خبرونه
ظریفه غفاري: زما د پلار وژونکي طالبان او د پاکستان استخبارات دي

د ښځو حقونو یوې فعالې او د میدان ښار ښاروالې د خپل پلار وژنه کې هغه څوک پړه وبلل چې د دې په وینا د پنځو زرو طالب بندیانو پرېښودو ته یې لار جوړه کړې ده.
ظریفې غفاري دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د خواخوږۍ پیغام ته په غبرګون کې، آزادۍ راډیو ته وکړې.
غفاري زیاته کړه: "زما لپاره ټول هغه خلک ګناهکار دي، چې لږ تر لږه د ۵۰۰۰ طالبانو او قاتلانو په خوشې کولو کې لاس درلود، دا زما د پلار ترور د همدغو خلکو په واسطه شوی دی."
د آغلې غفاري پلار عبدالواسع غفاري چې د پوځ جګپوړی افسر و، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ناپېژاندو وسله والو وواژه.
ظریفې غفاري ته سږکال پسرلي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو جایزه ورکړې وه.
پخپله هغه هم د ښاروالۍ پر دنده له ګومارل کېدو راهیسې څو وارې له وسله والو بریدونو او پر له پسې ګواښونو سره مخامخ شوې ده.
اغلې غفاري د خپل پلار وژونکي وسله وال طالبان او د پاکستان استخبارات وبلل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووتله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره ومونده.
افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه.
په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه.
افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.
د امریکا او ایران استازیو په ایټالیا کې خبرې پيل کړې

د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل شوې دي.
اسوشیتد پریس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګنده کړه چې دا خبرې د تړیو دروازو تر شا په روم کې د عمان په سفارت کې روانې دي.
ایراني رسنیو هم ویلي دي چې د اروپا په وخت تر غرمې لږ مخکې خبرې پيل شوې.
په دې خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف د امریکایي پلاوي مشري کوي او د ایران د پلاوي مشري د دغهَ هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي.
دواړو لوریو اونۍ مخکې د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینه مسقط کې لومړی پړاو خبرې سره کړې وې، هغه خبرې تهران او واشنګتن رغنده بللې وې.
د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده.
د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې.
د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی.
د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي.
په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي.
د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.
دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.
د امریکا دفاع وزارت؛ په سوریه کې د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموو

د امریکا دفاع وزارت وايي، په سوریه د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموي.
د دغه وزارت د ویاند شان پارنل په خبره د سرتیرو د کمښت امر د دفاع وزیر ورکړی دی.
د پارنل په ټکو، په سوریه کې پاتي سرتیري به د داعش په وړاندې مبازره کې ونډه ولري.
د امریکا ولسمشر ډونالد د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سوریه د امریکايي سرتیرو حضور ته د شک په سترګه کتل او د دې سرتیرو د وتلو امر يې صادر کړی وو.
بل پلو، عراق تر ۲۰۲۶کاله په دې هېواد کې د امریکايي ماموریت د پایته رسیدو او د ټولو امریکايي سرتیرو د وتو غوښتنه کړې ده.
په سوریه او عراق کې امریکايي سرتیري د داعش وسله والې ډلې پرضد د مبارزه په موخه حضور لري.
حوثي یاغیان؛ د امریکا د پوځ په بریدونو کې ۷۴کسان وژل او ۱۷۰ نور ټپیان دي

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.
د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان وايي، په سره سمندرګي د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسان شمیر۷۴ او د ټپیانو۱۷۰تنو ته رسیدلی دی.
د امریکا پوځ د جمعه په ورځ په یو بیان کې ویلي و، "په دې هوایي بریدونو کې يې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی".
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټکو، امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړی څو حوثي یاغیانو د تیلو له سرچینو محرومه کړي.
وړاندې راغلي، د بریدونو هدف د حوثیانو د اقتصادي ځواک کمزوري کول دي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.
د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي څو په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ځی

تمه ده د پاکستان د صداعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوی نن کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، "د دې سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورکړې وه".
اسحاق ډار به په دې سفر کې د طالبانو دحکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، په اقتصادي چارو کې د رییس والوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وګوري.
د سفر په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو بحث، سوداګرۍ، اتصال او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په ګډون د همکاریو پراخول شامل دي.
دا پلاوی داسې مهال کابل ته په سفر ځي چې په همدې روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته تللی و.
بل پلو بیا د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي په مشري یوه پلاوی پرون ماښام له اسلام اباده کابل ته ستون شو.
ایراني او امریکايي چارواکي نن په روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

ایراني او امریکايي چارواکي د ایران د اټومي پروګرام په اړه نن په روم کې خبرې کوي
تمه ده نن شنبې د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایراني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
د ازادي راډیو فردا برخې د اکسوس په نوم د یوې امریکايي ورځپانې په حواله ویلي، "دا خبرې نن شنبې د اروپا په وخت ۱۱ بجې پیلږي او ښايي ۵ ساعته دوام وکړي".
ایراني او امریکايي چارواکي د مذاکراتو په دې دور کې د راتلونکو اقداماتو په حل لارو بحث کوي.
پرون جمعه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، "موږ به له امریکايانو سره غیرمستقمې خبرې وکړو".
د عراقچي په ټکو، د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د ایران د اټومي پروګرام او پر ایران د تحریمو پر لیرې کیدو خبرې کړې وې.
ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.
د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" یوه ۱۲کلن نجلۍ وژل شوې ده

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" د یوې ماشومې د وژنې په تړاو د هغې تره او ماما نیول شوي دي.
د سوات په مټي سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "دا ۱۲کلنه نجلۍ د اپریل په څلورمه په شکردره سیمه کې وژل شوې وه او کورنۍ يې د هغې مړینه ته د ځان وژنې نوم ورکړی و.
د چارواکو په خبره، له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې دا ماشومه د ناموس په نوم وژل شوې وه.
که څه پولیسو د دې نجلۍ هویت او د وژل کیدو د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو د پولیسو په ټکو د قضیې په تړاو يې د هغې تره او ماما نیولي دي.
د لومړی ځل نه دی چې په خیبرپښتونخوا کې یوه نجلۍ د ناموس په نوم وژل کیږي، له دې وړاندې د اپریل په شپږمه یوه نجلۍ په خاطر چې په خپله يې له یو چا سره واده کوه، د خپل پلار او ورور له خوا وژل شوې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن وویل، دا پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، د اقتصادي چارو له مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړي.
کابل ته د پاکستان جګپوړی پلاوی په داسې وخت کې ځي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی پلاوی خپل درې ورځنی سفر رانغاړي.
د طالبانو پلاوی به نن د خپل سفر په وروستۍ ورځ له پاکستاني لورې سره د افغان کډوالو د ایستلو پرمسالې خبرې وکړي.