لیدلي او اورېدلي به مو وي چې ځوانانو ډېر کله د فکري اختلافونو له وجې یو بل توهین کړي، وهلي او حتی وژلي دي.
د دې اوونۍ په خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو چې ولې ځوانان د فکري اختلافونو په خاطر د یو بل پښې وهي؟
او څنګه فکري مخالفتونه په مثبت ډول پالل کېدای شي؟
«تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: