خبرونه
د خوست والي: صبریو کې د طالبانو بم چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم وژلي
د خوست والي وايي په صبریو ولسوالۍ کې د طالبانو د بم په چاودنه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي.
مهمند کټوازي پرون یکشنبه دا خبره وروسته له هغه وکړه چې طالبانو او د صبریو ځینو اوسېدونکو افغان ځواکونه تورن کړي چې د عملیاتو پر مهالیې له ۲۰ زیات ملکیان وژلي دي.
ښاغلی کټوازی وايي: "د طالبانو د ګروپ یوه نفر خپله یو بم انتقالاوه په کور کې بم وچاودېد، متأسفانه یوه ښځه او یو ماشوم هم شهید شول. هغو رسنیو چې کوم عکسونه خپاره کړي یا یې فېسبوکونو ته پورته کړي هغه د دښمن په ګټه دي درست نهدي. هغه ټول د طالبانو مسلح قوتونه وو."
د خوست د صبریو د پېښې د وژل شویو کسانو عکسونه او وېډیوګانې په خواله رسنیو هم ډېر لاس په لاس کېږي او ګڼ غبرګونونهیې پارولي دي.
په تر ټولو تازه غبرګون کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په صبریو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ده په خبره د ملکیانو مرګژوبله غندي او د دې ډول عملیاتو د بندولو غوښتنه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني د اسماعلیه فرقې مشر ونومول شو
پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۱۶مه) د اسماعیلیه فرقې د پنځوسم مشر په توګه ونومول شو.
د اغا خان د پراختیايي شبکې له لوري په یوه بیان کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، راغلي چې شهزاده رحیم د خپل پلار د وصیت له مخې د دې مذهبي فرقې نوی مشر نومول شوی دی.
ویل شوي چې شهزاده رحیم د ۱۹۷۱ کال زېږېدلی، د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور و، مشر زوی دی او د آغا خان د پراختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې مهم رول لري.
پنځم اغا خان، شهزاده رحیم الحسیني په داسې حال کې د اسماعیلیه مسلمانانو د فرقې مشر شو، چې پلار یې، کریم الحسیني، چې د اسماعیلیه فرقې ۴۹م امام و، د سې شنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.
د اسماعیلیه مذهبي فرقه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه پیروان لري، چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.
د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کوي
د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ، تایید کړه چې هغه به راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ټرمپ د هدف په اړه خبرې وکړي.
کیلاګ ویلي د سې شنبې په ورځ یې هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې به د اوکراین د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د ټرمپ هدف تشریح کړي. ده دا هم ویلي چې د امریکا له هغو متحدانو سره د لیدنې نیت هم لري چې له دوی سره د کار کولو لپاره چمتو دي.
له کله چې کیلاګ ویلي چې د مونیخ په کنفرانس کې د ټرمپ هدف بیانوي، داسي ګنګوسې خپرې شوي چې دی به د ټرمپ د سولې پلان افشا کړي.
بلومبرګ خبري اژانس د فبرورۍ په ۵مه د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې کیلاګ به په کنفرانس کې دا پلان وړاندې کړي.
سرچینو د دې پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، نه دا معلومه شوې چې څومره تفصیل به ولري او په کوم ډول به وړاندې شي.
په دې اړه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.
ولسمشر ټرمپ وايي، د ایران په اړه ده ته په منسوب شویو خبرو کې مبالغه شوې
د امریکا ولسمشر په یوه تازه بیان کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه ویلي، په هغو راپورونو کې، چې ګواکې امریکا له اسراییل سره په ګډه غواړي ایران "د ایرو په ډېران" بدل کړي، ډېره مبالغه شوې ده.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) په خپله خواله رسنۍ ټروت کې لیکلي چې امریکا غواړي له تهران سره داسې یوه اتومي موافقه وکړي چې د تایید وړ وي او ایران ته اجازه ورکړي چې په سولهییزه توګه پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اتومي وسله جوړه نه کړي او ویې ویل چې د یوې نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.
ټرمپ زیاته کړه، کله چې دا موافقه بشپړه او لاسلیک شي، نو په منځني ختیځ کې به لوی جشن ونیول شي.
اوچا سږ کال له یو میلیون افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته وشي
د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، روان دوه زره پنځه ویشتم کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي.
دې ادارې په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په افغانستان کې په سلو کې نهه اتیا کورنۍ غوره ګڼي چې نقدي مرسته ترلاسه کړي.
بل لور ته د ملګرو ملتو د خوړو او کرهڼې سازمان (ایف اې او) پرون وویل چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.
د دې مرستو ژمنې په داسې وخت کې شوې دي چې یو شمیر مرستندویو بنسټونو اندیښنې څرګندې کړې دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیو سره به په افغانستان کې د ژمي په ترڅ کې د میلیونو کسانو بد بشري وضعیت لاپسې خراب شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د بیا ارزونې لپاره د ۹۰ ورځو په مخه د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې.
امریکا له ازبکستان څخه د افغان ملي اردو ۷ څرخکې یووړې
د ازبکستان د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوې.
د (کان اوز) په نوم انلاین رسنۍ پرون راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت دا هیلکوپتر خپل هیواد ته وړې دي.
د راپور له مخې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبان کابل ته داخل شول د افغانستان د جمهوري نظام تر پنځه سوه ډیر غړي په هغو هیلکوپترو او الوتکو کې چې متحدو ایالتونو د افغانستان پوځ ته ورکړې وې، ازبکستان ته ولاړل.
(کان اوز) رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس وایي چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو پرمهال دوه ویشت الوتکې او څلرویشت هیلکوپترې ازبکستان ته انتقال شوې.
طالبانو تر دې مخکې له ازبکستان څخه څو ځله د دې الوتکو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده، خو په ازبکستان کې د متحدو ایالتونو سفیر جاناتان هنیک د وږي په میاشت کې ویلي و چې له ازبکستان سره د توافق له مخې به دا الوتکې بیرته افغانستان ته ونه سپارل شي.
امریکا له سوریې د ځواکونو پر ایستلو غور کوي
واشنګتن له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي.
د امریکا (این بي سي) خبرې چاینل په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په فول پرون راپور ورکړ.
د راپور له مخې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دا ارزوي چې خپل ځواکونه د یوې میاشتې، دوو میاشتو یا هم دریو میاشتو په ترڅ کې له سوریې څخه وباسي.
په سوریه کې شاوخوا دوه زره امریکایي پوځيان شته چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د مخنیوي لپاره هلته ځای پر ځای شوې دي.
دغه امریکایي پوځیان د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو سیمو کې میشت دي چې د کردانو په لاس کې دي.
زرداري وايي، ترهګري به د پاکستان او چین اړیکې ونه شلوي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره د پاکستان ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تیریږي خو دا ملګرتیا به د افراطي ډلو له لورې د چینایي اتباعو په وژلو ړنګه نه شي.
اصف علي زرداري پرون په پیکینګ کې د چین له ولسمشر (شي جین پينګ) سره د لیدو پرمهال دا هم وویل، که په نړۍ کې هرڅومره ترهګري وي، ستونزې وي، د پاکستان خلک به د چین د ولس ملاتړي وي.
په پاکستان کې په دوه زره څلرویشتم کال د دوو بریدونو په ترڅ کې اووه چینایان ووژل شول، تر دې حملو وروسته چین په پاکستان کې د خپلو خلکو امنیت ته اندیښنه څرګنده کړه.
اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ چین ته په څلور ورځني سفر ولاړ.
د تاجیکستان سترې محکمې یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور بندي کړي
د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړي.
د ازادي راډیو د تاجیکستان څانګې د راپور له مخې، د محکمې دا پرېکړه، چې د بند اوږدې مودې او د شتمنیو ضبط پکې شامل دي، د سیاسي مخالفینو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د محکمې د حکم له مخې، د تاجیکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همراه خان ظریفي او د پارلمان پخوانی غړی سید جعفر عثمان زاده هر یو په ۲۷ کاله بند محکوم شوي، او د تاجیکستان د عالي شورا پخواني رئیس اکبرشاه اسکندروف په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی.
د دغو کسانو محاکمه د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې هغه مهال پیل شوه، چې هغوی د کودتا د هڅې، درغلۍ، فساد او د خلکو ترمنځ د کرکې خپرولو په تور ونیول شول.
خو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال پر خپل بېګناهۍ ټینګار کړی او د ځان پر ضد لګېدلي تورونه یې سیاسي بللي دي
په زوره د افغان کډوالو ایستل دې ودریږي، د جاپان د سفیر غوښتنه
په افغانستان کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا، له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ونهباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په ایکس/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې کورومایا دغه څرګندونې پرون د دې وزارت له سرپرست، مولوي عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
کورومایا له کوربه هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، څو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ایستلي دي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت د اسلاماباد او راولپنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا شدیده کړې ده.
له بلې خوا، د ایران حکومت اعلان کړی چې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا دوه میلیونه بېاسناد افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د مولوي عبدالکبیر له خولې ویلي چې بېرته ستنېدونکي او بېځایه شوي افغانان د سرپناه او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
طالبانو په کندز او فاریاب کې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په دوو جلا اعلامیو کې ویلي چې د کندز او فاریاب ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د محکمې د معلوماتو له مخې، یوه ښځه او دوه نارینه نن د فاریاب ولایت د بلڅراغ په ولسوالۍ کې د "کور څخه تېښتې او د بل چا تېښتې ته د اسانتیا برابرولو" په تور، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او پر دې سربېره په یو کال بند محکوم شوي دي.
په یوه بله اعلامیه کې، چې نن د طالبانو سترې محکمې د ایکس/ پخواني ټویټر له لارې خپره کړې، ویل شوي چې پرون، د دلوې ۱۶مه، یوه ښځه او یو نارینه په کندز کې د هغه څه په تور چې دې اعلامیې "اخلاقي فساد" بللی، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهیسې پر تورنو کسانو د فزیکي سزاګانو عملي کول پیل کړي، چې د بشري حقونو نړیوالو فعالانو پرې نیوکې کړي.
د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د دا ډول بدني سزاګانو دوام د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
دغه سازمانونه له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې سمدستي ودروي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.