- مسیر
مسیر ورځپاڼې د سولې مذاکراتو د بیا ځلي پیل په تړاو لیکلي، اوس چې دا خبرې بیا پیل شوې، یو ښه پرمختګ دی او خلک ورته خوشحال دي.
خو د لیکوال په خبره، له ټولو سره بیا هم دا پوښتنه ده چې خبرې به مثبته پایله ولري او که به د پخوا په شان سړې، لانجمنې او بې پایلې وي.
وړاندې دوو بنسټیزو لاملونو ته اشاره شوې چې د سولې په خبرو منفي اغېز پرې باسي، یو دا چې لا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله روښانه نه ده او دوهم لامل دا دی چې لا هم دواړه بین الافغاني لوري له یو بل سره رښتیني نه دي، په نیتونو کې یې ستونزې شته او هغسې څه نه کوي چې د سولې لپاره ورته اړتیا ده؛ د لیکوال له قوله، دا چاره مخامخ پر خبرو منفي اغېز کوي.
خو وړاندې ټینګار شوی اوس چې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شوي، له ټولو ستونزو سره-سره ورته هیلې شته.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې د جګړې دواړه غاړې باید پر دې ولس رحم وکړي، له تېرو زدهکړه وکړي، د ولس غږ واوري او د سولې په برخه کې رښتیني ګامونه واخلي.
لیکوال وړاندې لیکي:
له انعطاف، قربانۍ او یو بل ته له تېرېدنې پرته نه سوله راتلای شي او نه هم جګړه ختمېدای شي، نو په اند یې له همدې امله دواړه لوري باید ټول هغه ګامونه واخلي چې له سولې سره مرسته کوي او ټولې هغه کړنې باید ودروي چې سوله تخریبوي او جګړه زیاتوي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کرونا ضد واکسين د پيل هرکلی کړی.
په ورځپاڼه کې راغلي، افغان ولس دې ډاډه وي چې له کرونا ويروس يې ژغورل د افغان حکومت ستر لومړيتوب دی.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي، ګنې ډېرو داسې ډنډورې غږولې چې افغان حکومت به په اسانۍ سره و نه توانېږي چې په داسې اسانۍ د کرونا ضد واکسین تر لاسه کړي او بيا به يې ولس ته ورسوي.
خو د لیکوال په خبره، دا اټکل ناسم را وخوت او په دې برخه کې نه يوازې نړيوال روغتيايي سازمان مسووليت لري، بلکې افغان حکومت د هندوستان په څېر له نړيوالې ټولنې او د نړۍ له سترو قدرتونو سره سټراټيژيک تړونونه لري چې واکسین تر لاسه کړي او ولس ته يې ورسوي.
ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر غني څرګندونو یوې برخې ته اشاره کړې چې ویلې یې دي، د کرونا واکسين د بلې برخې د پيدا کولو لپاره چې ۴۰ سلنه خلکو ته به ورکړل شي هڅې روانې دي.
له دې ټولو سره ورځپاڼې ټینګار کړی چې د ولس لپاره په پوره توګه د کرونا واکسین تر لاسه کولو هڅې بايد پراخې او دا لړۍ ډېر عامه او په عادلانه توګه ولس ته ورکړل شي، ځکه ولس ډېر ناتوانه دی او د دې مرګونې ناروغۍ پر ضد د مبارزې او يا درملنې هېڅ وس او توان نه لري.
- اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې د پکتيا ګمرک کې شوي فساد ته اشاره کړې چې د دې ګمرک عوايد یو ميليارډ افغانۍ را کم شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم له دې لارې په معمول ډول ملي خزانې ته په کلني ډول لسګونه ميلیارډه افغانۍ جمع کېږي، خو په دې مهمو عايداتي ادارو کې پراخ فساد لويه اندېښنه ده چې په روڼ ډول د عايداتو راټولېدو مخه نيسي.
د لېکوال په اند، که د عايداتي ادارو، په تېره د ګمرکاتو عوايد په سم ډول ملي خزانې ته ولېږدول شي، ښايي افغانستان خپل ډېر لګښتونه له بهرنيو مرستو پرته تمويل کړای شي.
ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې ولسمشر غني له لومړيو وختونو په ګمرکاتو کې د فساد د مخنيوي ژمنې کړې او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو يې د روڼتيا پر تامين ټينګار کړی، خو لا هم په دې مهمو ادارو کې د فساد له امله زياته اندازه پيسې د ځينو کسانو او کړيو جېبونو ته ځي.