د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۹

صربیا له خپل ګاونډي شمالي مقدونیا سره د کرونا ضد واکسین مرسته وکړه

شمالي مقدونیا ته د صربیا مرسته شوي واکسین
شمالي مقدونیا ته د صربیا مرسته شوي واکسین

صربیا له خپل ګاونډي، شمالي مقدونیا سره د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد فایزرـبایو ان تیک د ۴،۶۸۰ دوزه واکسین مرسته وکړه.

دا هېواد تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د خپل نفوس چې شمېر یې دوه ملیونه او یو لک وګړي دي، د دغې وبا په وړاندې واکسین برابر کړي.

د صربیا ولسمشر الکساندر وچیچ او د شمالي مقدونیا صدراعظم زوران ژایو پرون د تابانوڅي پرګ ډې پولې د دغه واکسین د پېټو د لېږدولو په تشریفاتي مراسمو کې ګډون وکړ.

له دې هېواد سره د صربیا په مرسته شویو واکسینونو به ۲،۳۴۰ کسانو ته دوه ځلې دغه واکسین ورکول کېږي. د شمالي مقدونیا صدراعظم چې د ګاونډي دغه مرسته‌یې ډېره ارزښتناکه وبلله وویل چې دغه واکسین به روغتیایي کارکوونکو ته چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په مرکزونو کې کار کوي، ورکړل شي.

شمالي مقدونیا دغه‌راز هیله‌من دی چې په روانه فبرورۍ میاشت کې د واکسین ۸۴۰ زره نور دوزه له نړیوال روغتیایي سازمان څخه ترلاسه کړي.

د شمېرو له مخې په شمالي مقدونیا کې ۹۷ زره کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې درې زره هم ترې مړه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG