د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۵

په اروپايي هېوادونو کې د "کوېډ١٩" ضد واکسین تطبیق پيل شوى

آرشیف
آرشیف

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون پراخ پروګرام روان دی.

د اروپايي ټولنې په ډېری هېوادونو کې دا واکسین لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې کمزوري دي.

د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د ډسمبر ۲۷ د V-Day په نوم یاده کړې ده.

د فایزر او بیو این ټیک کمپینو له خوا جوړ د کرونا ویروس پرضد واکسین چې هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ورسېد.

د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش لومړی کس و، چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو. هغه خبریالانو ته وویل: "موږ به تر نهو میاشتو دې کمپاین ته دوام ورکړو خو دا د واکسین له کمیت او لاسرسي سره تړلې مسئله ده. د واکسین لپاره به آنلاین نوم لیکنه کېږي."

په ایټالیا کې چې د کرونا د وبا په پیل کې یې سختې ورځې ولیدلې، په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د اروپايي ټولنې په غړو کې له شپاړس میلیون زیات خلک په کويډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۳۳۶ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG