په فرانسه کې د کرونا د نوې بڼې له زیاتېدو سره هممهاله د دغه هېواد چارواکو په هغو سیمو کې چې د دغه ویروس د خپرېدو خطر زیات دی، د ګرځبندیز وخت زیات کړ.
راپورونه وايي چې له پرونۍ شنبې څخه د فرانسې په شمال ختیځو سیمو کې د نورو سیمو په پرتله دوه ساعته مخکې یعنې د ماښام له شپږ بجو بندیزونه پیلېږي.
په دغو ۱۵ سیمو کې چې له جرمني، بلجیم او سویس سره پوله لري، شاوخوا ۶ ملیونه وګړي اوسي.