د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر جو بایډن به له امریکايانو غوښتنه وکړي، چې د ده د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ماسکونه وکاروي.
په داسې حال کې چې کرونا وبا په دغه هېواد کې سخته په خپرېدو ده، د بایډن اداره په جنورۍ میاشت کې رسماً قدرت ترلاسه کوي.
جو بایډن پرون پنجشنبه د لومړي وار لپاره له خپلې مرستیالې کاملا هاریس سره په ګډه مرکه کې سي اين اين ټلویزیوني شبکې ته وویل: "د لوړې د مراسمو په لومړۍ ورځ به له ولس نه د سلو ورځو لپاره د ماسکونو کارولو غوښتنه وکړم."
جو بایډن د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په وار- وار له خلکو د ماسک کارونې غوښتنه کړې وه.
منتخب ولسمشر وویل، تر کومه چې اجراییه صلاحیت لري، د ماسکونو کارونې فرمان به صادر کړي، چې د فډرال ادارې په املاکو، د الوتکو او بسونو په ګډون د ایالتونو ترمنځ په ټرانسپورت کې به د ماسکونو کارول جبري شي.