د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

افغانستان

مزار شریف کې د نوروز جشن پیل شو

مزار شریف کې حضرت علي ته منسوب زیارت
مزار شریف کې حضرت علي ته منسوب زیارت

په مزار شریف کې د نوي کال، نوروز جشن پیل شو.

په هغو مراسمو کې چې حضرت علي ته منسوب زیارت په روضه کې جوړ شوي، په زرګونه کسانو ګډون کړی دی.

د بلخ والي فرهاد عظیمي دغو مراسمو ته په وینا کې له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې له سیمه‌ییزې ادارې سره همکاري وکړي.

د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د نوروز د جشن لپاره‌یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه نور نه تمدیدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه (PoR) نور تمدید نه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان به، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په تور لېست کې شامل شي او بیا به پاکستان ته د ننوتو اجازه ونه لري.

محسن نقوي د جمعې په ورځ په اسلام‌‎آباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې له غیرقانوني مهاجرت، په ځانګړي ډول له افغان اتباعو سره به هېڅ ډول نرمي و نه شي.

نوموړي زیاته کړه: «هغو افغان اتباعو ته چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسي، د استوګنې د تمدید اجازه نه ورکول کېږي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم څرګنده کړه چې ایران د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو لسو ورځو کې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان اتباع ایستلي دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان هم د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۰۰ زره زیات افغان مهاجر ایستلي دي.

نابینا لامبوزن او ځغاستونکي ولي محمد نوري بریتانیا کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه

ولي محمد نوري
ولي محمد نوري

د برینانیا ایسپکس پوهنتون افغان نابینا ځغاستونکي او لامبو زن ولي محمد نوري ته افتخاري ډکټورا ورکړه.

دا خبر دغه پوهنتون په خپله فیس بوک پاڼه خپور کړی دی.

ولي محمد نوري ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې امله خوښي وښوده ویې ویل، دا ډکټورا د ده د ټولو لاسته راوړونو تایدي ده.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې دی د برېټانیا د معلولینو د ځغاستې او لامبو په ملي ټیم کې دی، هڅونکې ویناوې کوي او د بشري مرستو په برخه کې هم فعال دی.

ده د خپلو دې کارونو او فعالیتونو له امله مخکې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګتلې دي.

ولي محمد نوري دوه لسیزې مخکې کابل کې په یوې بمي چاودنه کې ټپي او نابینا شو.

 د جرمني صدراعظم: افغانستان ته د یو شمېر افغانانو په بیرته استولو کې قطر منځګړیتوب کړی

د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ وايي، افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو عملیات "د قطر دولت په نږدې همکارۍ "ترسره شوي دي چې په وینا یې په دې چاره کې یې "د منځګړي رول لوبولی دی. "

نوموړې د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه قطر په سېمه کې ، یو باوري او ستراتیژیک شریک بللی او د قطر له امیر څخه یې مننه کړې ده.

جرمني د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو اتیا تنه افغانان چې په جرمونو کې ککړ و، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې استولي دي. جرمني تر دې مخکې هم څو ډلې په جرمونو کې ښکیل افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي چې د بشري حقونو د څار ‌ډلو یې دا چاره غندلې.

د جرمني صدراعظم تر دې مخکې د جمعې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته په جرمونو کې د ککړو افغانانو بیرته ستنول د طالبانو د حکومت په وړاندې د جرمني په دریځ کې د بدلون یا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندو په معنی نه ده .

جرمني ۸۱ افغانان، چې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته ولېږل

جرمني نن، د جمعې په ورځ (۲۷ سرطان)، ۸۱ افغان نارینه چې په دې هېواد کې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته ولېږل.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریند ویلي، د دې کسانو د شړلو حکم د محکمې له پرېکړې وروسته صادر شوی دی.

له کله چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دا دوهم ځل دی چې جرمني افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې باسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي هم نن په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د کډوالو د ایستلو له قضیې د طالبانو حکومت خبر و.

د کډوالو د ایستلو موضوع یو ځل بیا په جرمني کې پر یوه مهم سیاسي بحث بدله شوې، په ځانګړي توګه په داسې شرایطو کې چې د ښي‌ اړخي افراطي ګوند «بدیل جرمني» (AfD) محبوبیت زیات شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانانو د ایستلو په وروستيو عملیاتو کې قطر هم مرسته کړې او ټینګار یې کړی چې دا بهیر باید په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

پاکستان د ۵ ځانمرګو د نیولو ادعا کوي

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو پر اساس ادعا وکړه چې سرحدي ځواکونو یې تېر ماښام (د جولای په ۱۷مه) پنځه مشکوک ځانمرګي بریدګر په داسي حال کې ونیول چې غوښتل ‌یې له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شي.

سرچینو نیول شوي کسان د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو غړي بللي دي او ویلي، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د بیسي خېل کلي په یوه جومات کې یې پناه واخیسته.

پاکستان وخت په وخت له افغانستانه د ټي ټي پي د وسله والو کسانو د وراښتو ادعاوې کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوړو له شدید فقر څخه کړېږي

یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوراک له نظره په شدید فقر کې ژوند کوي.

د همدې وضعیت له امله، د ملګرو ملتونو دا اداره یوه نوې پراخه طرحه پیلوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر ضد مبارزه وکړي، د ځايي خوړو سیستمونه، د عامه پوهاوي فعالیتونه او د ټولنې ونډه پیاوړې کړي.

د یونسیف له خبرپاڼې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې؛ ویلي، دا نوې طرحه چې«First Foods Afghanistan» نومېږي، له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې به دوام وکړي او د برېتانیا د حکومت له خوا تمویلېږي. هدف یې دا دی چې افغان کوچنیانو ته چې د تغذیې له ژور بحران سره مخامخ دي، د ښې تغذیې زمینه برابره کړي.

ګومان کېږي چې یوازې سږکال تر ۳.۵ میلیونه ډېر افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. نژدې نیمايي تر پنځو کلونو کشر ماشومان د خوراکي موادو د نه ورسیدو له کبله د ودې نه کولو په ستونزه اخته دي، او له شپږو تر ۲۳ میاشتو عمر ترمنځ تر نیمايي ډېر ماشومان یوازې یو یا دوه ډوله خواړه خوري، حال دا چې د سالم رشد لپاره پنځه ډوله خوړو ته اړتیا ده.

افغانستان، ازبیکستان او پاکستان د ټرانس افغان د اورګاډي د د پروژې د "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ کې د ټرانس افغان په نوم د اورګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه پرون کابل کې لاسلیک شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي د "ازبیکستان، افغانستان او پاکستان" یا د ټرانس افغان رېللارې پروژه د "سیمه ییز اتصال" په لړ کې خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، ددې پروژې له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ لپاره د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي چې د ټرانس افغان لویې پروژې د "امکان سنجونې موافقه" د طالبانو د ټولګټو چارو، د ازبیکستان د ټرانسپورټي چارو او د پاکستان د اورګاډو چارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسحاق ډار سره په سفر کې د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر محمد حنیف عباسي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او نور چارواکي ملګري دي.

پر دې سربېره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ یو پلاوی هم د موافقې لاسلیک او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی او پرون یې دغلته د موافقې پر لاسلیک سربېره د بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دی.

د طالبانو یوې محکمې یو تن مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم کړ

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو یوې ابتدايي محکمې په پکتیکا کې یو ښوونکی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم کړی دی.

د پژواک خبري اژانس په شمول ځینو رسنیو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند سیف‌السلام خیبر له قوله ویلي چې د پکتیکا ولایت ابتدایه محکمې د جاني خېلو ولسوالۍ یو اوسیدونکی اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم کړی دی.

د باختر خبري اژانس اردو څانګې پر ایکسپانه لیکلي چې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن او محکوم شوی کس یو ښوونکی و. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو تورن کس د نجونو د زده کړو او د عصري زده کړو فعال بللی دی او ویلي یې دي چې پر نوموړي لګیدلې تورونه ښايي نورې انګیزې ولري.

که څه هم د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیله ځینې کسان په ورته تورونو بندیان شوې دي، خو دا به لوموړی ځل وي چې د طالبانو یوه محکمه مقدساتو ته د سپکاوي په تور یو تن په اعدام محکوموي.

پاکستاني رسنۍ: پر ډیورند کرښه ډزې تبادله شوي

پاکستاني خبري سرچینې وايي چې د دغه هېواد او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ پرون (چهارشنبې) سهار ډزې تبادله شوې دي.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلي چې له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

تراوسه پورې د دې نښتې د علت په اړه نه د طالبانو حکومت او نه پاکستان څه ویلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه هر څه موده وروسته نښتې کېږي او پاکستان ډېر ځلي له دې ډول نښتو وروسته خپلې لارې بندې کړي دي.

په بغلان او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۷ درجې و، نن (پنجشنبه) د افغانستان په شمال لوېدیځو ولایتونو کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال په ۱۶ کیلومترۍ کې و.

د راپور له مخې، د زلزلې ټکان تر غرمې مخکې په لس بجې او ۵۲ دقیقې احساس شو.

د زلزلې له کبله د سرومال د تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د ۱۳۸۱ د حمل په شپږمه (د ۲۰۰۲ د مارچ په ۲۶ مه) یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر ۶ درجې و، په نهرین کې لږترلږ۹ ۱۸۰۰ تنه مړه او تر ۴ زره ډېر کسان ژوبل کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG