نړۍ
پر کانګرس یرغل؛ محکمې ۲ تنه پر یوه پولیس په برید تورن کړي

د واشنګټن ډي سي یوې محکمې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د جنوري په شپږمه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د یرغل په قضیه کې دوه کسان پر یوه پولیس افسر په برید تورن کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د پنسلوانیا اوسېدونکی ۳۲ کلن جولیان خاطر او د لویدیځې ویرجینیا اوسېدونکی ۳۹ کلن جورج تانیوس محکمې ته د یوه شکایت پر اساس نیول شوي دي.
خاطر او تانیوس پر کانګرس د یرغل په پېښه کې حاضر وو او ویډیو یې په داسې حال کې اخېستل شوې ده چې د پولیس افسر براین سیک نېک پرمخ د حیواناتو پر ضد د ځانګړي سپرې په شیندلو کې له یو بل سره همکاري کوي.
په تصاویرو کې ښکاري چې نوموړی پولیس چې وروسته بیا مړ شو او دوه نور پولیس افسران د خاطر او تانیو د دې کار مخه نیسي، له هغه ځایه لېرې کېږي او د یاد پولیس افسر د سترګو د مینځلو لپاره د اوبو د موندلو هڅه کوي.
د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید قضیه کې له ۳۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسراییلو بریدونو کې د ایران دننه ۹۵۰ تنه وژل شوي

په متحده ایالتونو کې د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وایي، پر ایران د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۳۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه بنسټ د راپور پر اساس، چې نن دوشنبه د چنګاښ په دوهمه یې خپور کړی، لیکلي چې وژل شویو کې ۲۳۵ امنیتي ځواکونه او ۳۸۰ ملکیان شامل دي.
د څه باندې درې سوو نورو وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ایران د عامې روغتیا وزارت بیا د شنبې په ورځ ( د جوزا په ۳۱مه) ویلي و چې د اسراییل بریدونو کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۵۶ نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل لوري ته بیا په رسمي ډول یوازې د ۲۴ کسانو د وژلو راپور ورکړل شوی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
تهران او څو نورو ښارونو کې نن دوشنبه د چاودنو غږونه اوریدل شوي

د ایران پلازمېنې تهران او یوشمېر نورو ښارونو کې نن سهار وختي " دوشنبه د چنګاښ دویمه" د خطرزنګ او د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د نور نیوز په حواله ویلي چې اسراییل نن د تهران په جنوب ختیځ کې د پارچین په نوم پوځي تاسیسات هدف ګرځولي دي.
تراوسه په دغو بریدونو کې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د ایران سپاه پاسدران ته نژدې فارس خبري اژانس په کرج او دغه راز کرمانشا او ځینو نورو ځایونو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.
امریکا پرون سهار وختي د ایران پر نطنز، فوردو او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل او ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه بریالي وبلل.
تر دغو بریدونو وروسته پرون یکشنبه ایران پر اسراییل شاوخوا دیرش توغندي وتوغول چې د چارواکو په خبره ۲۱ تنه په کې ټپیان شوي دي.
بلاروس ۱۴ زندانیان ازاد کړي، د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال هم په کې دی

بلاروس د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د پخواني خبریال ایهار کراني په ګډون ۱۴ زندانیان ازاد کړي دي.
د ازادۍ راډیو د بلاروسي څانګې دغه پخوانی خبریال ۲۰۲۳ کال کې نیول شوی و چې لامل یې سیاسي انګیزه بلل شوې ده.
د زندانیانو د خوشې کېدو دغه معامله د لتوانیا د حکومت په همکارۍ ترسره شوې ده.
د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس د کراني د خوشې کيدو هرکلی کړی او دې چاره کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې.
کاپوس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، د لیتوانیا له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه هم د زنداني خبریالانو د ملاتړ په پار مننه کړې ده.
یو بل را خوشې شوی زنداني د بلاروس د سیاسی مخالفینو یو نوماند سیارهي تیخانوفسکي دی.
تیخانوفسکي ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د بلاروس د واکمن په وړاندې ټاکنیزه مبارزه وکړي.
په بلاروس کې هغه مهال ګڼ شمېر کسان ونیول شول چې ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د دغه هېواد د ځواکمن الکساندر لوکاشینکا د بریا په ضد اعتراضونه وشول.
افغان فوټبالره نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته ستنیږي

هغه د ۱۸ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اروپا اتلولۍ کې د ډنمارک لپاره بیا لوبې کولو ته چمتو ده.
د ۲۰۲۵ کال د اروپا د ښځو اتلولۍ د جولای په دویمه نیټه په سویس کې پیلیږي.
د ډنمارک د ښځو روزونکې اندري جیګلیټز ویلي نادیه ندیم داسې لوبغاړې ده چې کولی شي د لوبې رُخ بدل کړي.
۳۷ کلنه نادیه ندیم چې د مسلکي فوټبالرې سربیره ډاکټره هم ده، په ۱۲ کلنۍ کې له افغانستانه وتلې.
هغې مخکې په انګلستان کې د مانچسټر سیټي، په فرانسه کې د پاریسنټ ژرمن او په ایټالیا کې د AC میلان لپاره لوبې کړې دي.
د ایران د قُدس ځواکونو د فلسطین څانګې مشر وژل شوی

پر ایران د اسراییلو په تازه بریدونو کې یو بل لوړپوړی قومندان وژل شوی.
د اسراییلو پوځ ویلي چې د قدس ځواکونو د فلسطین څانګې مشر او د ابوجهاد د بهرنیو عملیاتو قومندان محمد سعید ایزدي یې په قم ښار کې په یوه برید کې وژلی دی.
په قم کې یو بل کس هم وژل شوی چې ایراني رسنیو یو شپاړس کلن ځوان احسان قاسمي بللی.
نن اسراییلو پر اصفهان کې هسته يي سایټونه دوه واره هدف ګرځولي.
د ایران او اسراییلو د بریدونو نهمه ورځ ده.
دواړه خواوو پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی او ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اسراییلو لسګونه ایراني لوړپوړي قومندانان او جنرالان وژلي چې پرون یې هم د ایران د سپاه د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو قومندان امین پورجودکي په اهواز کې وژلی دی.
روسیې د اوکراین ادوسیه ښار په ډرون الوتکو وویشت

د اوکراین پر ساحلي ښار اودیسه باندې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو د برید له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دیارلس تنه نور د ژغورنې د کارکوونکو په شمول ټپيان شوې دي.
د اوکراین هوایي ځواکونه وایي چې روسیې په شپږ اتیا ډرون الوتکو باندې د جمعې په ورځ پر اودسیا ښار برید وکړ چې له دې ډلې اویا الوتکې د اوکراین دفاعي سیستم شنډې کړې.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې وروستیو بریدونو ته د وحشي، عمدي تاکتیکونو نوم ورکړ.
ښاغلي زیلینسکي یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین ادعا وکړه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره چتو دی چې یوه حل لاره ومومي او د اوکراین له ولسمشر سره وغږیږي.
په دې ترڅ کې د روسیې دفاع وزارت وایي، د جون د شلمې په لومړیو کې یعني د جمعې په سهار د دوی هوایي مدافع ځواکونو لږ تر لږه د اوکراین یو شپیته بې پيلوټه الوتکې چې د مسکو په شمول د روسیې لور ته استول شوې وې، له منځه وړې دي.
د ایراني او اروپایي ډیپلوماتانو غونډه

ټاکل شوې ده چې نن په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو یوشمیر اروپایي سیالانو سره غونډه وکړي.
که څه هم تر دې مخکې عباس عراقچي ویلي و چې تر هغو به یې هیواد خبرو ته چمتو نه شي چې پر ایران د اسراییل بریدونه روان وي، خو د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې اوس عراقچي هیلمن دی چې له یوې اونۍ راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه دیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي.
د جینوا په ننۍ غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران، همداراز د اروپایي ټولنې یوشمیر استازي برخه واخلي.
د دې خبرو تر پیلیدو مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي عراقچي په وینا د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې وایي، د ایران د بالستیک توغندیو په تړاو خبرې ممکن نه دي او په جینوا کې به پر سیمه ییزې ستونزې او د ایران پر اټومي پروګرام تمرکز وشي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لېمي وویل، اوس د دیپلوماسي لپاره دوې اونۍ وخت شته چې یوه حل لاره ومومو. د ښاغلي لېمې اشاره د امریکا د ولسمشر خبرو ته وه چې پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت وویل، ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پریکړه وکړي چې د ایران په جګړه کې مستقیمه برخه واخلي که نه.
تر ۶۰ ډیرو اسراییلي الوتکو نن پر ایران بمبارد وکړ

د اسراییل هوایي ځواکونه وایي، نن یې د ایران په لسګونه سیمې په نښه کړې دي.
د اسراییل دفاع وزارت په ټیلګرام کې لیکلي دي، تر شپیتو ډیرو (IAF) جنګي الوتکو په دې بمباریو کې برخه واخیسته.
د اسراییل دفاع وزارت څرګندوي چې د ایران صنعتي سیمې یې په نښه کړې دي، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په دې ځایونو کې ایران وسلې جوړوي.
ایران د اسراییل جنوبي سیمې په توغندیو وویشتې

د اسراییل په جنوب کې د بیر سباع په سیمه او د هغې شاوخوا کې د ایران د توغندیو په تازه برید کې اووه تنه ټپيان شوې دي.
د راپورونو له مخې په دې برید کې شاوخوا ودانۍ ډیرې زیانمنې شوې دي.
د ایران د دې حملو ټپیان روغتون ته لیږدیدلي دي.
دا دوهمه ورځ ده چې د بیر شبع پر ښار د ایران توغندي لګیږي.
لیونل مسي خپل ټیم بریا ته ورساوه

د فوټبال کلپونو په نړیوال جام کې انټرمیامي د مسي په هڅو خپل سیال ته ماته ورکړه.
انټر میامي چې ۲ پر ۱ پورتو لوبډله ماته کړه.
په دې لوبه کې پورتو لومړی ګول په ۸ دقیقه کې ترسره کړ. میامي ټیم په ۴۷ دقیقه کې مساوي ګول ترسره کړ او بلاخره د نړۍ وتلي فوټبال لیونل مسي وتوانېد په یوې ازادې ضربې سره د خپل ټیم په ګټه دویم ګول ووهي.
د نړۍ د فوټبال کلپونو اتلولي سیالۍ د ۳۲ کلپونو تر منځ د جون له ۱۵مې پيل شوي.