د مخکښې ښځې خپرونه ملالۍ بشير پر مخ وړي او په دې برخه کې نن مقدسه احمدزۍ مېلمنه ده.
مقدسه احمدزۍ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ده او اوس په ننګرهار ولایت کې اوسي.
دې د سیاسي علومو برخه کې زده کړې کړي دي.
شا او خوا اته کاله کېږي، چې په ننګرهار او ختیځه سیمه کې په عامه پوهاوي او خیریه کارونو بوخته ده او د فعالیتونو ډېری تمرکز یې پر ځوانانو، ښځو او کوچنیانو دی.
بشپړه خپرونه د لاندې لينک په کېکاږلو سره اورېدلى شئ: