د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

افغانستان

یوناما: ښکېل لوري دې د نورو زیانونو مخنیوي ته چټک اقدامات وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به نن خپور کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز په یوه ټویټ کې ویلي، د دغه مهم راپور هدف دا دی چې ښکېلو مسولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي.

دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه سپموي.

یوناما له دې مخکې ویلي و چې دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د وړم ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همدا راز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی و.

یوناما داسې وخت خپل کلنی راپور خپروي چې وروستۍ لږ تر لږه شپږ میاشتې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ځینو لویو ښارونو کې بې شمېره مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو ګڼ تلفات اړولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا پر افغانستان زیاته اندازه بشري مرستې درولي دي

له افغانستان سره بشري مرستې، ارشیف
له افغانستان سره بشري مرستې، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره بشري مرستې پای ته رسوي.

ټرمپ د دوشنبې په ماښام د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوه ګډ خبري کانفرانس پر مهال وویل " د بایډن ادارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته "ډېره اندازه پیسې" ورکړي دي.

بل لورته رویټرز خبري اژانس د څو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ ادارې پر افغانستان او یمن یوه زیاته اندازه بشري مرستې بندې کړي دي.

رویټرز د امریکا د نړيوالې پراختیا ادارې ( یو.ایس.اې.آی.ډې) د بشري مرستو د پخوانۍ مشرې سارا چارلز په حواله ویلي، د افغانستان په ګډون له څه باندې لسو هېوادونو سره هغه مرستې د تېرې اونۍ په پای کې ودرېدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو.ایس.اې.آی.ډي له خوا کیدلې.

که څه هم د دغو بندو شویو بشري مرستو اندازه معلومه نه ده، خو ملګرو ملتونو ویلي، امریکا د سږ کال له پيله تراوسه افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او تېر کال یې په همدې هدف افغانستان ته ۷۳۶ میلیونه ډالره لېږلي دي.

طالب چارواکي: له کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او ناورین زیږونکی دی

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او څو نورو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو چلند" غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.

د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې چې پرون دوشنبه جوړه شوې وه، له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د کډوالو په باعزته ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دې اړه یوه خبرپاڼه کې چې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپره کړې راغلي، دوی په خپلو ټولو موجوده امکاناتو هڅه کوي چې د راستنېدونکو لاسنیوی وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، پاکستان یوازې تېرو دوو ورځو کې ۸ زره افغان کډوال اخراج کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د یوې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۷ زره کډوالو راستنول تایید کړي دي.

پاکستان د مارچ له ۳۱مې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر هغو افغان کډوالو چاپې زیاتې کړي چې بې اسناده دي یا هم د افغانستان د هویت کارتونه لري.

اروپایي ټولنه د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره ۹۷ میلیونه یورو مرسته کوي

افغانستان- د ای سي ار سي موسسې روغتیایي مرستې-ارشیف
افغانستان- د ای سي ار سي موسسې روغتیایي مرستې-ارشیف

اروپایي ټولنې ویلي دي چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې به اووه نوي میلیونه یورو مرسته وکړي.

په هغه اعلامیه کې چې پرون اروپایي ټولنې خپره کړه پکې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او څو نورو بشري موسسو له لارې ولګول شي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي ویلي چې له یونیسف سره په همغږي به، دا ټولنه د ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې، څښاک اوبو او حفظ الصحې په برخو کې د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره پروګرامونه تمویل کوي.

ملګرو ملتو د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ

ملخان-د ارشیف عکس
ملخان-د ارشیف عکس

د ملګرو متلو د خوړو او کرنې موسسې( ایف-اې-او) د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ.

( ایف-اې- او) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا ملخان لاهم د هګیو په مرحله کې دي، خو که چیرته د دې ملخانو مخه سر له اوسه ونه نیول شي، په کندز، بغلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو کې به زراعتي مځکې اغیزمنې کړي.

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي دي چې دوی د افغانستان په شمال کې د ملخانو د مخنیوي لپاره د درملو د شیندلو کمپاینونه ترسره کړې دي.

د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې بیا ویلي دي چې د کیمیاوي درملو د شیندلو په برخه کې عامه پوهاوی ضروري دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې له ۸۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي

ایستل شوي افغان کډوال
ایستل شوي افغان کډوال

د آی او ام په وینا، په دې افغانانو کې غیر اسناد لرونکي کډوال او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې د افغان تابعیت کارتونه لري.

د طالبانو حکومت د زرګونو کډوالو د ایستلو خبر تایید کړی، خو وايي چې د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د ایستل شویو شویو کسانو شمیر د ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ ترمنځ دی.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ عمل کمېټې تایید کړې چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د کمېټې یوه غړي نن ازادي راډیو ته وویل چې بندیان شوي کډوال حتی کافي خواړه هم نه لري.

مزارشریف ښار کې چاودنه شوې

د مزارشریف د روضې یو انځور
د مزارشریف د روضې یو انځور

راپورونه وايي چې نن ماښام په مزارشریف ښار کې یوه چاودنه شوې.

ځینو افغان رسنیو د خپلو کورنیو سرچینو په حواله ویلي چې چاودنه د مزارشریف ښار په اتمې حوزې کې شوې ده.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.

د راپورونو په اساس چاودنه په «خبریالانو» چوک سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې شوې.

لا طالب چارواکو دا پېښه تایید یا رد کړې نه ده.

د دې پېښې زیات جزییات لا نه دي رسنیز شوي.

پاکستان وايي افغان ننداره چیانو د دوی د کرکټ لوبغاړو سپکاوی کړی

خوشدل شاه نیوزیلنډ کې د فزیکي شخړې په مهال
خوشدل شاه نیوزیلنډ کې د فزیکي شخړې په مهال

پاکستان ادعا کړې چې افغان نندارچیانو د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرکټ لوبې پرمهال د پاکستاني لوبډلې غړو ته سپکاوی کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ نن په یوه بیان کې ادعا وکړه چې "بهرني نندارچیانو د لوبې پرمهال د پاکستان پر ضد نامناسب شعارونه ورکړل".

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې، امنیتي پرسونل لیدل کیږي چې د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي خوشدل شاه او یو شمیر نندارچیانو ترمنځ د فزیکي شخړې مخه نیسي.

تر اوسه پورې، د کرکټ نړیوالې شورا یا کومې بلې خپلواکې ادارې د پاکستان دغه ادعا نه ده تایید کړې.

پاکستان له نیوزیلند سره درې یو ورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې وکړې چې یواځې یوه شل اووره یې وګټله او پاتې اوه لوبې یې وبایلودې.

کومه پېښه چې اوس پرې د پاکستان کرکټ بورډ بیان ورکړی د اپرېل په پنځمه د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پرمهال شوې.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

د نانوايي مخته ولاړې بیوزلې ښځې او ماشومان
د نانوايي مخته ولاړې بیوزلې ښځې او ماشومان

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخې تمه ده دا اوونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.

ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ د طالبانو له رییس الوزرا سره، ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ د طالبانو له رییس الوزرا سره، ارشیف

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.

اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.

تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.

تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، ارشیف
له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، ارشیف

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.

پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.

د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG