د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

خبرونه

هلمند کې د ځوان فکر ټولنه: د داعي قاتلان دې ونیول شي

وژل شوی خبریال الیاس داعي
وژل شوی خبریال الیاس داعي

په هلمند کې د ځوان فکر په نوم مدني ټولنې نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او د پخواني ژورنالېست یما سیاوش د قاتلانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې مشر نور علي نوري ازادي راډیو ته وویل: "ځوانان، قومي مشران او خبریالان زموږ په ټولنه کې راغونډ شوي وو، له دولته مو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او له طالبانو مو وغوښتل چې خبریال خپل هدف ونه ګرځوي."

په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي له نننه دولس ورځې مخکې په لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر مقناطیسي ماین وچاودید، څو ورځې مخکې تر دې په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش د ورته چاودنې قرباني شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په آسیايي جام کې د بنګلدېش پر وړاندې خپله لوبه وبایلله

فیصل شینوزاده او عثمان سادات د لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده او عثمان سادات د لوبې پرمهال

د بنګلدیش د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نن په اسیایي جام کې افغان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوه افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

طالبان وايي چې د تهران په غونډه کې ګډون نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره

د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د تهران په راروانه غونډه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیااحمدتکل کورنیو رسنیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو استازي دې غونډې ته بلل شوي خو وايي نه غواړي ګډون پکې وکړي.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي راروانه اونۍ په تهران کې په یوه غونډه کې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه بحث کوي.

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د سفر پرمهال د کلکتې په یوه سټوډیوم کې ګډوډي پېښه شوه

د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې
د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د ننني سفر پرمهال ګډوډي پېښه شوه.

د مسي ګڼو مینه والو د کلکتې ښار د سالټ لېک د لوبغالي څوکۍ ماتې کړې او میدان ته یې وغورځولې. هغوی په غوسه وو، چې ولې یې مسي له نژدې ونه شو لیدلای.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام دا ګټونکي لوبغاړی په لوبغالي کې د تنظیموونکو د یوې لویې کړۍ له خوا بدرګه کېده او یوازې شل دقیقې وروسته ووت.

مسي به په کلکتې، حیدراباد، مومبی او نوې ډیلي کې په کنسرټونو، د ځوانانو د فوټبال اکاډمیو او خیریه غونډو ته ورشي.

افغان ۱۹کلنو د بنګلدېش د کرکټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه

فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د لوبې پرمهال

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د بنګلدېش سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.

دا لوبه په ابوظبي کې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام په لوبلړۍ کې روانه ده.

لوبه افغانستان پیل کړه. افغان لوبډلې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

د هېواد په شمال، لویدیځ او جنوب کې د نسبتاً درنو اوریاوو او د سېلابونو د راوتلو اټکل

د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې سېل (آرشیف)
د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې سېل (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارې په راروانو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هرات، غور، بادغیس، سمنګان، بلخ، جوزجان، هلمند، ارزګان، زابل، کندهار، سرپل او فاریاب په سیندونو کې د نسبتا تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

اټکل شوی چې دا سېلابونه به د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې راووځي.

په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو له دېره هېوادوالو غوښتنه شوې چې د اوبو د کچې د لوړېدو په صورت کې سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د کوزنیو سیمو اوسېدونکي هم له احتمالي خطرونو خبر کړي.

ستیف ویتکوف د اوکراین د سولې په اړه له اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره برلین ته روان دی

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف
د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف برلین ته روان دی څو هلته له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو اروپايي مشرانو سره د اوکراین د سولې د پلان په اړه خبرې وکړي.

په واشنګټن کې یوه جګپوړي چارواکي د جرمني خبري آژانس ته تایید کړه چې د نوې اونۍ په پیل کې به ویتکوف برلین ته سفر وکړي خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل چې له دې مشرانو سره به دقیقا کله او په څه ډول ګوري.

په پام کې ده چې د جرمني صدراعظم فریدریک میرڅ د راروانې دوشنبې په ورځ له زیلینسکي او د اروپايي ټولنې د مشرې او د ناټو د عمومي منشي په ګډون له ځینو اروپايي مشرانو سره وګوري.

ټاکل شوې چې د برتانیا صدراعظم او د فرانسې ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ترکیې د پاکستان ـ افغانستان د اوربند له دوام سره مرستې ته چمتووالی وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه، عشق‌آباد کې د «سولې او باور نړیوال فورم» په نوم د غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې وویل چې ترکیه د افغانستان - پاکستان ـ اوربند د ټينګښت په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو ده.

اردوغان څرګنده کړه چې انقره له اسلام‌اباد سره د «ښو اړیکو» د پیاوړتیا لپاره کار کوي، او د ترکیې د اطلاعاتو ریاست په وینا، ترکیه به هڅه وکړي چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوره هم پراخه کړي.

نوموړي د پاکستان او افغانستان د اوربند د تمدید هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه چمتو ده د هغه میکانیزم ملاتړ وکړي چې د شخړې د نشتون د تضمین لپاره رامنځته شوی دی.

په عشق‌آباد کې دا فورم د ترکمنستان د دایمي بېطرفۍ د ۳۰مې کلیزې، او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له لوري د ۲۰۲۵ کال د «سولې او باور د نړیوال کال» د نومولو په مناسبت جوړ شوی دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: مادرید به طالبان په رسمیت و نه پېژني

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزې مانویل آلبارس، وايي، هیواد به یې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم «نامشروع» دی.

د هسپانیا د باندنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (۲۱ قوس) په مادرید کې د افغان فعالانو په غونډه کې څرګنده کړه چې هسپانیا د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته ژمنه ده او د هغوی له مشارکت پرته په افغانستان کې رښتینې او دوامداره سوله ناشونې ګڼي.

هغه چې په مادرید کې «زموږ ږغ واورئ» په نوم د افغان ښځو په درېیمه ځانګړې ناسته کې خبرې کولې، وویل چې «هره هغه راتلونکې چې د پرمختګ اراده لري، د ښځو حضور ته اړتیا لري.»

ده په عین حال کې وویل چې مادرید د افغان ښځو د حقونو کلک ملاتړ کوي.

آلبارس په افغانستان کې د تېرو څلورو کلونو وضعیت د ښځو لپاره «ویجاړونکی» وباله.

هغه خبرداری ورکړ: «که افغان ښځې په خپلې مبارزې کې بریالۍ نه شي، نو په افغانستان او له هغې هاخوا د مساوات بنسټونه به کمزوري شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو کړنې به وڅېړل شي او باید د خپلو اعمالو په وړاندې ځواب‌ویونکي وي.

د ایران د بلوڅانو ډله جیش العدل د حکومت له نورو مخالفانو سره لاس یو کوي

د ایران د بلوچستان سني وسله‌والې ډلې «جیش‌العدل» اعلان کړی چې له څو کوچنیو بلوڅو ډلو سره یوځای شوی او د ایران پر مذهبي حکومت د بریدونو لپاره یې نوی ائتلاف جوړ کړی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، په هغه ویډیويي بیان کې چې د قوس پر ۱۹ نېټه په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، یوه نامعلوم ویاند وویل چې دغه نوی ائتلاف «د ولسي مقاومت جبهه» نومول شوې او هدف یې «د مبارزې د وړتیا زیاتول» او د «ایران د اسلامي جمهوریت د استبداد» پر وړاندې جګړه ده.

جیش‌العدل، چې د ایران او امریکا له لوري «ترهګره ډله» بلل کېږي، ادعا کوي چې د ایران د بلوڅ اقلیت د حقونو لپاره جګړه کوي.

په دغه بیان کې په څرګند ډول د بلوچستان د خپلواکۍ موضوع نه ده یاده شوې. پر ځای یې ویاند د ایرانیانو د پراخ یووالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې جیش‌العدل له خپل پخواني بېلتون‌ غوښتونکي هدف څخه لاس اخیستی او هڅه کوي ځان د ایران د حکومت د ټولو مخالفانو د غورځنګ یوه برخه معرفي کړي. دا بدلون د دې ډلې په اعلان‌شویو هدفونو کې یو مهم تاکتیکي او سیاسي بدلون بلل کېږي.

تاجکستاني پانګوالو د افغانستان د سمنټو د فابریکې په جوړولو ته لیوالتیا څرګنده کړه

د تاجکستان د پانګوالو یوه پلاوي په افغانستان کې د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

تاجک پلاوي پرون (جمعه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر، هدایت‌الله بدري، سره د لیدنې پر مهال د کانونو او صنعتي برخو په ګډون د احتمالي پانګونې فرصتونه وڅېړل.

سره له دې چې په وروستیو کې د تاجکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په نسبي ډول ښه شوي خو په وروستیو کې د تاجکستان په خاوره کې د پنځو چینایانو وژل کېدو تاجک چارواکي له افغانستان څخه خپلې اورې ته د ورپېښېدونکي تروریزم په اړه اندېښمن کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG