د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۶

خبرونه

برما کې د مظاهرو دوام؛ نن ډاکتران او نرسان لارو سړکونو ته راووتل

ارشیف، برما کې یو شمېر مظاهره کوونکي
ارشیف، برما کې یو شمېر مظاهره کوونکي

د برما په مرکزي برخه کې نن ډاکتران او نرسان د اعتراض په ډول لارو سړکونو ته راووتل.

دا لاریون وروسته له هغې وشو چې له پرون راهیسې پر کودتا ضد اعتراض کوونکو یو وار بیا مرګوني فشارونه راوستل شول.

تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته چې ملکي رهبره انګ سان سوچي یې له واکه وپرځوله، په برما کې په ملي سطحه مظاهرې کېږي او مظاهره‌چیان د ډیموکراسۍ بېرته اعاده غواړي.

د سرچینو په حواله تر پوځي کودتا وروسته نږدې ۳۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ زیات نور نیول شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي.

امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو په وړاندې له سخت فشار، ربړي مرمیو او اوښلنو ګازو کار اخیستی دی.

دغه تاوتریخوالي بیا هم د سلګونه ډاکترانو او نرسانو مخه نه‌ده نیولې چې سختې خولۍ یې پر سر کړې وې او د سان سوچي عکسونه‌یې له ځانونو سره لېږدول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

بدخشان - نقشه
بدخشان - نقشه

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده.

د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې.

د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی.

د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي.

په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي.

د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد
د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.

د امریکا دفاع وزارت؛ په سوریه کې د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموو

د امریکا دفاع وزارت وايي، په سوریه د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموي.

د دغه وزارت د ویاند شان پارنل په خبره د سرتیرو د کمښت امر د دفاع وزیر ورکړی دی.

د پارنل په ټکو، په سوریه کې پاتي سرتیري به د داعش په وړاندې مبازره کې ونډه ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالد د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سوریه د امریکايي سرتیرو حضور ته د شک په سترګه کتل او د دې سرتیرو د وتلو امر يې صادر کړی وو.

بل پلو، عراق تر ۲۰۲۶کاله په دې هېواد کې د امریکايي ماموریت د پایته رسیدو او د ټولو امریکايي سرتیرو د وتو غوښتنه کړې ده.

په سوریه او عراق کې امریکايي سرتیري د داعش وسله والې ډلې پرضد د مبارزه په موخه حضور لري.

حوثي یاغیان؛ د امریکا د پوځ په بریدونو کې ۷۴کسان وژل او ۱۷۰ نور ټپیان دي

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان وايي، په سره سمندرګي د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسان شمیر۷۴ او د ټپیانو۱۷۰تنو ته رسیدلی دی.

د امریکا پوځ د جمعه په ورځ په یو بیان کې ویلي و، "په دې هوایي بریدونو کې يې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی".

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټکو، امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړی څو حوثي یاغیانو د تیلو له سرچینو محرومه کړي.

وړاندې راغلي، د بریدونو هدف د حوثیانو د اقتصادي ځواک کمزوري کول دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي څو په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ځی

د طالبانو چارواکي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره
د طالبانو چارواکي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره

تمه ده د پاکستان د صداعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوی نن کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، "د دې سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورکړې وه".

اسحاق ډار به په دې سفر کې د طالبانو دحکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، په اقتصادي چارو کې د رییس والوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وګوري.

د سفر په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو بحث، سوداګرۍ، اتصال او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په ګډون د همکاریو پراخول شامل دي.

دا پلاوی داسې مهال کابل ته په سفر ځي چې په همدې روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته تللی و.

بل پلو بیا د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي په مشري یوه پلاوی پرون ماښام له اسلام اباده کابل ته ستون شو.

ایراني او امریکايي چارواکي نن په روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

د اپریل په ۱۲مه ایراني پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشري د عمان په پلازمینه مسقط کې
د اپریل په ۱۲مه ایراني پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشري د عمان په پلازمینه مسقط کې

ایراني او امریکايي چارواکي د ایران د اټومي پروګرام په اړه نن په روم کې خبرې کوي

تمه ده نن شنبې د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایراني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

د ازادي راډیو فردا برخې د اکسوس په نوم د یوې امریکايي ورځپانې په حواله ویلي، "دا خبرې نن شنبې د اروپا په وخت ۱۱ بجې پیلږي او ښايي ۵ ساعته دوام وکړي".

ایراني او امریکايي چارواکي د مذاکراتو په دې دور کې د راتلونکو اقداماتو په حل لارو بحث کوي.

پرون جمعه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، "موږ به له امریکايانو سره غیرمستقمې خبرې وکړو".

د عراقچي په ټکو، د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د ایران د اټومي پروګرام او پر ایران د تحریمو پر لیرې کیدو خبرې کړې وې.

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" یوه ۱۲کلن نجلۍ وژل شوې ده

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" د یوې ماشومې د وژنې په تړاو د هغې تره او ماما نیول شوي دي.

د سوات په مټي سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "دا ۱۲کلنه نجلۍ د اپریل په څلورمه په شکردره سیمه کې وژل شوې وه او کورنۍ يې د هغې مړینه ته د ځان وژنې نوم ورکړی و.

د چارواکو په خبره، له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې دا ماشومه د ناموس په نوم وژل شوې وه.

که څه پولیسو د دې نجلۍ هویت او د وژل کیدو د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو د پولیسو په ټکو د قضیې په تړاو يې د هغې تره او ماما نیولي دي.

د لومړی ځل نه دی چې په خیبرپښتونخوا کې یوه نجلۍ د ناموس په نوم وژل کیږي، له دې وړاندې د اپریل په شپږمه یوه نجلۍ په خاطر چې په خپله يې له یو چا سره واده کوه، د خپل پلار او ورور له خوا وژل شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن وویل، دا پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، د اقتصادي چارو له مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړي.

کابل ته د پاکستان جګپوړی پلاوی په داسې وخت کې ځي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی پلاوی خپل درې ورځنی سفر رانغاړي.

د طالبانو پلاوی به نن د خپل سفر په وروستۍ ورځ له پاکستاني لورې سره د افغان کډوالو د ایستلو پرمسالې خبرې وکړي.

بنګله دیش له پاکستانه غوښتي چې تاوان ورکړي

بنګالیان په پلازمینه ډاکه کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي-۲۰۱۴-ډسمبر 16- ارشیف
بنګالیان په پلازمینه ډاکه کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي-۲۰۱۴-ډسمبر 16- ارشیف

بنګله دیش له اسلام اباده وغوښتل چې د پاکستان پوځ باید د ۱۹۷۱ کال د ظلمونو او تیریو له امله بخښنه وغواړي او د بنګله دیش تر خپلواکۍ مخکې چې د پاکستان په بهرنیو زیرمو کې د بنګله دیش څلوراعشاریه دوه پنځوس میلیارډه ډالر پیسې وې، بیرته ورکړي.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاسم الدین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره د پنجشنبې( اپریل ۱۷ مه) په ورځ په ډاکه کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له پاکستان سره مو تاریخي ناحل شوي مسایل وڅیړل چې په هغو کې د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ د جګړې په ترڅ کې د ترسره شویو تیریو رسمي بخښنه او په پاکستان کې د بنګله دیش د پاتې پیسو د ورسپارلو مسایل شامل دي.

جاسم الدین زیاته کړه چې پاکستاني پلاوي دوی ته ډاډ ورکړی خو نوموړي څرګنده کړه چې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د دغو موضوعاتو هواریدل ضروري دي.

بنګله دیش همداراز پاکستان ته د هغو درې لکه څلرویشت زره پاکستانیانو د بیرته ستنولو موضوع یاده کړه چې د بیهاریانو په نوم مشهوره دي او د بنګله دیش تر خپلواکۍ وروسته د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

د بنګله دیش د اټکل له مخې له پاکستان څخه د خپلواکۍ د اخیستو په نهه میاشتنۍ جګړې کې نژدې درې میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوکراین د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری

د امریکا کد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا کد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په څو ورځو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب له هڅې لاس واخلي، که چیرې داسې څرګندې نښې ونه لیدل شي چې یوې موافقې ته رسیږي.

د رویټرز اژانس په وینا، ښاغلي روبیو د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۸مه، په پاریس کې له اروپایي او اوکرایني مشرانو سره له لیدنې وروسته وویل، زموږ دا هڅې به د اونیو او میاشتو په مخه نه وي، ډېر ژر باید معلومه شي، که داسې وشي موږ به پکې یوو که نه موږ نور لومړیتوبه لرو چې تمرکز باندې وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ټرمپ لا هم یوې موافقې ته د رسیدو لیوالتیا لري، خو د ښاغلي روبیو په وینا، ټرمپ چمتو دی چې له دې موضوع څخه ووځي که چیرې د پرمختګ سمدستي نښې نښانې ونه لیدل شي.

ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په سپینه ماڼۍ کې به په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.

خو سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو او د خنډونو له زیاتېدو سره، هغه وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې به په اپریل یا می کې یوه موافقه ممکنه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG