د استخباراتو له‌خوا کېږي دغه جنایت‌یې ترسره کړی.

ورځپاڼې لیکلي، اوس باید د دغو ځواکونو جنایت ته په غبرګون کې پر دولتي چارواکو د نیوکې ترڅنګ اصلي ګوته سي ای اې او امریکا ته ونیول شي، ځکه په وینا یې دا جنایت د دوی ملېشه ځواک کوي چې حکومت پرې کنټرول نه‌لري.

د لیکوال په خبره اوس چې د سولې خبرې هم روانې دي، د امریکايي ځواکونو د وتلو ترڅنګ باید د سي ای اې د دې ملېشو د حضور په اړه هم جدي بحث او پرېکړه وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان لا هم د افغانستان په اړه خپله پالېسۍ کې کوم بدلون نه‌دی راوستی او نه‌غواړي چې په دې هېواد کې يې نيابتي جګړه پای ته ورسېږي.

په مقاله کې ليکل شوي، پاکستان د ځان ساتلو او د خپل هندي سيال د وېرولو لپاره له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې نيابتي جګړه روانه کړې او لا هم ادامه ورکوي.

د مطلب ليکوال زياته کړې، د پاکستان استخباراتي اداره په مستقيمه توګه په افغانستان کې د روانې نيابتي جګړې تر شا ده او دا ټولې نړۍ ته لکه لمر روښانه ده، هغه ادعا چې پاکستان‌يې تل ردوي.

XS
SM
MD
LG