د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۶

جرمني کې د کرونا مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته نوي محدودیتونه

جرمني کې لګول شوي محدودیتونه
جرمني کې لګول شوي محدودیتونه

جرمني په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته نوي محدودیتونه لګولي دي.

د دوشنبې په ورځ جرمني دا نوي اقدامات په داسې حال کې اعلان کړل چې په ټوله اروپا کې د کرونا ویروس په پېښو کې د ۱۰ میلیونه زیاتوالي په راتلو نورو اروپايي هېوادونو هم محدویتونه زیات کړي دي.

دا مهال په اروپايي هېوادونو کې په ورځنۍ توګه تر ۲۴۰ زرو پورې د کرونا پېښې ثبتېږي چې ډېر لوړ ریکارډ دی.

فرانسې هم عمومي قرنطین پیل کړی او د دې هېواد د ۶۵ میلیونه وګړو یوه لویه برخه‌یې پر کورونو کېنولې ده.

ټاکل شوې بریتانیا هم د همدې اوونۍ له پنجشنبې څخه د یو لړ عمومي محدودیتونو عملي کول پیل کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې ۴۷ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دوی څخه تر یو میلیون زیات‌یې مړه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG