د دولت مذاکره کوونکی پلاوى د سولې مذاکرو د بل پړاو د پیل لپاره پرون قطر ته ورسېد.
تمه ده، چې دواړه لوري د قدرت د شریکولو تر څنګ په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر امکان او د جګړو د کمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
صالح محمد صالح د امریکا د متحدو ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن ډي. سي کې د نړیوالو چارو انستیتیوت له مشر هاشم وحدتیار سره مرکه کړې ده.
په پیل کې یې پوښتلی: ایا دا وار به په مذاکرو کې د اوربند پر ټینګښت او د جګړې پر بندېدو دواړه لوري یوې موافقې ته ورسېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ: