د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

واشنګټن ټایمز: افغانستان د امریکا او اسرائیل لپاره یو لوی امنیتي ګواښ دی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نېشن

امریکایي مجلې نېشن په افغانستان کې پر روانو جګړو یوه مقاله لیکلې چې نوم‌یې دی "ایا جوبایډن به بالاخره د افغانستان جګړه ختمه کړي؟"

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي، د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکایي سرتېرو ته پر افغانستان د برید سپارښتنه وکړه، خو په بېړه‌یې خپل پام عراق ته واړاوه.

د لیکوال په خبره بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو ډېرو سرتېرو په ځای پر ځای کولو سره، د دې هېواد په جګړه کې د بریا ژمنه وکړه، خو د هغه د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې په افغانستان کې جنګ دوام درلود.

نېشن لیکلي، ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه وکړه چې یو وار او د تل لپاره په افغانستان کې جګړه ختموي، خو تر اوسه نه‌دی توانېدلی دا کار وکړي.

د مجلې په خبره، اوس داسې ښکاري چې په افغانستان کې د بریا تعریف په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو د شمېر کمول دي.

امریکا په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په افغانستان کې خپل سرتېري له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکموي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د بېړني ایستلو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

مجله لیکې، شواهد ښیي چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن نظریې د دې هېواد هغو پوځي چارواکو ته ورته دي چې له نورو هېوادونو څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره موافق نه‌دي.

په همدې حال کې د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي ویلي چې د ده په باور به د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن اداره د افغانستان د سولي بهیر په اړه منطقي پريکړې وکړي.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې بیا یوه تحلیلي مقاله لیکلې چې نوم‌یې دی "افغانستان د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل لپاره یو لوی امنیتي ګواښ دی."

لیکوال د ایران او القاعده شبکې ترمنځ اړیکو ته په اشارې لیکلي چې اسرائیل باید یوازې د ایران د اټمي پروګرام پر وړاندې مبارزې ته پام ونه‌کړي، بلکې له القاعده شبکې سره د هغه هېواد پر اړیکو او په افغانستان کې یې د نفوذ د پراختیا په اړه هم تمرکز ولري.

د واشنګټن ټایمز په دې مقاله کې یادونه شوې چې ایران له القاعده شبکې سره د همکارۍ غیر رسمي تړونونه لري او دغې شبکې ته مرسته کوي چې د امریکا او اسرائیل پر وړاندې وجنګېږي.

د لیکوال په خبره کله چې د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن په ۱۹۹۶ کال کې له سوډان څخه تبعید شو، ایران افغانستان ته د دغې شبکې د تګ راتګ او فعالیت اسانتیا برابره کړه.

په مقاله کې راغلي چې القاعده شبکې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړل او د دې لپاره چې له ایران سره دوه اړخیزو ګټو او اهدافو ته رسېدل تنظیم کړي، دې شبکې له ایراني چارواکو سره اړیکې جوړې کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG