د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۸

اروپا کې خلکو ته د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین د ورکړې پرېکړه کېږي

د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین
د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین

د اروپا د درملو د تنظیم اداره وايي، دوی به راتلونکې اوونۍ په دې اړه پرېکړه کوي چې په اروپا کې خلکو ته د جانسن اېنډ جانسن د واکسین لګولو اجازه ورکړي که نه؟

که په امستردام کې دېره د درملو د تنظیم اداره دغه واکسین چې خلکو ته په یوه ډوز کې ورکول کېږي تایید کړي، دا به څلورم واکسین وي چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکول کېږي.

اروپايي مشران د مارچ پر یوولسمه د جانسن اېنډ جانسن واکسین په باب په ځانګړې غونډه کې پرېکړه کوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۴ میلیونو او ۵۰۰زرو اوښتی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG