خبرونه
بریتانیا به له موافقې پرته رسماً له اروپايي ټولنې ووځي

بریټانیا او اروپايي ټولنه د نن شپې تر ناوخته باید موافقې ته ورسېږي چې لندن څنګه د کال تر پایه له اروپايي ټولنې وځي.
ضرب الاحل نن یکشنبه پای ته رسېږي.
له میاشتو میاشتو هڅو سربېره هم لا د بریکزت په اړه کومه وروستۍ موافقه نه ده ترلاسه شوې.
ښايي بریټانیا له موافقې پرته د همدې ډسمبر په پای کې رسماً له اروپايي ټولنې ووځي.
د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن او د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان درلاین ویلي چې امکان لري بریګزت له موافقې پرته ترسره شي.
چارواکو ګواښ کړی چې له موافقې پرته بریګزت ښايي د اروپايي ټولنې او بريټانیا تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې سخت مخالفتونه رابرسېره کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ترکیې کرد وسله والو اوربند اعلان کړ

په ترکیه کې کردي وسله والو له څلویښت کلنې جګړې وروسته نن اوربند اعلان کړ.
دوې ورځې مخکې د دې ډلې مشر له خپلو وسله والو وغوښتل چې وسلې پرمځکه کیږدي.
اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکړ چې د کردستان د کارګرانو ګوند( پي کې کې) بیان دې ډلې ته نژدې رسنۍ فیرات خبرې اژانس خپور کړی دی.
د ( پي کې کې) د مشر عبدالله اوجالان په اړه چې له نولس سوه نهه نویم کار راهیسې د ترکیې له خوا زنداني دی، په بیان کې راغلې دي چې "د مشر له وینا سره سم د سولې او ډیموکراټیکې ټولنې لپاره د لارې د هواري په خاطر اوربند کوو او تر هغو به دوی برید نه کوي چې حمله پرې ونه شي."
له نولس سوه څلور اتیایم کال راپه دې خوا د ترکیې او ( پي کې کې) تر منځ د جګړو په ترڅ کې لسګونه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسلام آباد وايي، طالبان هڅه کوي د پاکستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبان هڅه کوي چې د پاکستان د خاورې دننه امنیتي پوستې جوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (د کب ۱۰مه) په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته یوه اونۍ وروسته تر دې دا تور پورې کړ چې د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.
شفقت علي خان پر طالبانو غږ وکړ چې ستونزې دې د دوه اړخیزو میکانیزمونو لکه د ګډو همغږه کمیټو له لارې حل کړي.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د تورخم دروازه د فبروري په یو ویشتمه د سرحدي پوستو د جوړولو په اعتراض پاکستاني لورې په خپل سر په یو اړخیز ډول بنده کړه.
د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات په قاهره کې پیل شول

په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.
د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې د حوت ۱۱مه) پای ته رسیږي.
تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.
مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.
دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.
مایکروسافت د سکایپ د بندیدو اعلان وکړ

د مایکروسافت شرکت اعلان کړی چې د سکایپ ارتباطي سافټویر به د راتلونکي کال د مې میاشتې تر ۴مې پورې د کاروونکو لپاره فعال وي؛ له دې نیټې وروسته به، کاروونکي له سکایپ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړي.
د ټکنالوژۍ دې امریکايي شرکت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) په یوه بیان کې ویلي چې د سکایپ د بندیدو پریکړه به مایکروسافت ته اجازه ورکړي چې پر تیمز (Teams) تمرکز وکړي او ارتباطي خدمات ساده کړي.
مایکروسافت ډاډ ورکړی چې کاروونکي کولی شي خپل معلومات په وړیا توګه "تیمز" ته انتقال کړي.
سکایپ، په ۲۰۰۳ کال د سویډني نیکلاس زنشتروم او د ډنمارکي جانوس فریس له خوا رامنځته شو.
په ۲۰۰۵ کال کې، ایبې (eBay) شرکت واخیست، خو په ۲۰۱۱ کې مایکروسافت په ۸.۵ میلیارد ډالره وپېره.
روسیه واشنګټن ته نوی سفیر استوي

مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچییف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.
تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.
روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.
ایران وايي، هامون جهیل ته اوبه ورغلي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي چې د افغانستان له لوري د هامون جهیل ته اوبه رسېدلې دي.
هامون د افغانستان او ایران ترمنځ ستر ډنډ یا جهیل دی چې ډېره برخه یې په افغانستان پورې تړلې ده.
د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمدرضا علیمرادي د ایران مهر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوریاوو او په فراه رود او هاروت یا ادرسکن سیندونو کې د اوبو له زیاتېدو وروسته پرون د کب د لسمې په سهار د ایران په خاوره کې د هامون جهیل ته اوبه ورسېدې.
دې ایراني چارواکي هیله څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د ایران خاورې ته د اوبو بهیر به په راتلونکي کې دوام وکړي.
د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۱مه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بېکدلي د افغانستان یوې رسنۍ ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجه د وروستیو مذاکراتو په نتیجه کې حل شوې ده خو یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې له افغانستان سره د اوبو پرسر اختلاف تراوسه نه دی حل شوی.
د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون له مخې افغانستان باید ایران ته په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورپرېږدي.
طالبانو ۱۳ تنه په درو وهلي

په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دیارلس کسان په درو وهلي دي.
د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د سیمه ایزو محکمو د پرېکړې په اساس د کب په نهمه د پنځو ښځو په ګدون ۱۳ کسان له ۲۹ نیولې تر ۳۹ پورې درو باندې ووهل شول.
په بیان کې د تورنو کسانو جرمونه نه دي ښودل شوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لسګونه کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عام محضر کې په درو وهلي او ځینې نور یې په عین حال کې د حبس په بېلابېلو دورو هم محکوم کړي دي.
ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو دولتونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي دي چې دا بهیر ودروي.
کرکټ: استرالیا نیمه پایلوبې ته ووته، افغانستان له سیالیو ووت

له اسټرالیا سره د پرونۍ لوبې له ځنډېدو وروسته د چمپینز ټرافۍ یا د اتلانو د جام نیم پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو هیلې تقریبا تتې شوې.
دا لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټوډیوم کې وشوه، افغانستان پیل کړه او په پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه خو کله چې د اسټرالیا پاڼۍ پیل شوه، نو ۱۰۹ له منډو وروسته باران پیل شو او لوبه وځنډول شوه.
له دې لوبې وروسته نیم پایلوبې ته د اسټرالیا تګ یقیني شو خو افغانستان به یوازې په هغه صورت کې د وړاندې تګ چانس ولري چې انګلستان جنوبي افریقا ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړي.
د انګلستان او جنوبي افریقا لوبه سبا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي.
د لیبیا له سواحلو کې د ۱۲ پاکستانیانو مړي خپل هیواد ته ورسول شول

د هغو دولسو پاکستاني وګړو مړي پرون (د کب ۱۰مه) پاکستان ته ورسېدل چې کشتۍ یې له غیرقانوني لارو اروپا ته د سفر پرمهال څه موده مخکې د لیبیا سواحلو ته نژدې ډوبه شوې وه.
پاکستاني چارواکي وايي د پېښې د ټولو قربانیانو شمېر ۱۶ تنه وو خو ۱۲ مړي پرون دې هېواد ته ورسېدل. د دې چارواکو په وینا د ۴ نورو قربانیانو مړي به هم ډېرژر پاکستان ته ورسېږي. د اشفاق احمد په نوم یوه سیمه ایز چارواکي ویلي چې د نهو کسان مړي د خیبرپښتونخوا کرمې ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په کشتۍ کې ټول شپېته تنه پاکستانیان سپاره وو چې ۳۷ تنه نور یې ژغورل شوي دي.
اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د سفر لارې خورا ډېرې خطرناکې دي او نه یوازې په سمندر بلکې په وچه کې هم هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.
روسیه واشنګټن ته نوی سفیر لیږي

مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچییف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.
تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.
روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.