افغانستان
کابل کې د امریکا سفارت: امریکا د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي.
راس وېلسن نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړوندې دي.
د ده په وینا امریکا په دې باور ده چې د دغو مذاکراتو پایلې باید د افغانستان د خلکو هیلې منعکسې کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس- اوس د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه بحثونه کېږي او انګېرنه دا ده چې ګواکې دا له طالبانو سره د سولې توافق زمینه برابرولی شي.
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور تېره اوونۍ وویل چې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د مؤقت حکومت جوړېدل غواړي، خو د هېڅ هېواد نوم یې وانه خېست.
د افغانستان حکومت او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د مؤقت حکومت د جوړېدو موضوع اصلا ًپه خبرو کې مطرح شوې نه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان؛ د قصاص په اړه د یوناما له خوا د "نیوکې جسارت" نامسوولانه دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قصاص په اړه د یوناما نیوکې ته په غبرګون کې وايي، د یوناما له خوا پر شرعي احکامو د "نیوکې جسارت" نامسوولانه دی.
دې وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، "د قصاص حکم په دریو محکمو کې له هر اړخیزې څیړنو وروسته نهايي کیږي او مجرم په کې د دفاع حق لري".
یوناما د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا د څلور کسانو اعدام ته په غبرګون کې ویلي و، "د مرګ سزا د ژوند له اساسي حقونو سرغړونه ده".
یوناما په یو بیان د طالبانو له حکومت د دې سزا د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د تیرې جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره وو.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغان خوارځواکه ماشومانو وضعیت پر بیړني حالت بدل شوی دی

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اف پي) وايي، "د افغان خوارځواکه ماشومانو وضعیت پر بیړني حالت" بدل شوی دی.
دغې سازمان نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، "اوسمهال افغان ماشومان تر بل هر وخت زیات د خوارځواکي له ګواښ سره مخ دي چې د مخنیوي لپاره يې ملاتړ ته اړتیا ده".
د ډبیلو اف په ټکو، په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او د دې ماشومانو د ملاتړ لپاره مرستې ته اړتیا لرو.
له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې په میلیونو امیدواره میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته رسیدلی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ نن چهارشنبې یوه لوړپوري پاکستانی پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
تمه ده دا پلاوی په کابل کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ د ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوي چې د پاکستاني پلاوي سفر یو ورځ دوام وکړي او د طالبانو له حکومت سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.
کابل ته د صادق خان په مشرۍ دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي، چې د اپریل میاشت له پیله پاکستان څه باندې ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
د کډوالو د لوی کمیشنر د راپور له مخې د دغو کډوالو نژدې نیمايي په اجباري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
خلیلزاد له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په تړاو احتمالي پټې سناریو ته اندیښمن دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد څرګندوي چې له چارو سره یوشمیر با خبره خلکو ورته ویلي دي دوی اندیښنه لري چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې داعش ترهګر د افغانستان لور ته انتقال کړي.
ښاغلي خلیلزاد تیره شپه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دی هم ورته اندیښنه لري.
ښاغلي خلیلزاد د هغو کسانو نوم نه دی اخیستی چې دی وایي له ده سره یې خبرې کړې دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د پاکستان حکومت د روانې اپریل میاشتې له پيله له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د عالي کمیشنرۍ په وینا د اپریل له پيله تر اوسه په لسګونو زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوې دي.
د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ځي او د پاکستان یو پلاوی کابل ته

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن پاکستان ته ځي.
د طالبانو دا پلاوی به د درې ورځني سفر په ترڅ کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو له پاکستاني لورې سره خبرې وکړي.
له دې سفر سره په یوه وخت د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ یو هیات نن په یوه ورځني سفر کابل ته تللی دی.
پاکستان له خپلې خاورې د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيل کړی دی چې ( اې سي سي) یا د افغان تابعت کارتونه لري او د دوی په وینا هغه کډوال هم باسي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
اسلام اباد ویلي دي چې روان کال به د دریو مرحلو په ترڅ کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
په افغانستان کې نن سهار زوروره زلزله وشوه

نن د سهار پنځه بجې او درې څلویښت دقیقې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې خلکو د زلزلې ټکانونه احساس کړل.
د یوشمیر نړیوالو جیولوجي سروې مرکزونو په باور دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه درجې وه.
د دې زلزلې مرکز د کابل په شمال ختیځ کې نژدې دوه سوه کیلومتره لرې په بدخشان کې د هندوکش په غرونو کې و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
افغان زلمي نن د متحده عربي اماراتو له کرکټ لوبغاړو سره سیالي کوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي.
دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي.
تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورټي همکاریو ژمنه وشوه

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف او د طالبانو د حکومت د اولمپیک، بدني تربیت او سپورت د مشر احمدالله وثیق ترمنځ خبرې وشوې.
د طالبانو په واک کې باختر اژانس خبر ورکړ چې ژیرنوف او وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره ولیدل.
د غونډې پرمهال د دواړو خواوو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو، په ځانګړې توګه د سپورت په برخه کې، خو دا نه دې ویل شوي چې د سپورټ په کومو برخو کې به همکارۍ کیږي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر سپورټ بندیز لګولی او په ځینو موارد کې یې د نارینه و یوشمیر لوبې هم منع کړې دي.
په افغانستان کې یوه پراخه سیمه ماینونو نیولې

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د ماینونو د پاکولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم خیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دوه زره څلرویشم کال کې د ماینونو او ناچاوده موادو له کبله درې سوه شپږ ویشت پیښې رامنځته شوې دي چې له امله یې شپږ سوه دیارلس افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رستم خیل زیاته کړه چې لاهم یوه لویه ساحه په ماینونو او ناچاوده توکیو ککړه ده چې د پاکولو لپاره یې د نړیوالو موسسو مرستو ته ضرورت دی.
په افغانستان کې د راپورونو له مخې یو زر یوسل او پنځوس کیلومتره مربع داسې سیمې شته په ماینونو او ناچاوده موادو ککړې دي.
قزاقستان له افغانستان سره د درملو مرسته کوي

په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي سره د لیدو پرمهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې درې نیم ټنه دوا راتلونکې اونۍ له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي اکباسوف دا ژمنه د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې وکړه چې په شپږ ویشت لاریو کې بار د خپل هیواد د مرستو په اړه یې چې پرون د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته ورسیدې، ملا ترابي ته معلومات ورکړل.
د قزاقستان په دې مرستو کې زر ټنه وړه، څه باندې دولس سوه ټنه وریجي، یوه اندازه غوړي او نور خوراکي مواد شامل دي.