د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۷

افغانستان

ماليې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ بېلابېلې چارې ټکنۍ کړي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د بودجې په تصویب کې ځنډ په بېلابېلو برخو کې چارې ټکنۍ کړي دي.

د دغه وزارت د رسنيو د برخې امر فرپد نوښت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د پرمختیایې چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په خبره دوی به ډېر ژر بودجه بيا ځلي د تصويب لپاره ولسي جرګې ته ولېږي او تمه لري چې دا ځل يې جرګه تصويب کړي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ پيلېږي او مالي اصول حکم کوي چې د هرکال مالي بودجه باید د کال له پیله مخکې تصویب او تطبیق ته تیاره شي.

ولسي جرګې له دې وړاندې ویلي چې د ۳۴ ولایتونو لپاره په پراختیایي پروژو کې د توازن نشتون، د دولتي کار کوونکو د معاشونو نه يو شانوالی، د ۲۱ زره تشکیلاتو کمښت، د هغه ادارو بودجه چې ولسي جرګې نه ده تصویب کړې او ملي دسترخان هغه موارد دي چې له امله یې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ لمریز مالي بودجه رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ملي بودجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ اټکل شوې ده.

له دې ډلې عادي بودجه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ ده چې د ملي بودجې ۶۵ سلنه جوړوي او همدارنګه پراختیایي بودجه د ۱۵۶ میلیارده افغانیو په لرلو سره د ملي بودجې ۳۵ سلنه جوړوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پر ډیورنډ کرښه د جګړې پرمهال یو افغان خبریال وژل شوی او یوبل ټپي شوی دی

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یو افغان خبریال د وژل کېدو او د بل د ټپې کېدو خبر ورکوي.

دې ټولنې نن په یوه بیان کې وویل پاکستاني ځواکونو د پکتیا د ملي ټلویزیون خبریالان عبدالغفور عابد او تواب ارمان په عمدي ډول د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې په نښه کړي دي، چې په نتیجه کې یې عبدالغفور عابد وژل شوی او تواب ارمان ټپي شوی دی.

نوموړې ټولنه وايي چې دا خبریالان د سیمې د وضعیت او له خلکو سره د خبرو لپاره سیمې ته تللي وو.

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې په دې برخه کې د خبریالانو د ملاتړ د نړیوالو ټولنو له خوا د تحقیقاتو غوښتنه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ له زیمبابوې سره د راروانو لوبو لپاره د لوبډلو نوملړونه اعلان کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش لوبډلې ته په دریو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش لوبډلې ته په دریو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې پر وړاندې د لوبو د لړۍ لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.

په پام کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ټسټ او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ راروانه اونۍ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۰مه) پیل شي.

کرکټ بورډ نن پر خپلو ټولنیزو پاڼو په یوه بیان کې د ټسټ او شل اووریزو لولو لپاره نوملړ خپور کړی دی. د ټسټ لوبو لپاره به حشمت الله شهیدي او د شل اووریزو لوبو لپاره به راشدخان لوبډلمشر وي.

افغانستان تازه له بنګلدیش سره د یوورځنیو لوبو لړۍ د درې واړو لوبو په ګټلو سره پای ته ورسوله خو له هغه مخکې یې درې شل اووریزې لوبې بنګلدیش ته وبایللې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت: روسي شرکتونه چمتودي چې کابل ته د پنجشنیرله سیند څخه د اوبو د لیږد په پروژه کې برخه واخلي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې روسیې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

دې وزارت نن چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په کابل کې د روسیې سفارت استازو او د دریو معتبرو روسي شرکتونو چارواکو د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزارت له مرستیال عبدالهادي یعقوب سره په کتنه کې د پنجشیرله سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد په پروژه کې د ونډې اخیستو لپاره چمتوالی وښود.

د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې دا پروژه به درې کاله وخت ونیسي او د کابل شاوخوا دوه میلیونه اوسیدونکو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.

روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.

ریچارډ بینیټ: د افغانستان - پاکستان په پوله نښتو کې ملکي تلفاتو او د خلکو بې ځایه کیدو ته ژوره اندیښنه لرم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان – پاکستان په پوله د وسله والو نښتو په نتیجه کې یوشمیرملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د خلکو د بې ځایه کیدو راپورونو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده.

بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې له ټولو لوروغوښتي چې له اعظمي زغم څخه کارواخلي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قانون ته غاړه کښیږدي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې راپور ورکونکي د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته اندیښنه داسې مهال ښکاره کوي چې د طالبانو د حکومت ویاند وویل چې په سپین بولدک کې تیره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري په بریدونو کې دولس ولسي وګړي وژل شوي اوله سلو زیات نور ټپیان دي.

خو د پاکستان پوځ بیا ادعاکړې چې په سپین بولدک کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او په ځوابي بریدونو کې له ۱۵ نه ترشلو پورې افغان طالبان وژل شوي او یوزیات شمیریې ټپیان دي. طالبانو د دغې اعا په اړه تراوسه څرګندونې ندي کړي.

یوه بریتانیايي سیاستوال، د مجرمو کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د موافقې غوښتنه وکړه

د بریتانیا د ریفورم ګوند مشر، نایجل فراج
د بریتانیا د ریفورم ګوند مشر، نایجل فراج

د بریتانیا د ریفورم ګوند مشر، نایجل فراج، چې یوه افغان وګړي د مرګ ګواښ ورته کړی و، د جرمني د سیاست ملاتړ وکړ چې له مخې یې مجرم مهاجر له هېواده شړل کېږي.

فراج پرون سې‌شنبې خبریالانو ته وویل: «جرمني موږ ته وښوده چې دا کار ممکن دی.»

پرون د جنوبي لندن یوې محکمې یو افغان کډوال فیاض خان، د ریفورم ګوند د مشر د مرګ په ګواښ محکوم کړ او هغه ته یې د پنځو کلونو بند سزا واوروله.

د فیاض خان ویډیو په ټیک‌ټاک کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې خپره شوې وه.

نایجل فراج د محکمې له پرېکړې وروسته وویل چې مجرم به د بند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بریتانیا په سړکونو آزاد ګرځي.

هغه وړاندیز وکړ چې د فیاض خان د بېرته ستنېدو د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار دا ده چې د افغانستان له حکومت سره د مجرمانو د استرداد یا بېرته لېږلو تړون وشي.

له دې وړاندې جرمني لسګونه افغانان چې د محکمو له لوري مجرم پېژندل شوي وو، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

دغه اقدام د مهاجرو د حقونو د ملاتړ سازمانونو غبرګونونه پارولي، ځکه دوی باور لري، هغه کسان چې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استول کېږي، ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ کېدای شي.

مولانا فضل الرحمن، د افغانستان او پاکستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړتوب توړاندیز وکړ

مولانا قضل الرحمان
مولانا قضل الرحمان

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، پرون (سې شنبې) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز وکړ.

پاکستاني رسنیو ویلي چې مولانافضل الرحمان دا وړاندیز یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې لږترلږه ۲۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

فضل الرحمان، چې ویل کېږي، د افغان طالبانو په منځ کې نفوذ لري، په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې ده پخوا هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېج په کمولو کې رول لوبولی دی او اوس هم دا کار کولی شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر د تېر کال په جنورۍ کې له یوه پلاوي سره کابل ته تللی و او له طالب چارواکو سره یې د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې کړې وې.

په خوست کې طالبان وايي، د پاکستان حملې ته یې ځواب ویلی

ځاځي اریوب ولسوالي
ځاځي اریوب ولسوالي

په خوست ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د دوی ځواکونو ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د حملې په ځواب کې برید کړی دی.

د خوست ولایت د والي ویندوی مستفغر ګوربز د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي، پاکستاني پوځیانو پرون ناوخته بریدونه پیل کړل چې د دوی د ځواکونو له ځوابي اقدام سره مخامخ شول.

ده نور جزییات نه دي څرګند کړي، خو د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، چې یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته د کورمې د قبایلي سیمې په شورکو سیمه کې ونښته.

پاکستان وايي، د افغانستان له لوري برید ته یې ځواب ویلی

کورمه
کورمه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو پرون (سې شنبې) د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر کورمه بې دلیله برید وکړ چې د دوی له مقاومت سره مخامخ شول.

پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه ونښته او په نتیجه کې یې په افغانستان کې څو پوستې او ټانکونه ویجاړ شول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ هم خپلې خوا ته د اوښتو تاوانونو یا مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

پرون د کندهار له ښورباک ولسوالۍ څخه خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه د دې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شدیده نښته شوې او د سې شنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په پکتیا کې ستره سړه خونه جوړه کړه

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) د افغانستان د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه عصري سړه خونه، چې د ۳۰۰ ټنه مېوې یا سبزیو د ساتنې ظرفیت لري، په پکتیا ولایت کې جوړه کړه.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد د همکارۍ او همږغۍ ادارې پرون (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د دې سړې خونې په پرانستونکې غونډه کې په کابل کې د ترکیې د همکارۍ او همږغۍ ادارې ريیس اکین اردوغان وویل، د افغانستان د خلکو ډېری برخه په کرنه او مالدارۍ پورې تړلې ده، نو ځکه دا دواړه برخې د پرمختیایي پروژو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د اوږدې مودې د زېرمتون د زیربناوو د نشتوالي له امله، بزګرانو نه شوای کولای خپل حاصلات په مناسبو شرایطو کې وساتي، چې له امله یې د محصولاتو تاوان او د عوایدو کمښت رامنځته شوی و.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، دغه تاسیسات چې د عصري ټکنالوژۍ په وسایلو سمبال دي، د مېوو او سبزیجاتو — په ځانګړي ډول مڼو — د غذایي ارزښت د اوږدې مودې لپاره د ساتلو زمینه برابروي. دا کار به تولیدوونکو ته دا چانس ورکړي چې خپل محصولات په ښه کیفیت او د لوړو بیو په بدل کې بازارونو ته وړاندې کړي.

په بریتانیا کې یو افغان په ۵ کاله بند محکوم شو

د فیاض خان په نوم یو افغان نن په بریتانیا کې په پنځه کاله بند محکوم شو.

د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د ټيک‌ټاک په یوه ویډیو کې د بریتانیا د "ریفرم یوکې" مشر نایجل فراج ته د مرګ ګواښ کړی و.

یاده ویډیو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې خپره شوې وه، چې پکې فیاض خان د وسلې د ډزو حرکات په لاس ښودل، او د هغه پر مخ د ټوپک انځور رسم شوی و.

نایجل فراج محکمې ته ویلي چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دغه ویډیو یې «ډارونکې» بللې ده.

قاضي کارن سټین فیاض خان په پنځه کاله بند محکوم کړ، او هغه یې د برېتانیا ته د غیرقانوني داخلېدو د هڅې په تور هم مجرم وباله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG