د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۲

افغانستان

'د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شو'

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د ارزګان د والي ویاند وايي د دهراوود ولسوالۍ د بشپړ نیولو لپاره د وسله‌والو طالبانو پلان شنډ شو.

احمد شاه ساحل پرون ازادي راډیو ته وویل، په دهراوود ولسوالۍ کې وضعیت د افغان ګډو ځواکونو په کنټرول کې دی.

َښاغلي ساحل زیاته کړه: "د افغان ګډو ځواکونو له لوري، په دې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو هغه پلان چې د ولسوالۍ د سقوط لپاره‌یې درلود، له‌منځه لاړ او وضعیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی."

د دهراوود ولسوالۍ په شااوخوا کې له ۴۰ ورځو راهیسې جګړه روانه ده، خو له تېرې اوونۍ راهیسې د جګړې شدت زیات شوی دی.

دفاع وزارت پرون شنبه وویل، په دهراوود کې د افغان ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴ وسله‌وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په ارزګان کې د تازه تحولاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي

په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای
په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې پیلېږي

مخکې ویل شوي و چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پیلېږي، خو پرون څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (۲۲ حمل) ترسره شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي.

د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ټاکل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو ته یوازې دوه ساعته پاتې و؛ هغه ضرب‌الاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران ټول تمدن به له منځه ولاړ شي».

اتحاد هوايي شرکت کابل ته ورځنۍ الوتنې پیلوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د مسافرو د غوښتنې د زیاتوالي او د نړیوالو اړیکو د ښه کېدو لپاره د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې څخه به د کابل او ابوظهبي ترمنځ خپلې الوتنې ورځنۍ کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ خپره کړې، ویل شوي چې دا پرېکړه د بازار له قوي غبرګون او د تمې څخه د زیات بوکینګ وروسته شوې.

اتحاد هوايي شرکت دا پرېکړه یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې وکړه چې کابل ته یې الوتنې پیل کړې.

وروستیو سېلونو د خوست د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې بندې کړي

د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلونو په دغه ولایت کې د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې یو مخ به منځه وړي دي.

ځايي اوسېدونکو پرون کورنیو رسنیو ته وویل چې د تېرو دوو اوونیو د سېلونو له امله د خوست ولایت د شمل دوه مند ولسوالي د بورګي د سیمې او ګڼو نورو سیمو لارې داسي ویجاړې کړي چې نور پرې تګ راتګ نه کېږي.

دوی وايي چې له دې کبله د روغتیايي اسانتیاوو په شمول له لومړنیو اړتیا وړ شیانو بې برخې شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.

هرات کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

تازه خبر
تازه خبر

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم یاد نه کړ، ازادي راډیو ته وکړه.

د سرچینې په وینا، نا معلومه وسله والو نن جمعه ( د حمل ۲۱مه) پر هغو کسانو ډزې کړي چې د تفریح لپاره یوه میله ځای ته تللي وو.

پیښه د انجیل ولسوالۍ په ده مهري سیمه کې شوې ده او د مرګ ژوبلې شمیر هم ډیر لومړنی دی.

تراوسه د پیښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.

په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو د احتمال اټکل کړی دی.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار به د جمعې په ورځ (۲۱ حمل) د شدیدو بارانونو، تندر او برېښنا، نسبي تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو شاهدان وي.

د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته.

په همدې حال کې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.

د افغانستان په په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو پر ضد واکسین پیلېږي

AFGHANISTAN--POLIO
AFGHANISTAN--POLIO

له پولو پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ (حمل۲۴) په ۳۲ ولایتونو کې پیل شي. دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډېدلی دی.

ویل شوي چې د کمپاین په ترڅ کې به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.

دې بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د دې دورې د واکسین کېدونکو ماشومانو شمېر نه دی ښودل شوی.

تر اوسه د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي ماشومان ترې وساتي.

دا ویروس د ملا تیر مهم عصبي رګونه زیانمنوي او د بدن د فلج سبب کېږي.

د وروستیو دوو اوونیو په سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن اعلان وکړ چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي ۱۲۹ ژوبل شوي او ۹ تنه بې درکه دي.

د وروستیو دوو اوونیو د سېلونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه له پېښو سره د مبارزې د ادارې له اعلان سره هممهاله سېف دي چلډرن ویلي چې وروستیو شدیدو سېلونو او ورښتونو ماشومان سخت اغیزمن کړی دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستي سیلونه دا اړتیاوې نورې هم زیاتوي.

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه طبي مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو افغانستان ته۹۶ ټنه بشري مرسته، چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، کابل ته ولېږله.

د متحده عربي اماراتو رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د مرستیال دولتمشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په لارښوونه دا مرسته له دوبۍ څخه په الوتکه کې کابل ته واستول شوه.

تمه کېږي چې دا مرستې به په درې میاشتو کې تر ۲۵۰ زره زیاتو کسانو سره مرسته وکړي، او هغوی ته به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.

متحده عربي اماراتو دا مرسته په داسي حال کې افغانستان ته استولې چې د دې هیواد ګڼې سیمې وروستیو سېلونو خپلي دي. په دې سېلونو کې نژدې یونیم سل تنه مړه شوي او سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کګرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده

افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې
افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې

د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.

عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.

عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.

له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.

دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.

ملګري ملتونه: له ۴ میلیونو زیات افغانان بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وایي، هره افغان کورنۍ د ژوند لپاره د یوه خوندي ځای مستحقه ده.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۹مه) وویل چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د دوی په ټکو وروستیو سیلابونو سرپنا او نورو اساسي خدمتونو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده.

دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو له دې ډول څرګندونو ښکاري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG