افغانستان
دفاع وزارت: کاپیسا کې د القاعده د ۴ غړو په شمول ۱۳ طالبان ووژل شول

افغان ځواکونه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې ننیې خپره کړه، وویل چې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده مربوط د څلورو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنهیې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني پوځیانو په باجوړ کې عملیات پيل کړل

اسوشیتد پریس اژانس د پاکستاني چارواکو په وینا نن خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو په باجوړ کې پوځي عملیات پيل کړې دي چې له امله یې په لسګونو زره کسانو سیمه پرې ایښې ده.
تر اوسه رسما د دې عملیاتو اعلان نه دی شوی، خو د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د سیمه ییزو په وینا وویل چې په دې عملیاتو کې چې هلکوپترو هم برخه پکې اخستې ده له افغانستان سره نژدې په غرنیو سیمو کې د یاغیانو پټنځایونه په نښه کیږي.
یوه بل دولتي چارواکي شاهد علي وویل چې د دې عملیاتو له ویرې نږدې یولک کسان بیځایه شوې دي.
اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشران په افغانستان کې پټ شوې دي، دا هغه تور دی چې افغان طالبان یې ردوي.
طالبان وایي چې په کابل کې به د لوړو کراییو مخه ونیسي

د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې پریکړه وکړه چې د کورونو څښتنان نه شي کولی چې د پروسږکال له کراییې څخه تر لس سلنه زیاتې افغانۍ واخلي.
دا پریکړه نن( د اګست ۱۲ مه) د طالبانو د کورونو د کرایې د ګډې کمیټې له لورې وشوه. دا کمیټه د عدلیې وزارت په مشرۍ د پولیسو، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي د سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي او د کرایې له زیاتوالي شکایت لري. دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت به وکولی شي په بریالیتوب سره د کرایې د حیرانونکي زیاتوالی کنټرول کړي یا نه کړي.
د نسیم راډیو خپرونې بندې شوې

نسیم راډیو اعلان وکړ چې له ۱۳ کلونو وروسته به په دایکندي او بامیان ولایتونو کې خپل فعالیت ودروي.
دې رسنۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي.
په دې بیان کې هیله څرګنده شوې ده، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي.
تیره چهارشنبه، د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو رییس او دوه خبریالان ونیول او د راډیو ځینې تجهیزات یې ضبط کړل.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز په وینا، د نسیم راډیو کارمندان د داعش او د وسله والو طالبانو د مخالفینو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د خپریدو په تور نیول شوي او تحقیقات ترې شوي دي.
له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل نیولی، دوی په افغانستان کې په خبریالانو او ازادو رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي، سلګونه رسنۍ یې بندې کړې دي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارمندان له افغانستانه وتلي دي. اوس مهال یو شمېر افغان خبریالان د خپل ژورنالیستیکي کار لپاره د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو ملاتړ کونکو ادارو لخوا یې سختې نیوکې راپارولي دي.
ملګري ملتونه: طالبانو په تیرې څلور کلنې دورې کې تر ۱۰۰ ډیر فرمانونه د ښځو پرضد صادر کړي

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه څلور کاله وروسته، د افغان ښځو روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې په یوه پوسټ کې دا هم ویلي چې طالبانو په دې موده کې د ښځو ضد شاوخوا سل فرمانونه صادر کړي ، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې "ویجاړونکې" پایلې درلودې.
د ملګرو ملتونو په وینا، له اته اویا سلنې څخه زیاتې افغان ښځې نه تعلیم لري او نه هم کار ته لاسرسی لري.
نژدې څلور کاله مخکې چې د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو زده کړې منع کړې، بیا یې پوهنتون ته د دوی د تګ مخه ونیوله او په ډیری دولتي دفترونو او غیردولتي موسسو کې یې د ښځو کار منع کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه له یوه پلاوي سره دې هېواد ته ورغلی

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه دې هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، "پلاوی د قرغیزي چارواکو سره د دواړه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي".
بل پلو، د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په کابل کې له چینايي سوداګرو سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون دوشنبې ترسره شوې.
د صعنت او سوداګرۍ وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، "چینايي سوداګر لیوالتیا لري چې د افغانستان د انرژۍ، د برېښنا د کارخونو په جوړیدو او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي.
که څه هم چینايي سوداګر وخت ناوخت په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا ښيۍ خو هم د طالبانو حکومت او هم چینايي پانګوالو په دې برخه کې کړې ژمنې چې بې کاره خلکو ته د پانګونې له لارې د دندې موندل دي پوره کړې نه دي.
د طالبانو او یوناما نانندرۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ( مناسب اقدام) خبرداری ورکړی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو " بې بنسټه راپورونو" په تړاو به یې " مناسب اقدام" وکړي.
دوی پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه راپور په غبرګون کې کړي چې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو پر وضعیت څرخېده.
یوناما د زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه راپور کې وویل، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوناما "دغه راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی".
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له څیړونکو سره په نانندریو اوړي، دوی تیر کال د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راپورونو نیوکې وکړې او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګوه.
د کډوالو په ستنیدو کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوې

د کابل د کورونو کرايه په تېر يو کال کې دوه برابره لوړه شوې ده. ايران او پاکستان څخه د څه دپاسه دوه ميليونه ستنو شویو افغانانو په راتګ سره د کورونو کمښت لا پسې شديد شوی دی.
د جایدادونو دمعاملاتو ځینې دفترونه وايي ځينو مالکانو د کډوالو له راستنېدو وروسته کرايې دوه برابره کړي دي.
د طالبانو چارواکي د کورونو د کمښت بحران نه مني، خو داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې د سړک جوړونې د پروژو لپاره د کورونو ورانولو د کورونو عرضه کمه کړې ده.
کابل ته راستنېدونکي او پلازمینه کې پخواني اوسېدونکي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې ډېر ټيټ عايد لري، د کرايې په پرې کولو له جدي ستونزو سره مخ دي
د یوناما تازه رپوټ : برحاله چارواکي زده کړو ته دنجونو دلاسرسي په مخنیوي ، او په بدني سزاوو د بشري حقوقو نقض ته دوام ورکوي

یوناما ،په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ کې وايی برحاله چارواکي زده کړو ته دښځو او نجونو دلاسرسي په مخنیوي ، د ښځو د تګ راتګ په محدودولو او په بدني سزاګانو د بشري حقوقو نقض ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ، یوناما، خپل نوي رپوټ کې وايی برحاله چارواکو له شپږم ټولګی څخه پورته زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخنیوي ته دوام ورکړی او د لیسو د فارغانو او کانکور آزموینو کې یې د ښځو او نجونو ګډون ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
رپوټ وړاندې په هرات او ارزګان ولایتونو کې د می او جون میاشتو کې د مثالونو په یادونې سره لیکي داسې ښکاري چې برحاله واکمنو د حجاب لارښود ته هم د ښځو پابندي څخه څارنه شدیده کړی ده.
رپوټ وايی په هرات کې ښځې مکلفې شوې چې چادري واغوندي ، دوی مارکیټونو ته له ننوتلو او د عامه ترانسپورت څخه له استفادې منع شوې او ځینې یې د امر بالمعروف ادارې لخوا ترهغو توقیف شوې وې چې خپلوانو یی ورته چادری یا څادرونه راوړل.
او جون میاشت کې محتسبینو په ترینکوټ ښار کې هغه ښځې نیولې وې چې دبرقعی په ځای یې حجاب اغوستی وو.
رپوټ زیاتوي چې په مې میاشت کې محتسبینو او پولیسو په غور او هرات ولایتونو کې یو شمیر کورنۍ تفریح ځایونو ته له ورتګ منع کړي.
یوناما وايي په داسې حال کې چې طالبان په عام ډول دامني چې اسلام ښځو ته د کسب اوکار اجازه ورکړې خو داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې دوی یوشمیر ښځې له کار منع کړي دي.
یوناما وايی سره لدې دامربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په خپله ایکس پاڼه کې د ښځو د میراث ، ملکیت او مهر د حقوقو په اړه دیوشمیر قضیو دحل یادونه کړې خو پوره معلومات نشته چې دغې ادارې او سترې محکمې دغه قضیې څنګه حل کړي.
رپوټ وايي طالب چارواکو په عام محضر کې بدني سزا ته ادامه ورکړې او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې داعدام سزا په عام محضر کې تطبیق شوې.
د طالبانو حکومت د یوناما ددغه نوي رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښودلی.
رپوټ د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل میاشتې څخه ترجون موده رانغاړي.
د محمود شا حبیبي نامعلوم برخه لیک، متحده ایالات داسې شواهد لري چې هغه د طالبانو مخفي پولیسو نیولی و

د امریکا متحده ایالتونه داسې شواهد لري چې ښيي افغان الاصله امریکایی محمود شا حبیبي د طالبانو د مخفي پولیسو له خوا په کابل کې نیول شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ماښام ( د زمري ۱۸) لیکلي چې دغه شواهد دوی هم کتلي دي.
د طالبانو حکومت بیا د شاوخوا درې کلونو په تیرېدو د ښاغلي حبیبي چې د جمهوریت پر مهال د هوایي چلند وزیر و، د نیولو راپورونه ردوي او وایي د ځای ځایږي په اړه یې معلومات نه لري.
د حبیبي کورنۍ د طالبانو د ځینو غړو د معلوماتو په حواله مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي و چې حبیبي د طالبانو له خوا القاعده شبکې ته سپارل شوی دی.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د حبیبي د موندلو او خوشې کېدو هڅه کوي او د هغه د موندلو لپاره یې ۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د حبیبي په نوم کوم امریکایي تبع دوی سره بندي نه دی.
د ښځو شبکه: طالبانو ۴ کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې ته دوام ورکړی

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وایي، طالبانو د بیا واکمنۍ په څلورو کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې او له سیاسي، ټولنیز او روزنیز ژونده د هغوی ګوښه کولو ته دوام ورکړی دی.
دغې شبکې دا خبره نن شنبه ( د اګست ۹مه) په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ د ۴مې کلیزې په درشل کې یې خپره کړې.
شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پيژنی او مشرتابه دې له بندیزونو سره مخامخ او قانوني چلند باید ورسره وشي.
طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴مه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل.
دوی د واک په لومړنیو اونیو کې د ښځو لپاره د جمهوریت د نظام ځانګړی شوی وزارت او د بشري حقونو کمیسیون منحل او پر ښځو یې له شپږم ټولګي پورته تحصیل په ګډون بیلابیلو برخو کې بندیزونه ولګول.