افغانستان
کابل کې له صنعتي نندارتونه ۴۰۰ زره افغانۍ محصولات پلورل شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کابل له صنعتي نندارتون څخه ۳۰۰ زرو خلکو لیدنه کړې او شرکتونو د ۴۰۰ زره افغانیو په شااوخوا کې خپل محصولات پلورلي دي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د۱۴۰۰ لمریز کال او نوروز جشن په مناسبت د کابل په چهلستون باغ کې درې ورځنی صنعتي نندارتون جوړ کړی و چې څه د پاسه درې سوه زرو کابل ښاریانو ورڅخه لیدنه وکړه.
په دې نندارتون کې د ۶۰ شرکتونو له خوا، غالۍ، کرنیز محصولات، لاسي صنایع ، زعفران، ودانیز توکي، روغتیايي توکي، وچې میوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، کلتوري او هنري اثار په سلو غرفو کې نندارې وړاندې شول چې د کابل ښاریانو له خوا يې تود هرکلی وشو.
دغه درې ورځنۍ نندارتون نن پای ته ورسید.
په دغه نندارتون کې د هېواد بېلابېلو ۶۰ شرکتونو ګډون کړی وو.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکوي چې کورني محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره به ورته نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه به موندنې ډېر ژر خپرې شي

د امریکا د دفاع وزیر وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه ځینې موندنې به ډېر ژر خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیرپیټ هګسټ ددوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د ناورین په اړه به د ځانګړې څېړنې ډلې ځینې موندنې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي.
هغه وويل چې موندنې به نن (سه شنبه) یا چهارشنبه خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا، له افغانستان څخه د وتلو په اړه څېړنه به وخت ونیسي، خو دوی ژمن دي چې بشپړه څېړنه وکړي او ټول مسؤل کسان به ځواب ویونکي ووسي.
د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل تل د امریکا د اوسني ولسمشر په ګډون د ډیرو نیوکو سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ، منځني ختیځ ته د خپل سفر په جریان کې، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د العدید په هوايي اډه کې امریکایي سرتیرو ته په خپله وینا کې، یو ځل بیا وویل چې که هغه ولسمشر وای، نو د بګرام هوايي اډه به یې نه پریښوده، چې د هغه په وینا چین ته نږدې ده.
هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه اوس مهال د چین په اشغال کې ده.
ډونالډ ټرمپ، چې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ، مخکې له دې یې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتلو باندې نیوکه کړې وه او دا یې د امریکا لپاره شرموونکې بللې وه.
نړیوال بانک به ډېر ژر افغانستان کې د خپلو پورونو ورکول پیل کړي

د طالبانو د مالیې وزارت وايي ، چې نړیوال بانک به ډېر ژر د خپلو پورونو ورکول پیل کړي.
دې وزارت د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې نړیوال بانک د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو شاوخوا ۵۰ ملیون ډالر پوروړی دی، او دا پورونه باید په څلورو قسطونو کې ورکړل شي.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ په لومړي پړاو کې خصوصي شرکتونو ته د ۱۰ ملیون ډالرو څخه ډیر پور ورکول پیل کړل، او ټاکل شوې ده چې د بانک له ۳۹ ملیون ډالرو څخه ډیر پور په دریو نورو مرحلو کې د وزارت له لارې ورکړل شي.
پخوا، خصوصي شرکتونو په وار وار د نړیوال بانک له خوا د دوی د پیسو د نه ورکولو په اړه شکایت کړی و.
د دغو شرکتونو په وینا، دوی د پرځول شوي جمهوري نظام پر مهال د نړیوال بانک اړوند پروژې پلي کړې، خو د دوی ځینې پیسې لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وشي

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به ټاکل شوې ده چې نن د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پیل شوه پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالو متخصصینو ګډون کړی دی.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."
دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړ شوی دی.
جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.
د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.
د نورستان خلکو د وایګل ولسوالۍ د ټاکل شوي د مرکز پر سر اعتراض کړی دی

د نورستان د نوې تاسیس شوې وایګل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د والي د وروستۍ پریکړې پر وړاندې چې د ولسوالۍ د مرکز لپاره یې ځای ټاکلی دی، اعتراض وکړ.
دوی وايي چې والي زین العابدین په دې پریکړه کې له خلکو سره مشوره نه ده کړې، او هغه ځای یې چې د ولسوالۍ د مرکزلپاره ټاکلی دی، دې غرنۍ ولسوالۍ ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.
خو، د نورستان د ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د "کوشمه" سیمه د خلکو د اختلافاتو د حل لپاره د پرله پسې بیاکتنو وروسته او د ریاست الوزراء د مقام د رسمي لارښوونې پر اساس د ولسوالۍ مرکز ټاکل شوې ده.
د قومي مشرانو او عالمانو په ګډون اعتراض کوونکو د وایګل او پارون - کنړ ترمنځ سړک هم بند کړی دی.
دوی د طالبانو د والي له خوا د خلکو سره د چلند او هغه څه په اړه هم شکایت کوي چې دوی یې "د سیمې د خلکو دودونو ته بې اعتنایي" بولي.
افغانستان د اروپايي بشري فورم کنفرانس د اجنډا د سر له موضوعاتو دی

ټاکل شوې ده نن د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنه د اروپايي بشري فورم څلورمه برخه پرانیزي. په دې فورم کې پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوال متخصصین ګډون کوي او افغانستان به د اجنډا له لومړیو موضوعاتو یو وي.
دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړیږي.
افغانستان له هغو هیوادونو دی چې له خورا سختو بشري حالاتو سره مخامخ دی.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو.
د راپور له مخې دا درې اړخیزې خبرې به د ترهګرۍ ضد هڅې، اقتصادي همکارۍ او د زیربناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ موضوعاتو راوڅرخي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې وه.
په نورستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په نورستان کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې په کامدیش ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یوبل ټپي شوی دی.
د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدي ویلي دي چې دا پېښه پرون (د ثور ۲۸مه) په میردیش نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پېکپ موټر سیند ته ولوېده.
د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه رعایت او د سړکونو خرابي هغه عمده عوامل دي چې په افغانستان کې اکثرا د ترافیکي پېښو سبب کېږي.
پاکستان د افغانستان پر ترانزیتي مالونو تعرفه لس سلنه زیاته کړه

د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې FBR د افغانستان پر ترانزیتي تجارتي مالونو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې FBR په یوه تازه مکتوب کې ویلي دي چې دا اضافي تعرفه د کرنیزو ماشینونو، جرثقیلونو، الکترونیکي وسایلو او بایلرونو په ګډون د افغانستان د لسګونه تجارتي مالونو پر هغو کتګوریو لګول شوي چې پخوا ترې معاف وو.
د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته انتقالېږي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې کار هدف پاکستان ته د تجارتي مالونو د قاچاق مخنیوی دی.
پزشکیان متقي ته ویلي چې ایران په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
پزشکیان پرون (د ثور ۲۸) د تهران د خبرواترو په څنډه کې له متقي سره ولیدل.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر ویلي، تهران لېواله دی چې د ستونزو د حل لپاره د تفاهم په فضا کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي او له افغانانو سره مرسته د دیني او عقیده يي اصولو له مخې خپله دنده بولي.
له بلې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې متقي او پزشکیان د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د دېره افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې هم له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي وتلو غوښتنه کړې وه.