د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

خبرونه

د لیبیا ساحل کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې ۷۴ تنه وژل شوي

د لیبیا الخُمس بندر
د لیبیا الخُمس بندر

د لیبیا په ساحل کې پرون (پنجشنبه) د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۷۴ تنه مړه شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي چې ساحل ساتونکو او کب نیونکو ۴۷ نور ژغورلي دي.

د کډوالو نړیواله اداره یا "ای.او.اېم" وايي، په بېړۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پناه غوښتونکي سپاره وو چې د لیبیا الخُمس بندر ته نژدې ډوبه شوه.

لیبیا د پناه غوښتونکو په تېره بیا د افریقايي هغو چې غواړي له مدیترانې تېر او ځان اروپا ته ورسوي، د ټرانزیټ مهم ټپال دی.

د "ای.او.اېم" پر اساس، تردې وړاندې سږ کال لږ تر لږه ۹۰۰ پناه غوښتونکي له مدیترانې څخه د تېرېدو په ترڅ کې ډوب شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له پاکستانه د کډوالو اخراج، پرون هم څه باندې ۷۲۰ کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک را اړول شوي

له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج
له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو ځانګړی عالي کمیسیون وایي، پرون دوشنبه څه باندې ۷۲۰ کډوالې کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک افغانستان ته را اړول شوي دي.

د دغه کمیسیون دارلانشا په خپل ورځني راپور کې ویلي چې د دوی د ترانسپورت، روغتیا، مالي او نورو کمیټو راستنو شویو ته اړینې مرستې رسولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت له را ستنېدونکو سره د مرستو خبره کوي، خو ګڼ شمېر راستنو شویو ازادي راډیو ته ویلي چې یا هیڅ مرسته ورسره نه کیږي او که کیږي هم کمې او یوازې یوځل دي.

څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي و چې د اپریل له پیل راهیسې څه باندې ۴۵ زره کډوال له پاکستانه راستانه شوي چې دې ډله کې څه باندې ۱۴ زره په زور ایستل شوي دي.

پاکستان د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په زوره یې هېواد ته ستنوي.

د طالبانو مخالفې جبهې: د حل یوازنۍ لاره د طالبانو د حکومت پرزول دي

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ارشیف
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ارشیف

د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ.

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي".

ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده.

د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو.

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل چې طالبان د " تعامل او اصلاح وړ" ډله نه ده او په وینا یې یوازنۍ حل لاره د دغه حکومت پرزول دي.

ښاغلي ضیا دغه څرګندونې د حزب اسلامي د دفترونو د تړلو په غبرګون کې کړي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته یې بلنه ورکړه چې د طالبانو ضد جبهو سره یوځای شي.
د طالبانو حکومت تراوسه د خپلو مخالفانو د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دغه ډلې "جګړه خوښونکې" بللې دي.

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د نیابي ډلو د خطرونو په تړاو وغږیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره د دوشنبې په ورځ ( اپریل ۱۴) خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه بیان کې د دې ټیلفوني مکالمې په اړه وویل چې دوی د ایران او د هغه د نیابتي ډلو لخوا د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره د خطرونو په اړه خبرې وکړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د ناټو د پیاوړتیا د اهمیت په برخو کې یې موافقه وکړه.

ولسمشر ټرمپ، زیلینسکي د میلیونونو انسانانو د وژلو په خاطر پړ وباله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر انتقاد وکړ او د فرانس پریس اژانس په وینا، ښاغلي ټرمپ په غیرواقعي توګه ولودمیر زیلینسکي د میلیونونو کسانو د مرګ مسوول وباله.

ولسمشر ټرمپ ( د اپریل ۱۴) دا تور پورې کړ، نژدې شپږ اونۍ مخکې تر دې یې په سپینه ماڼۍ کې له ښاغلي زیلینسکي سره خبره اړولې وه.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "د دریو کسانو له امله په ملیونونو خلک مړه شوې دي"

نوموړي زیاته کړه "راځئ چې پوتین لومړی کس وګڼو، خو راځئ چې بایډن دوهم کړو چې هیڅ نظر یې نه لاره او بیا زیلینسکي».

پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د یرغل امر ورکړ.

ټرمپ بیا په زیلینسکي باندې خپل برید دوه چنده کړ، او زیاته یې کړه: "هغه تل هڅه کوي چې توغندي واخلي."

د متحده ایالاتو او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې ټرمپ په فبروري کې نړۍ حیرانه کړه او له روسیې سره یې خبرې اترې پیل کړې.

د بهرمیشتو افغانانو ګډه جرګه سبا کابل ته ځي

د کابل هوایي ډګر-۲۰۱۱- ارشیف
د کابل هوایي ډګر-۲۰۱۱- ارشیف

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه د بهر میشتو افغانانو یوه اتلس کسیزه ګډه جرګه کابل ته ولاړه شي. د دې جرګې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې دوی به د طالبانو له چارواکو سره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.

د اروپا میشتو افغانانو دا ګډه جرګه پروسږکال هم افغانستان ته تللې وه او په کابل کې یې د طالبانو له یوشمیر چارواکو سره په ورته موضوعاتو خبرې کړې وې، خو د دوی غوښتنې عملي نه شوې.

د دې جرګې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې افغانستان یوازې د خبرو اترو، عدالت او ټولشموله ګډون له لارې روښانه راتلونکې ته رسیدلی شي.

د افغانستان په نیمایي ولایتونو کې د سیلونو د بهیدو امکانات شته

په افغانستان کې سیل-ارشیف
په افغانستان کې سیل-ارشیف

د افغانستان په اوولس ولایتونو کې نن او سبا د سیلونو د بهیدو امکانات شته.

د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په غور، بادغیس، غزني، رزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز کې د ورښتونو له امله د اوبو کچه په سیندونو کې لوړیږي چې له امله یې د سیلابونو د بهیدو خطر شته.

د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبیلو-ایف-پي) د راپور له مخې پروسږکال په افغاستان کې د سیلونو له امله تر یوسل او شپته زره ډير کسان اغیزمن شول او په زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوې.

تر۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله-ارشیف
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله-ارشیف

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي.

دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي.

تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.

په لومړي وار نن یوه ډله ښځې د لنډو شېبو لپاره فضا ته واستول شوې

د لنډ فضايي سفر شاملې ښځې
د لنډ فضايي سفر شاملې ښځې

مشهوره سندرغاړې کټي پري، پېژندل شوې خبریاله ګایل کېنګ او د میلیاردر جیف بیزوس کوژدنه پيلوټه او پخوانۍ خبریاله لورین سانچز فضا ته لاړې.

له دوی سره په ننني سفر کې د ناسا پخوانۍ ساینسپوهه ایشا بووي، څېړونکې اماندا انګوین او فلم جوړونکې کېرین فلین هم ملګرې وې.

بلو اوریجین شرکت چې د میلیاردر جیف بیزوس دی نن دا ښځې په ټکساس کې په یوه راکټ کې فضا ته واستولې.

د راکټ سروکی ۱۰۵ کیلومتره پورته لاړ او تر شاوخوا لسو دقیقو وروسته بېرته په اتومات شکل ځمکې ته راستون شو.

جاپان کې د سوشي، ټکنالوژۍ او صنعت نړیوال نندارتون

اوساکا کې نړیوال نندارتون
اوساکا کې نړیوال نندارتون

د جاپان په اوساکا ښار کې د ۱۶۰ هېوادونو په ګډون د تفریحي ټکنالوژۍ، سوشي او نورو صنعتونو نندارتون جوړ شوی.

دا نندارتون چې تمه ده څو میاشتې دوام وکړي هدف یې په ټکنالوژۍ او نورو صنعتونو کې د ګډونوالو هېوادونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو ښودل دي.

د اوکرایین برخې ته هم ګڼ خلک ورغلي وو چې اکثر نندارې ته وړاندې شوي توکي یې د یووالي، د اوکرایین د ازادۍ او دې ته ورته سمبولونه درلودل.

جاپان خپل وروستي ماډل روبوټونه نندارې ته اېښي.
د کوریا څانګه کې بیا بیلابیل ډوله سوشي خوراک ته وړاندې شول.

متقي؛ له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل د پاکستان د سفارت له سرپرست سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي او د افغان کډوالو پر ستونزو يې خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل نن دوشنبې د (اپریل۱۴مه) پر ایکس پاڼې لیکلي، " متقي په دې کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر نامناسب چلند خپله خواشیني له نظاماني سره شریکه کړې ده".

وړاندې د متقي په حواله راغلي، له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو دا ډول چلند د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوالی شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نظاماني له قوله ویلي، "د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه د طالبانو انديښنې مني او له اړونده چارواکو سره يې دا موضوع شریکه کړې ده".

پاکستان د اپریل میاشتې له پیله په زرهاوو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا کډوال وايي، پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلند کوي او د جبري اخراج سربیره اړ شوي خپل ټول مال او پانګې په پاکستان کې پریږدي او خالي لاس افغانستان ته ستانه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG