د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۴

خبرونه

"روان کال لږ تر لږه ۳۰ خبریالان نړۍ کې وژل شوي"

روانه میاشت کې په ننګرهار کې د ملالې میوند په نوم خبریاله ووژل شوه او جنازه یې ددې ولایت والي ادا کړه
روانه میاشت کې په ننګرهار کې د ملالې میوند په نوم خبریاله ووژل شوه او جنازه یې ددې ولایت والي ادا کړه

د خبریالانو د ساتنې کمېټه وایي، روان کال لږ تر لږه ۳۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.

په نیویارک کې مېشتې دې کمېټې ویلي دي چې په دې ډله کې یو ویشت تنه هغه خبریالان دي چې د خپلو کارونو انتقام ترې اخېستل شوی دی.

چې دا شمېره د تېر کال دوه برابره لوړه ده. تېر کال دا شمېره لسو ته رسېده.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې ویلي دي چې لږ تر لږه څلور خبریالان په افغانستان کې د خپل کار له امله وژل شوي دي او په افغانستان کې د پنځم وژل شوي د پېښې لاهم تحقیقات روان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل

د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.

هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:

«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.

ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.

کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.

په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول

ارشیف
ارشیف

په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځه‌ګوني ماشومان زېږولي دي.

روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.

روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.

د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.

تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.

چارواکي وايي چې بارانونو او سېلونو کرنیزې ځمکې، لارې، د اوبو کانالونه او مالداري هم زیانمنه کړې ده.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.

په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو

د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.

دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.

چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.

دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.

د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر سید مجید خادمي وژل شوی

مجید خادمي
مجید خادمي

د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.

سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.

دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.

خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا میشته فعالانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضي غونډه
په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضي غونډه

د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.

په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.

دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره ښځې، ماشومان او ناروغان وژلي او ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.

که څه هم پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي خو پرون د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې په افغانستان کې له ۷ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۶ سوه نور ټپیان شوي دي.


بغلان کې ترافیکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي

ارشیف
ارشیف

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.

کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.

خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.

د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.

ایران او امریکا ( د لنډمهاله اوربند) او (هرموز تنګي د خلاصولو) طرحه ارزوي

تهران
تهران

رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.

رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.

د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.

پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده ایالتونه، ایران او سیمه ییز منځګړي د یوه ۴۵ ورځني احتمالي اوربند په ارزونه بوخت دي چې کولای شي شخړې ورسره پای ته ورسیږي.

بل لورته یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی به د لنډمهالي اوربند په بدل کې د هرموز تنګی خلاص نه کړي.

منځني ختیځ کې د شخړو دوام، اسراییل او ایران نن هم یو پر بل درانه بریدونه کړي دي

د اسراییل په حیفا کې د ایران له توغندیز برید وروسته صحنه
د اسراییل په حیفا کې د ایران له توغندیز برید وروسته صحنه

پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په دوام نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) په تهران درانه هوایي بریدونه شوي دي.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې یو برید په تهران کې پر شریف صنعتي پوهنتون شوی دی او د پوهنتون مشر ویلي چې د پوهنتون یو " علمي بنسټ" په نښه شوی دی.

تېره شپه هم پر تهران بریدونه شوي چې د لږ تر لږه ۶ ماشومانو وژل کېدل په کې تایید شوي دي.

بل لورته اسراییلي چارواکو تایید کړې چې پر شمالي ښار حیفا د ایران په توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي، دوه ورک دي او د یوه ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ایران نن سهار پر اسراییل لږ تر لږه لس توغندي توغولي دي.

له دې سره همهاله د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت هم ویلي چې هوایي دفاع سیستم یې د ایران د توغندیو او ډرونونو د تعقیب په حال کې دی.

دغه وزارت ویلي، د هېواد په بیلابیلو برخو کې د چاودنو غږونه، د همدې تعقیبي عملیاتو له کبله دي.

کویټ هم نن دوشنبه ورته خبرونه خپاره کړي دي.

د افغانستان د فوتبال له اولس کلنو کشره لوبډله نن دوشنې له قرغزستان سره لوبه کوي

نن دوشنبې د افغانستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان په وړاندې لوبه کوي.

دا به د مرکزي آسیا د ملتونو د ۲۰۲۶ کال جام لوبو په لړکې چې تاشکند یې کوربه دی، د افغانستان لومړنۍ لوبه وي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یکشنبې په ورځ د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې کې په یوه بیان کې وویل چې ملي لوبډلې د دې لوبې لپاره تمریناتي لوبه ترسره کړي.

د دې جام په سیالیو کې چې د دوشنبې په ورځ پیلیږي، پر افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG